د بغلان په مرکز کې سېل ۷ تنه مړه کړل

تاند- سېلونو او بارانونو په یوه اوونۍ کې ۳۴ افغانان مړه کړي او د خلکو کورونو، کرنیزو مځکو او څارویو ته یې زیان اړولی دی.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویندوی حشمت خان بهادري نن / سې شنبه/ وویل، د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې سېلونو شاوخوا ۹۰۰ کورونه ویجاړ کړي، په سلګونو څاروي یې مړه کړي او ډېرو کرنیزو مځکو ته یې تاوان اړولی دی.

بهادري وویل چې لا هم د تاوان دقیقه اندازه معلومه نه ده.

د دې لپاره چې په افغانستان کې اکثره ځنګلونه وهل شوي له بارانونو سره د غرونو خاورې د خړې په بڼه په سېل کې جاري کېږي او له بلې خوا د پر له پسې وچکالۍ له کبله مځکه د ورښتونو اوبه ژر نه جذبوي نو د سېلونو راتګ ته لاره هوارېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *