تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې د هوایی ځواک ایم آی ۱۷ ماډل چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته پیښه تایید کړه خو وایي، هیچا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

نوموړی وایي، له ارزونې وروسته معلومه شوه چې چورلکه د ترمیم وړ نه ده، ځکه نو د هوایي ځواکونو لخوا سوځول شوې ده:(( د پیښې لامل تخنیکي ستونزه وه او په اړه یې څیړنې روانې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې دا په څو ورځو کې د هوایي ځواک دریمه چورلکه ده چې نسکوریږي.

تر دې وړاندې یوه چورلکه فراه ولایت پرچمن او بله ګردیز تند قول اردو کې راپریوته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *