لیکوونکی”محمدآغا ابراهیم خیل”

نن مې د پروني خونړي برید یوه ویډیو لیدله د یوې سپین سرې مور سوی، له درده ډک غږ چې د غبرګو زلمیو زامنو جنازې یې د کنډواله شوي کور په یوه کونج او بل کونج ګرځولې واورېد حوصله مې و نه شوای کړای ویډیو مې بنده کړه خو بیا مې زړه آرام وانخیست او ویډیو مې له سره چالانه کړه  له سترګو مې اوښکې روانې وې، سپین سرې ښځې په داسې حال کې چې ساندې یې وهلې او د وړیو په شان سپین ویښتان یې په ګوتو شوکول، د خپلو زلمیو زامنو د مړو ایښودو ځای یې په ټول کور کې ځکه نه وو چې د نهمې حوزې په مربوطاتوکې پروني خونړي برید چې پړه یې هم طالبانو په غاړه واخیسته؛ د دوی کور د کربلا په څېر جوړ کړی وو؛ پرته له لوټو او خارور نور څه نه لیدل کېدل، دوه درې خپلوان او ګاونډیان یې هم په وارخطایي ښکته او پورته کېدل خو د چا له لاسه هیڅ هم پوره نه وو، د کور په بل اړخ کې مې دوه ګلالۍ خورکۍ تر سترګو شوې چې مخونه یې په خاورو سپیره  او اوښکو یې په اننګیو لارې جوړولې په وجود کې یې پرته له بې وسۍ او مایوسۍ نور هیڅ هم نه ښکاره کېدل. د ځوانیمرګو مور په خپلو ساندو کې د حکومتي چارواکو اولادونو ته ښېرا هم کولې او زیاته به یې کړه چې خدایه په دې نیمه شپه کې یې په مونږ باندې د بمونو باران جوړ کړ خالقه پروردګاره ته یې اولادونه زما د اولادونو په څېر کړې، چې میندې یې زما د زړه له حاله خبرې شي.!
په هېواد کې وروستیو بریدونو عام وګړي د سولې په روانو خبرو بې باوري کړي او د سولې دا پروسه یوازې د امریکا لخوا یوه ډرامه بولي.

په ټوله کې دا چې! مونږ افغانان د بدبختۍ په وروستي حد کې یو نه مو حکومت آرامه ژوند کولو ته پرېږدي او نه مو د طالب په نوم ترهګره ډله.!

زما وړاندیز بیا هم دا دی چې دا سوله د افغانستان او افغانانو په خیر نده دا یوه معامله ده چې په عام ولس او خلکو باندې کېږي. د سولې په نوم او ګنګوسو باندې د خپل دفاعی او امنیتی ځواکونو مورال مه کمزوری کوئ.

له خپلو سپیڅلو او ریښتینو اتلانو دفاع وکړئ تر څو ټولې ترهګرې ډلې او د هغو اجیران په خپلو شومو پلانونو کې پاتې راولي.!

طالب یوه پردۍ مزدوره ډله ده چې هیڅکله هم د افغان ولس په خیر نشی کېدای.
بیا هم وایم له دې سولې د وینو بوی راځي..!

One thought on “وروستیو بریدونو ته په کتو طالبان د سولې په خبرو کې ریښتیني نه دي”
  1. رښتیاهم هغه معامله ګرو چی ځانونه د بن د معاملی مبتکرین بلل نن بیا هم د خلیلزاد غوندی بله وسیله په لاس ورغلی چی هماغه مبتکرین بله تباه کوونکی لوبه ترسره کړی خو عجیبه دا دده چی هلته طالبان محروم او دا محرومیت سبب د جنګ شو چی تر ننه دوام لری او اوس طالبان جمع مفسدین دا نوی لوبه ترسره کوی او قصد لری چی ازمایل شوی خادمان او د ۱۸ کلن قربانیو محصول نظام ړنګ او بیا نوی پراخ فساد او معاملو ته لار هواره کړی
    خلیلزاد چی نه افغانانو ته او نه امریکایانو ته صادق دی غواړی چی معامله ګر عناصر د نورو خدمت او معاملو ته رابرسیره او افغان مؤمن ملت بیا د وینو په سیلاب لاهو کړی او ددی لاری خپلی ناولی عقدی سړی او ملت د کاملی نابودی کندی ته ټیل وهی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *