راپور: عصمت الله بهیر-
د روشنګرۍ یوه سمبالوونکی، محمدیار- یار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې لکچر وړاندې کوونکی استاد عبدالغفور لېوال ته د لکچر وړاندې کولو بلنه ورکړه.
استاد عبدالغفور لېوال د روشنګرۍ پروګرام له جوړوونکو څخه مننه وکړه چې د ذهنو روښانولو لپاره دا ډول پروګرامونه جوړوي او روشنګري یې د سیاسي اخلاقو د بیارغونې یو ښه مثال وباله.
د څېړندوی عبدالغفور لېوال د لکچر موضوع (د سیاسي اخلاقو بیارغونه) وه.
اخلاق په اصطلاحي لحاظ، د ټولنیزو چلندونو هغه مجموعه ده، چې په ځانګړو زماني، مکاني، کلتوري، اقتصادي موقعیتونو کې د ټولنیزو واحدونو تر منځ قرار داد کيږي.
استاد لېوال وویل، چې (زماني، مکاني واحدونه ځکه دې تعریف ته ور زیات شوي دي، چې د اخلاقو ښه والی او بدوالی په ټولنو کې په زماني او مکاني لحاظ فرق کوي او اقتصادي وضعیت هم د یوې جامعې د اخلاقو په ټاکلو کې مهم رول لري.)
د استاد په وینا چې د ښه او بد کلمه له آدمه تر دې دمه په جدل کې ده خو اوس ټولنپوهان دې نظر ته رسېدلې دي چې څلور شیان د ښو او بدو تر منځ بریدونه واضح کولای شي (دین، اخلاق، عاطفه او قوانین.)
ښاغلي لېوال وویل (هره ټولنه چې په خپل هیواد کې کومو اخلاقي کوډونو ته مکلفه وي، د همدې اخلاقي کوډونو رعایتولو ته په بله ټولنه یا هیواد کې مکلفه نه وينو دې ته اوس سیاسي اخلاق ویل کيږي او یا سیاسي اخلاق د هغو سیاسي چلندونو مجموعه ده چې پر بنسټ یې سیاستونه د خلکو لپاره توجیه کيږي)
استاد لېوال په سیاست کې د اخلاقو پر شتون و اهمیت او دا چې د ځینو په نظر په سیاست کې اخلاق ځای نه لري، مفصل بحث وکړ.
وروسته د روشنګرۍ برخوالو خپلي تبصرې او پوښتنې هم وکړې.
د روشنګرۍ لکچرونه له تېرو درو کالو راهیسې په کابل، کندهار، هلمند، پکتیا او خوست کې وړاندې کيږي.