پوهنمل حاجی محمد نوزادي  

یوې ډنمارکۍ ورځپاڼي د روان ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړۍ نیڼه یو ډیر هیښونکی مطلب نشر کړی دی چې څنګه یو  مین انسان د خپلې محبوبې د رښتینې مینې په اړه چې له سرطان سره یې د روغتون په بستر کي شپې تیرولي، د وفا سمبول وګرځید. لاندې د دې خبر پښتو ژباړه لولئ:

   «د سرطان په ناروغۍ اخته پیغلي د ژوند تر ټولو لویه ارزو د مرګ نه څو ساعته وړاندي پوره سوه. د پیغلي Heather Mosher د تیو (سینې) د سرطان ناروغۍ  د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په میاشت کي تشخیص سو. پر دغي پیغلې عاشق ځوان د دې خبر په اوریدو سره سم دستي د دې د ژغورلو په لټه کي سو. ۳۵ کلن ځوان Dave Mosher چي پر دغي پیغلي باندي مین و، د امریکا ABC News تلویزیون ته وویل چي د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۲۳ نیڼه مو ولیده چي ددې په تي کي یوه غوټه (غده) پیدا سوې ده او په دغه ورځ مي ډاکتر ته بوتله. ناروغي پیغلي د ناروغۍ تر تشخیص وروسته دوې دوري د شیموتراپی (د درملو معالجه ) درملنه د دوه ځلي جراحي عملیاتو سره تیره کړه ، مګر له بده مرغه لکه څنګه چي تمه کیده ، ګټه یې و نکړه. په پای کي دغو دواړو مینانو پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په ۳۰ نیټه به واده سره کوي. معالج ډاکتر دا نيټه ډیره نا وخته وبلل او مشوره یې ورکړه چي څومره کولای سي ، د واده نیټه دي را مخته کړي. د دغي مشورې سره سم د واده نیټه د ډیسمبر ۲۲ نیټه و ټاکل سوه او پدغه نیټه یې د واده چاري د روغتون په هغه اطاق کي تر سره سوه چي Heather Mosher په بستر کي پرته وه. د Christina Karas پنامه د پیغلي یوې ملګري نوموړي تلویزیون ته وویل، موږ ټول پوهیدلو چي د واده د مراسمو پر مهال دا زکندن ته نژدې په یوه حالت کي وه مګر په ټول قوت یې هڅه کول څو ځان ژوندۍ و ښئي او د هغه چا سره د واده څخه خوند واخلي چي ددې د خیال لویه او یوازنۍ ارزو وه . پدې توګه د پیغلي او ځوان واده وسو. د نکاح تر مراسمو او ددي د ارزو د تر سره کیدو یوازي ۱۸ ساعته وروسته ځواني ناوي سترګي پټي کړي او په ابدي خوب ویده سوه.

د ډیسمبر په ۳۰ نیټه یاني په هغه ورځ چي په لومړي ځل ددي د واده د پاره ټاکل سوې وه ، د جنازي مراسم یې تر سره او تورو خاورو ته وسپارل سوه .

Dave Mosher په هم هغه امریکایي تلویزیون کي وویل : دا هغه ورځ وه چي ما غوښته خپله محبوبه د واده په جامو کي په غیز کي و نیسم، خو په همدغه ورځ مي په اوښلنو سترګو د تل د پاره خدای په اماني ور سره و کړه » .

دا وو د میني او وفا یو ستر سمبول چي یوازی یو رښتینی انسان یې تر سره کولای سي.

One thought on “وروستۍ خدای پاماني”
  1. ښه هیجانی لیکنه ده
    :امّا د ډنمارک هیواد
    ډنمارک د شمالی اروپا د څلورو هیوادونو له جملې څخه یو ظاهراً ښکلی هیواد دی
    د تېر کال د نړیوالی سروی له مخی د ډنمارک وګړی د نړۍ تر ډېرو خوښ او نیکمرغه وګړی پېژندل شویدی
    همدارنګه قوانینو ته تر ټولو اروپائیانو پایبند وګړی هم دی
    البته دلته په سویډن کی د ترافیکی تخلف او سرغړونی څخه لومړی درجه بهرنی موټر چلوونکی همدا ډنمارکیان دی
    زما طالع سم کار نکوی
    تر اوسه یو ډنمارکی د سړی ځوی ندی را پېښ سوی
    امّا مهمه خبره
    د ډنمارک د خلګو د ژوند سطحه لوړه ده
    ښه آرام او مرفه د ژوند شرائط ئې ځانته برابر کړیدی
    خو د غوائی زامن سګریټ ډېر څکوی همدا علت دی چه
    د هرو لس زره کسانو څخه یو کس ئې په سرطان اخته دی
    هغه سرطان چه ډېر بدخیم دی
    د نړۍ یوازنی هیواد دی چه د سرطان د ابتلاء فیصدی ئې تر ټولو هیوادونو جګه ده البته د نفوسو په تناسب
    نفوس ئې زما د یو آشنا په ګډون پنځه میلونه دی چه البته د غواوو او غوایانو نفوس ئې پنځه میلونه او پنځه زره دی
    همدا علت دی چه مهم صادرات ئې همدا لبنیات تشکیلوی
    :ګرانو وطنوالو
    لطفاً سګریټ مه څکوی که نه د واده مراسم به مو حتی په روغتون کی هم تر سره نه شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *