طالبان د سږ کال جګړه په ډېره درنه بیه کوي. پاکستان ته له افغانستان څخه هیڅکله دومره بوینې جنازې نه دي تللي، لکه سږ کال. یواځې په لوګر کې په تېرو څو ورځو کې پنځوس خوارجي پاکستاني مړي افغان غازیانو ته پاتې دي. د جګړې ډول داسې دی چې دری څلور سوه طالب مملوکان او پاکستاني مالکان پر یوه ځای د افغان پوځ پر یوه دېرش یا څلوېښت کسیزه پوسته ناڅاپي برید کوي، اکثره ناکامېږي، خو کله کله په داسې بیه کامیابېږي چې بایلل پرې بهتر وي. مثال یې د وردوج دی. هلته اتلس تنه سرتېري شهیدان شول، خو له هغه ځایه د طالبانو جنازې لا تر اوسه هم کویټې، جنوبي او شمالي وزیرستان او د افغانستان ځینو نورو سیمو ته انتقالېږي.
د دوی لپاره دردوونکې دا ده چې د سږ کال جګړه د امارت جوړولو لپاره نه، بلکې په شته جمهوریت او د سولې په معامله کې د زیات امتیاز اخیستلو لپاره کوي. هغه داسې چې که یې یو یا دوه ولایتونه په نصیب شوي وای، ګوندې دلته خلکو یو څه په درنه سترګه ورته کتلي وای، خو ونشوه. نه د دانګام توطیه، نه د ازرې توطیه، نه د سنګین جګړې چې ټول امارت د یواځې یو څو پوستو پر خلاف جګړه کوله، کامیابه شوه.
طالبان سږ کال اکثره پر داسې سیمو برید کوي چې لاره او ګودره نه لري. دوی ډېر کله ځانونه د مېړانې او مټو پر ځای په ړندو ماینونو ساتي چې هغه بیا د پراخو ولسي تلفاتو لامل کېږي. تر اوسه له ځینو شغالي، لرې پرتو او بې ارزښته سیمو پرته، هیڅ کوم مهم مرکز ته چې لاره او ګودره ولري سقوط نه دی ورکړی. بالعکس، پر مهمو سیمو، لکه د کابل غزني پر لویه لار او پر څنډو د حکومت تسلط پیاوړی شوی.
د طالبانو د موقتي زور اخیستنې یو لامل دا دی چې سږ پاکستان د عملیاتو په نامه خپل ټول طالبانو افغانستان ته را واړول. ویل کېږي چې دا شمېر له اویا تر اتیا زرو دی. پاکستان وایي، حامد کرزي ته مو حال ورکړی و چې خلک در اوړي، مخه یې ونیسه، هغه دا کار ونکړ. پاکستان به ښایي د معمول مطابق دروغ وایي، خو دا هم واضحه ده چې حامد کرزي ځان د سرتېرو ولسمشر نه ګاڼه او په وروستیو ورځو کې یې وویل چې یوه ورځ یې هم جګړه نه ده کړې. د هغه په نزد، د سرتېرو جګړه ناجایزه ورور وژنه وه.
اوس خبره دا ده چې آیا طالب هره ورځ سل تر دوه سمه مړي زغملای شي؟
ځواب نه دی. اتیا زره کسان چې هره ورځ په دې شمېر مړه شي، په یو سل شپېته ورځې کې ټول ختمېږي.
زه چې د سلو تر دوه سوه طالبانو د مرګ خبره کوم، سرچینه مې د سره صلیب دفترونه دي. په دوو ولایتونو کې د سره صلیب ادارې پېژنم. وایي داسې ورځ نه وي چې د همدې ولایت تر لسو پورې جنازې پاکستان ته نه انتقالوو.
دا خلک دلته هره ورځ سل تر دوه سوه تنه مرګ ژوبله نشي زغملای. بله خبره دا ده چې مملوکان پاته کېږي خو مالکان په ژمي ته بیرته اوړي. یو لامل خو یې دا دی چې دوی ته د هغه ځای د پښتنو د بربادي دنده هم ور لغاړې ده. خپلې دندې ته به ځان رسوي، خو نور لاملونه هم شته. یو عمده یې دا دی چې دوی چې کومې سیمې لاندې کړي، هلته ډوډۍ نه پیدا کېږي. په یمګان کې خلک له لوږې واښه خوري. په هلمند کې د دوی له امله خلک له لوږې سره مخ دي.
لنډه دا چې سږ د طالب وروستی زور دی. د کال پر وروستۍ لکۍ ولاړ دي. پنجابی له یوې خوا جلدي کرو جلدي کرو ورته وایي، داعش له بلې خوا سپینه ذوالفقار توره په لاس په برېتونو ګوتې ورته تېروي. طالب له خپل کردار، خپل عمل، خپل وجدان، خپل ایمان، خپلو بې وزلو خلکو سره په جګړه ښکېل دی. هره ورځ جوپه جوپه دیني علماء پر طالب او د هغه پر وحشیانه جګړې د لعنت ویلو لپاره هلته او دلته را ټولېږي. د جګړې بل اړخ دا دی چې په ټولو سیمو، په دانګام، ارزه، کندز، اروزګان او سنګین کې ټوله جګړه ولس وکړه. په ارزه کې خویندو د پنجابي وروستي یرغل په وړاندې ملالې یاد را تازه کړ. یو مشر طالب خواخوږی په خفګان سر خوځوي او په تأسف وایي: “یاره سږ د طالبانو جګړه کاملاً غیرضروري ده. نور کله په هر صورت، خو سږ کال ټول مړي بې ځایه کېږي. ځکه چې خبره واضحه ده.”
ټول امارت یې یوې یوې پوستې ته را اشر کړ، ټول امارت یوې یوې پوستې مات کړ. تر ننه یې یوه مهمه سوق الجیشي سیمه تر یوه ورځ زیاته نه ده نیولې. د مخامخ جګړې وس نه لري. د افغانستان ځواکونو او حکومت نړۍ ته امتحان ورکړ. نړیوال بانک او نړيوالې ټولنې بیرته مرستې را چالانې کړې. پاکستاني عملیات پایته رسېدلي. پنجابیان بیرته په انتقال دي. هوایي ځواک مخ په جوړېدو دی. څو زره نوي هاموې او درانه محاربوي وسایل را پر لاره دي. داعش د طالبان سروهنې ته دوام ورکړی. له ننګرهاره یې لمن ور ټوله کړې ده. پنجاب اوس خپل زاړه غلام ته ټروریسټ وایي.
په دانګام او د کونړ په نورو سیمو کې د پاکستاني او افغان طالبانو جګړه روانه ده. د پاک پیغمبر هغه وړاندوینه ریښتیا کېدونکې ده چې خوارج به په پای کې یوبل لکه د ګور چینجي خوري او هلاکېږي به. د امن لمر په را ختلو دی. افغانستان غني کېدونکی او غوړېدونکی دی.
انشاالله افغان ملت د راويښدوپه حال کي دی او ډیر ژر به خپل تقدیر ته بدلون ورکړی.
قرار صاحب . تل مر قرار ا وسی. لیکنی دی د ی په تول پوره دی. دوا د شه
ـ (وائې ما ئې الم دین ژړه چه کلم دین ئې په خره سوور راغی).موږ ئې۳۷کلنه تبائې ژاړو، اوس ئې دا سرپریکونکي پسې نو ر راپیدا شول ۰ پـنـجـاپـیـان نور وته وائې جلدي کرو او خپله به تیري ردیيا بلا کوي۰
اوس په حقیقت باندی تول خلک پوهیژی چی دا تول د ای اس ای کارونه دی
Great, دوا دی سه
سلام قرار صاحب دستاسو نضر دقدر وړدی لکه پرون اپه کابل او دا څو ورځو کی د کندوذ بدخشان ننګرهار لغمان کنړ او داسی نورو سیمو څخه خبر نه یی او که دا درته جګړه نښکاری اوداتلفات د میږیو او یا غوماشو دی اوس دافغانستان نظاوی او سیاسی حالت دبل هر وخت څخه خراب او ډیرنازک دی خدای نکړی یومعمولی ټکان ته هم تابنلری پدرنښت
هغه داسې چې که یې یو یا دوه ولایتونه په نصیب شوي وا
دا کومه لوبه ده.
که دوی ته چیرته دوه یا یو ولایت ورکړل شوی وای دوی بیا ستا د غنی په کنترول نه یی. افغانستان د تجزیی حالت ته رازی.
او بله دا چی ستاسو لیکنو څخه مالومیږی چی دولت بلکل طالبانو سره د خبرو اترو اړتیا نه لری.