تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې ۴۷۸ کسانو د افغانستان د تابعیت د ترک غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت تاند ته وايي، له دغو ۴۷۸ افغانانو څخه یې د ۱۵ تنو د تابعیت د پریښودلو غوښتنلیکونه نهايي شوي او د نورو په اړه پلټنې روانې دي.
نوموړی وايي، هغه کسان چې غواړي د افغانستان تابعیت پرېږدي، اوس په منځنۍ اسیا، ایران، روسیه، اتریش، هالنډ او نورو هیوادونو کې ژوند کوي: (( دوی ځکه د افغانستان د تابعیت د پریښودلو غوښتنه کړې چې کوم هیواد کې پناه اخلي د هغوی قانون دا وايي چې د خپل هیواد تابعیت باید له لاسه ورکړي، همدا راز دوی هلته ودونه هم کړي دي چې باید د خپل هیواد تابعیت ورته پرېږدي.))
نوموړی وايي، په تېر کال کې همدا راز ۱۷ کسانو د افغانستان د تابعیت ترلاسه کولو غوښتنه هم کړې ده چې دا کسان د ازبکستان، مصر، انګلستان او ایران اوسېدونکي دي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د عدلیې وزارت د شمېرو له مخې وروستیو څلورو کلونو کې ۲۹۰۰ افغانانو د افغانستان د تابعیت د پریښودلو غوښتنه کړې ده.