موفق الربیعي د صدام حسین ملي امنیت مشاور د لومړي ځل لپاره فاش کړه چې د صدام حسین اعدام د جورج بوش په مستقیمه اشاره د نوري المالکي لخوا ترسره شوی دی.

الربیعي ویلي دي، په یوه خبري ناسته کې د آمریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له نوري المالکي څخه وپوښتل “په صدام حسین څه کوې؟ المالکي په چټکۍ ځواب ورکړ په دار یې ځړوو” بوش د ګوتې په پورته کولو د صدام حسین له اعدام سره خپله موافقه څرګنده کړه.

د الربیعي په وینا له هماغه وخته د صدام د اعدام چارې پیل شوې.

د عراق د ملي امنیت پخواني سلاکار چې د فرانسې له خبري آژانس سره یې خبرې کولې وویل، سمه ده چې صدام یو قاتل او جنایتکار و خو تر وروستۍ سلګۍ پورې قوي پاتې شو.

الربیعي زیاته کړه:” ځینې هیله لري تر څو ووایم چې صدام د درملو له امله له حاله په تلو کې و او یا هم له ډاره، خو حقیقت باید تاریخ ته وویل شي، صدام تر وروستی سلګۍ قوي پاتې شو او په څېره کې یې هیڅ د ډار څرک نه و.”

صدام حسین د عراق پخوانی ولسمشر چې د ۲۰۰۳ کال د ډسامبر میاشتې په ۳مه نیټه د آمریکا اشغالګرو سرتېرو لخوا ونیول شو او د ۲۰۰۶م کال د ډسامبر په ۳۰مه نیټه د لوی اختر په لومړی ورځ د عراق د نوي دولت لخوا په دار وځړول شو.

الربیعي په دغه مرکه کې ویلي دي:” کله مې چې هغه راوست لاسونو کې یې زولنې ورته اچولې وې او د قرآن پاک یوه نسخه یې په لاس کې وه. هغه مې د قاضي خونې ته بوتلو، په داسې حال کې چې قاضي یې د محکومیت پاڼه ویله، صدام په لوړ آواز ویلې (مرګ پر آمریکا، مرګ پر اسرائیلو، ژوندې دې وي فلسطین، مرګ پر پارسی مغانو.”

د عراق ملی امنیت پخواني سلاکار زیاته کړه:” صدام مې د دار خونې ته بوتلو، دلته صدام ودریده او د دار پړي ته یې په ځیر سره وکتل، ورپسې یې ماته وکتل او وي ویل، ډاکټره! دا د نرانو لپاره دی.”

د الربیعي په وینا د صدام دواړه پښې سره تړلې وې نو مجبوره شوو تر څو د دار تر پړي یې ورسوو.

په ورته وخت کې په تالار کې ناستو سرتېرو نارې کړې:” ژوندی دي وي محمد باقر…مقتدی مقتدی” صدام په ځواب کې ورته وویل:” آیا دا نرتوب دی؟”

د عراق د ملي امنیت سلاکار وویل:” صدام په وروستیو سلګیو کې شهادتین ویل خو مخکې له دې چې خلاصه یې کړي په دار وځړول شو.”

الربیعِي وایي:” ما د دار د کړکی اهرام کش کړ، خو اهرام کار ونه کړ، وروسته دوهم کس راغی او اهرام یې کش کړ او کار یې وکړ چې له امله یې صدام د تل  لپاره سترګې پټې کړې.”

د دار ځړولو د عملیاتو څخه وروسته د صدام جسد په یوه آمریکایی چورلکه کې د دار له بندخونې څخه چې د بغداد په الکاظمیه سیمه کې موقیعت لري د مالکي کور ته انتقال شوو، الربیعي زیاته کړه:” په چورلکه کې ډېر کسان وو، د صدام جسد یې د چورلکې په غولي کې ایښی وه او د مالکي تر کوره یې سر خلاص وه.”

الربیعي په وروستی برخه کې زیاته کړه:” مالکي په خپل کور کې د صدام د دارځړولو له کبله له مونږ څخه ستاینه وکړه او وي ویل:” آفرین پر تاسو.” ما ورته وویل مهرباني، کولی شې د صدام مخ ته وګوری او مالکي د په دارځړول شوي صدام حسین  مخ ته وکتل.”

2 thoughts on “وروستی اتل! | ژباړه: ذبیح الله هېوادوال”
  1. د داسې مضامینو خپرول هېڅ ګټه نه لري او تاوان یې دا دی چې مونږ پرې پردی غم خپل کور ته راوړو. صدام پوه شه او کار یې پوه شه، عراق پوه شه او کار یې پوه شه، همدغه صدام په ۱۹۹۱ کې د خدای مخلوق خلک وژلي وو، چې بد ګرځي بد به پرځي. د داسې لیکنو په خپرولو او لوستلو زمونږ ځوانان تشدد ته مخه کوي.

  2. د احمد ورور د فرمودې د یوه اړخ په تائید عرض شی چه صدام یو عجیب غریب سړی ؤ
    یوه ورځ د عربی غرور!! په ځانګو کی دومره مست ؤ چه ویل به ئې مچ او پارسی او یهود طفیلی مخلوقات دی .البته د خدای پاک د خلقت پر پروژه اعتراض کول مطلق کفر دی
    داسی ورځ راورسېده چه همدې مغرور عرب د کویټ د هیواد د اشغال په ورځ ټولو عربی هیوادو ته تر پایڅه را وایستی
    بالآخره دومره ذلیل شو چه خوراکی توکی ئې د ملګرو ملتو د تصمیم په اساس رانیول مانا د تیلو د حاصل روپۍ د ملت جیب ته نه بلکه لویو مارکیټو ته د خرید لپاره لېږل کېدې
    په هر حال هغه څه چه د پورته لیکنی څخه د عبرت او درس پتوګه ګټه اخیستل کېدای شی دا ټکی دی چه د دیکتاتور او مغرور او حریص انسان سرنوشت به همدا صدام غوندی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *