مازیګر يې له خوشالۍ ټوپونه وهل. له تېر څخه يې ښه لوبه کوله. له لوبې وروسته يې کور ته پر لار راته وویل کېدای شي چې دا مې له تا سره وروستی پل شي. په خندا مې ورته وویل:
ولې نور دې له ما څخه ښه نه راځي؟
-داسې نه ده، ملي اردو ته ځم.
ومې ویل:
لاړ شه، بیا به هم راشې.
ويې ويل:
څه مالومه ده، ځکه چې پلار مې له شورويانو سره د جهاد له پاره له کور څخه د بېرته راتلو په نيت وتلی و خو هېڅ کله هم بېرته رانه غئ، اوس هم ورته سترګې په لاره يو.
هغه زياته کړه:
پوهېږم چې کېدای شي له دې سپېڅلې دندې سره مې مرګ تړلی وي خو څه وکړم له دې دندې سره مې له ماشومتوب څخه مينه وه. همدا مې هیله ده اوس يې وخت را رسېدلی چې خپله هیله پوره کړم.
ورته ومې ویل:
د مور وړوکی او ګران زوی يې هغه خوارکۍ به څنګه کوي؟ آيا هغه اردو ته د تلو اجازه درکوي؟ بله دا چې هغه نجلۍ چې د ناوېتوب شپې ورځې شماري هغه دې هم په ياد ده کنه؟
مخ یې را واړاوه په موسکه څېره يې ځير راته وکتل ويې ويل:
ولې زه خپل ارمان نه شم پوره کولی هغه ارمان مې چې په ژوند کې د افغان سرتېرو په لیکه کې د زمري په څېر ودرېږم او هغه له پته ډکه درېشي چې زما لپاره ویاړ دی پر تن کړم؟
ومې وویل:
دا خبره دې منم، مور به دې څنګه شي چې یوازینۍ هیله يې ته يې او بې له تا بله هیله نه لري. خپل د وړوکې ورور زلمي نوم يې واخیست، ویل يې زلمی خو شته، ورته ومې ویل زړه دې، څه درته ووایم زه نه وايم چې اردو ته تلل ښه کار نه دی خو چې سړی پر کور څوک ولري.
بیا يې تر لاس ونیولم ويې ویل:
د کلي ډیر ځوانان روان دي، زه هم ورسره ځم خو پام چې مور ته مې ونه وايې. ورته ومې ویل:
خپله خوښه دې زه به درته څه ووایم په خندا شو ویل يې څه بد کار ته خو نه ځم که بد کار ته روان وای ستا خبر مې ضرور منله لاس مې يې په لاس کې ټینګ کړ ورته ومې ویل ځه نو الله دې مل شه .
د کلي د جومات مخته سره بېل شوو هغه شا ته را وکتل راته يې وویل دعا کوه داسې نه چې بیا په ژوند سره ونه وینو ورته ومې خندل په خیر لاړ شې الله دې بریالی لره.
سهار خبر شوم چې اکبر د کلې د نورو ځوانانو سره تللی دی، مور يې ویل کابل ته په چکر تللی، څه مې ورته ونه ویل. په دې ورځ په کلي کې یوازې ګرځېدم او هره لحظه به مې اکبر سترګو سترګو ته کېده.
مازیګر یې زنګ راته وواهه ویل يې زه ځای ته ورسېدم. په کلې کې څوک نه لرم زما په مورکۍ او وړوکي ورور پام کوه، ما هم ډاډ ورکړ.
د ورځې په تېرېدو سره په کلي کې بې اکبره عادت شوم خو د هغه خندا او ملګرتیا به مې تل په زړه وه. د افغان سرتېرو په لیکه کې د اکبر د یو ځای کېدو خبر يې مور ته ورسېد ډېر يې وژړل ټولو کلیوالو تسلې ورکوله چې څه خبره نه شته دعا ورته کوه اکبر به په اونۍ کې یو ځل راته زنګ واهه په لومړۍ اونۍ يې راته وویل، پوهیږې تر ټول سخت کار راته څه وو؟
هغه دا چې زما د سر وېښته يې را وخرېیل، ورته ومې خندل چې څنګه به ښکارې هغه ستا ښایسته پېکی چې ډېر په ناز به دې پاله ويې خندل. راته يې وویل چې ټلیفون يې مور ته وروړم.
کور ته يې ورغلم مور ته مې يې وویل اکبر زنګ وهلی غواړي خبرې درسره وکړي، مور يې ورسره ډېرې په مینه خبرې وکړې د حال پوښتنه يې وکړه، ورته يې وویل:
زویه راځه بی له تانه ژوند ګران دی ته پوهیږې چې د مور ژوند ستا له ژوند سره تړلی. مور ته يې وویل هېڅ غم مه کوه در به شم خدای په آماني يې وکړه. مور يې ټیلفون راکړ، ويې ویل:
خیر یوسې زویه له کوره يې را ووتم د مسجد مخې ته لاړم ټولو همزولو ته مې يې کیسه وکړه او همزولو ته مې يې سلامونه ورسول.
اکبر دوې میاشتې په کابل کې زده کړې کولې چې زمونږ پر کلي د پنجاب ګوډاګیان راغلل. هر دولتي مامور به ځوراوه، داسې ورځ نه وه چې يو دوه کسان به يې نه شهيدان کول. هغه څوک چې د ملي اردو له لیکو څخه به کورونو ته راتلل نيول به يې بيا به یې برخليک نامعلوم شو، ځينو به چې پيسې ورکړې او دوی به د پيسو تمه ترې کېده بېرته خوشي کول او که به يې پيسې نه لرلې هغه يې شهيدان کول.
اکبر چې کله د عسکرۍ له تعلیم نه خلاص شو، په کندهار کې يې دندې ته ولېږه، مور به يې تل ورته ویل راځه زویه، نور دنده پریږده خو اکبر به تل ويل چې د ترخیځ تر اخيستو وروسته به درځم چې د ترخيځ په اخيستو درې کاله تېرېدل خو اکبر په اصل کې د کور او کلې د قصابانو له وېرې کور ته نه شوای راتلی.
په دې کې یو نیم کال تېر شو. بله ورځ اکبر وويل کور ته در روان يم.ورته ومې ويل:
اوس وختو کې مه راځه ځکه چې کلي کې حالات سم نه دي، وضعيت ورځ په ورځ خرابېږي.
ويې ويل چې خامخا درځم په کلي کې وايم چې دنده مې پرېښوده. ما يې په مور زېری وکړ. له خوشالۍ په جامو کې نه ځايېده.
د پنجشنبې د ورځې مازیګر و چې مبايل مې وشرنګېد.
راځه را ورسېدم د سړک په غاړه ولاړ يم. په خوشالۍ په منډو ور روان شوم، څو ځله مې له ډېرې خوشالۍ په بوټو او لرګو کې پښه بنده شوه او پړمخې ولوېدم. له کلي لږ پناه شوم، لويې ويالې ته ورسېدم تر وياله د ټوپ په وخت کې مې پښه بلې غاړې ته ونه رسېده او په لويه وياله کې ولوېدم. په ډېر زحمت ترې راپورته شوم. وړاندې يوې نجلۍ په پټيو کې سابه کول، کړس کړس خندا مې يې پام واړاوه، زما په لوېدو يې خندل.
له ټول بدن مې اوبه روانې وې، د ويالې په غاړه وارخطا ولاړ وم. خپلو څپلکو ته مې پام شو چې د يوې بند هم پرې شوی او له پښو کولو لوېدلې ده. دې وخت کې چې سړک ته هم نژدې شوی وم، د موټر سايکلونو غږ او شور ماشور مې واورېد، له دې سره د ټوپک ډزې هم واورېدل شوې.
اې خدايه خير کړې، چيغه مې له خولې ووته، بله څپلکه هم رانه پاتې شوه، لوڅې پښې مې منډې کړې، لږ وړاندې مې د غره په ډډه کې څو تنه وسله واله وليدل چې د غره په ډډه کې په موټر سايکلونو روان و او له شا لوخړې پسې ښکارېدې.
وړاندې په پټيو کې مې د اکبر پروت جسد ته چيغې کړل. په اکبر ور ولوېدم، اکبر لا وروستۍ ساه نه وه ورکړې، يوازې دومره يې راته وويل:
مور ته مې ووايه چې په زوی دې تل افتخار وکړه ځکه چې په کوم بد کار نه دی وژل شوی.
وړوکی ورور زلمی او مور يې هم را ورسېدل خو دې وخت کې يې خپلې سترګې د تل له پاره پټې کړې وې. ماته راياد شول چې د تګ په وخت کې يې راته وويل چې کېدای شي دا مې له تاسې سره وروستی پل وي.
