طالبانو په ورستیو څو اونیو کې په یو لړ بریدونه وکړل او دا بریدونه یې ټول په عامه ځایونو لکه هوټلونه ، خیره ادارو او دخلکو په منځ کې دروغتون مخې ته وکړل بل داچې له داسي وسایلو یې کار واخستلو چې هغه وسایل دانسان سره د مرستې لپاره کارول کېږي لکه امبولانس داچې دا بریدونه دوۍ دڅه لپاره وکړل ؟ موخه یې څه ده او ولې یې په داسې کرغیړنو کړنو لاس پورې کړ غواړم دلته پرې لږ بحث وکړم .
په پاکستان دنړیوالې ټولنې فشار !
پاکستان په تیرو 17 کلونو کې دلومړې ځل لپاره د امریکا متحده ایالاتونو او دهغوۍ دمتحدینو لخوا تر دومره زیات فشار لاندې دی او لومړی ځل دی چې نړیوالو اوس دا ومنله چې پاکستان په ښکاره توګه دتروریستانو ملاتړ کوې او هغوۍ ته روزن ځایونه برابروې چې دهمدې له امله امریکا په پاکستان خپلې مرستې بندې هم کړې چې دې مسلې پاکستان په بې سارې توګه تر فشار لاندې نیولي دی او پاکستان اوس کوشش کوې ددې فشار دکمولو لپاره له طالبانو کار واخلې او طالبان دې ته هڅوې ترڅو په افغانستان کې په عامه ځایونو داسې بریدونه وکړې چې افغان حکومت دولس لخوا او نړیواله ټولنه تر فشار لاندې راشي او دا فشار ددې لامل شې ترڅو امریکا یو ځل بیا له پاکستان څخه دافغانستان دمسلې په حل کې مرسته وغواړې چې همدې مسلې ته په کتو پاکستان طالبانو ته ویلې دې ترڅو په افغانستان کې دننه بریدونو ته زور ورکړې او هغه رنګه بریدونه وکړې چې کولې شی افغان حکومت تر فشار لاندې راولې .
دجګړې په ډګر کې په ولایتې او ولسوالیو کچه د دطالبانو ماتې !
په 2014 کال کې طالبانو فکر کولو چې کولې شي چې دافغانستان حکومت ته سقوط ورکړې او همدې هیلې ته په رسیدو یې لومړی ځل دکندوز ولایت سقوط هم کړ خو له کله نه چې افغان امنیتې ځواکونو کې همغږې رامنځ ته شوې ده او نړیوالو دافغان هوایې خواکونو تمویل او تجهیز ته مخه کړه او ترڅنګ یې زمونږ هوایې ځواک تر یو بریده په پښو ودریدلو او ترڅنګ یې دامریکا متحده ایالاتونو دنوې ستراتیژۍ په اعلان سره وسله وال طالبان دنړیوالو او افغان ځواکونو لخوا دجګړې په ډګر کې تر فشار لاندې راغلل او دوۍ اوس ددې توانایې هم نلرې چې یوه ولسوالي سقوط کړي او یا جبهه یې جګړه وکړې نو یې خپلو جنګیالیو ته دمورال لپاره او ترڅنګ یې دخپل قوت دښودلو لپاره ښارونو ته مخه کړه او دلته یې په عامه ځایونو بریدونه شروع کړل چې دا بریدونه ددي لامل شول ترڅو عامه خلک قربانې کړې او دوۍ په دې سره دخپلې جګړي قوت وښایې .
خلک تر روحې فشار لاندې راوستل !
بله موخه دوسله والو طالبانو له دې څخه داده ترڅو افغانان په داسې بریدونو تر روحې فشار لاندې راولې او له دې لارې څخه دوۍ وکولې شي چې افغانان دشته نظام او بهرنیانو پرضد وهڅوي همدارنګه دوۍ غواړې چې په داسي بریدونو سره دلته عامه ژوند له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ترڅو ولس مجبور شې چې دشته نظام په وړاندې ودریږې او نظام وننګوې نو په دې حالات کې دوۍ بیا په اسانۍ سره کولې شي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي ددي ترڅنګ دوۍ غواړي له دي لاري په خلکو کې ویره خپره کړې ترڅو هیڅوک د دوۍ په وړاندې له ذهني مباررزۍ او نورور مبارزو لپاره ونه دریږي او نه هم څوک دا جرئت وکړې چې دهېواد دابادۍ او یا هم ددوۍ دوحشي کړنو لپاره خلکو ته دفکر ورکولو لپاره مبارزه وکړې نو یوه موخه یې په خلکو کې دویرې خپرول او دهغې مبارزي څځه دخلکو لاس اخستل دې کوم چې دترویستانو په وړاندې روانه ده .
په افغانستان کې دلویو پروژو دپلې کیدلو مخنیوی !
بله مهمه مسله په افغانستان کې په ورستیو کې دسیمه ایزې اجماع ده او په ځانګړې ډول کله چې دملګرو ملتونو دامنیت شورا په ځانګړې ناسته کې دمرکزې اسیا هېوادونو استازو وویلې چې افغانستان کولې شي په سیمه کې یو ښه او پياوړی اقتصادي شریک اووسي نو دي مسله پاکستان وارخطا کړی دی او پاکستان کوشش کوې چې داسي کشمکشونه او ستونزي رامنځ ته کړې ترڅو دمرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې له پانګونې وویروي او دهغو پروژو مخنیوي وکړې کومې چې بنسټیزي دې لکه د اوبو بندونه ، انرژي ، کرهنه او د ټرانزیټ مسایل چې دا هغه مسایل دې چې افغانستان په تیرو دري کلونو کې به دې برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې لکه دچاباهار بندر او په ورستیو کې دمرکزي اسیا سره د ریل پټلیو دلارو پرانستل هغه موارد دی چې پاکستان یې ډار کړی دی او غواړې له دي لاري او داسي حملو له لاري دافغانستان دپرمختګ مخه ونیسي .
پایله !
اوس په دې شرایطو کې افغانانو ته په کار دې چې د دوست او دوښمن فرق وکړې او پریږندي چې یو ځل بیا تروریستان دافغانستان دپرمختګ لامل شي ترڅنګ یې افغان حکومت باید له یو لوري په خپلو امنیتي ځواکونو کې پراخ اصلاحات راولي او ترڅنګ یې باید دنړیوالې ټولنې سره دپاکستان او تروریستانو دملاتړ ځایونو او حکومتونو دمنزوي کیدلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې.