ښاغلی محمد نعمان دوست

په یوه لاس یې تړلی ځوان له څټ نیولی و او په بل یې چاړه را وویسته.

په قهر یې وویل: وروستی ارمان دې وایه!

زلمي کله چړې ته کتل او کله خپل تړلي ځان ته. ورو یې وویل:

چاړه ښه تیره که، ما کله درد نه دی لیدلی!

د غبرګولي لومړۍ، ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *