محمد حامد غالب

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لومړنیو پایلو دا جوته شوه چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي او د اتو نوماندانو له ډلې به یوازې ډاکتر اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د دویم پړاو ټاکنو لپاره ملا تړي.

د دویم پړاو ټاکنو ترسره کیدل او په کې د خلکو پراخ ګډون له دې امله مهم ګڼل کیږي، چې دا ځل به افغانان په ډیر دقت سره د خپل زعیم ټاکلو لپاره اقدام کوي او هغه ارمان به یې دا ځل پوره شي، چي په لومړي پړاو کې یې درلود.

په لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دا وښودله چې دوی د جګړې او وسلې په زور واک ته رسیدل نه غواړي، او هڅه کوي، چې د خپلې یوې رایې په کارولو سره د خپل هیواد برخلیک پخپله وټاکي.

 راځم اوس یوې مهمې مسلي ته په داسې حال کې چې افغانانو په لومړي پړاو ټاکنو کې خپله لیوالتیا په ډاکه کړې ده خو په دویم پړاو ټاکنو کې افغانان د خپل نوي زعیم ټاکلو لپاره خپل وروستی چانس ازمایي.

البته اشاره مې د پښتنو هغو سیمو وګړو ته ده چي د ډېرو خطرونو په ګاللو سره یې په ورین تندي د افغان حکومت دغه ولسواک پروسې ته لبیک وویل. سره له دې چې دوی هغه کس ته رایه ورکړه، چې ښه پوهیدل غواړي، په افغانستان کي د اقتصادي بنسټ په ایښودلو سره د خلکو په ژوند کې ريښتینی بدلون راولي.

خو متاسفانه د دوی رایې د نوماندانو د ډېروالي له امله ونه شو کړای د دغې بریا زېری واخلي. خلک اوس په دې پوهېدلي چې دوی په افغانستان کي بدلون غواړي او د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره هم دا ځل ډیر ځیر دي.

هغه وختونه اوس تیر شوي، چې یو شمېر کړیو به د زور له لارې د قدرت ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کولې خو افغانانو په ځانګړې توګه پښتانه غواړي، چې له سوله ییزې لارې او د ولسواکۍ د پروسې پر بنسټ دا ځل هغه کس وټاکي، چې ریښتیا د ولسمشر کېدو لیاقت لري او کولای شي په ماته بېړۍ کې پروت افغانستان د ساحل تر کڅه ورسوي او حتی د هېواد اقتصادي ودې لپاره سل ورځنۍ طرحه هم ولري.

اوس چې ټاکنې دویم پړاو ته غځېدلې دي او دغو ټاکنو ته د چمتوالي خبر ورکول او په دغو ټاکنو کې دوه مخکښ نوماندانو هم معلوم دي، نو اوس افغانان پخپله دې قضاوت ته پرېږدم چې له دغو دوو نوماندانو کوم یو د هېواد د ابادۍ، ترقۍ او اقتصادي ودې په فکر کي دي او غواړي، چې په خپلو پروګرامونو سره په افغانستان کې د بدلون زمینه او د خلکو د ژوند ښه کولو په لټه کې دي.

که څه هم چی دغه قضاوت به پخپله افغان کوي، خو په پای کې له خپلو پښتنو وروڼو وروستۍ غوښتنه لرم چي دا ځل یې وروستۍ چانس دی چې لااقل د دوو نوماندانو ترمنځ توپیر وکړي، په پراخه کچه را ووځي او هغه چاته خپله رایه وکاروي، چې وروسته بیا د دوی پر زخمونه ملهم کیږدي.

کنه نو دا تاریخي چانس به مو له لاسه ورکړی وي او نور به په دغه خاوره له اکثریت بودن سره سره د کلونو کلونو لپاره د نورو تر ولکې لاندې ژوند کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *