کتابونه

د ښار د دنګو ودانيو تر مينځ د سرک د غاړې په پلې لار د بې شمېره خلکو په ټولګه کې درې نجونې تېزې روانې وې. د درېواړو جامې يو ډيزاين وې. يوازې په رنګونو کې يې فرق و. له لېرې د پوځي وېښتانو د هلک سترګې وراوښتې وې.

د ګلابي نيمه چپنې او سپين پتلون والا نجلۍ په ډېر شوق او تمثيل په امتحان کې د نقل کيسه کوله. خورلڼو يې له پرله پسې خندا سره شېبه په شېبه حيرانتيا څرګندوله. هغې وويل:

– بل ځل مې کتاب پرېښوده. د نقل کاغذ مې راواېسته. د استادې سترګې دونه تېزې وې. امغه ځای نه يې ليدلې وم. بيا وخته مې په سر ولاړه وه. ويل راکه کاغذ!

جذابې تورکۍ ملګرې يې په خپلو سترګو کې مصنوعي ډار څرګند کړ:

– وووووووو. ګيره يې کړې؟

– نه بابا.

– ښه؟

– هو، ما ويل استاده ته هم ښځه يې زه هم. زما په خبره ښه پوېېږې. يو بې ادبه الک راته ليک ليکلی. ورپسې ګرځم چې پيدا يې کم. ډېر مې زړه درد کړی. امتيان ته مې پام نشو. ليک مې د جېبه واېسته. بښنه غواړم.

چاغې نرۍ سترګې ملګرې يې افسوس څرګند کړ:

– وۍ دا ځل دې نقل ونشو کړای؟

– څنګه نه. اغه لکه مور راته خفه شوه. مخ يې اړولی نه و، ما بيا کاغذ خلاص که، سوال مې حل که.

ټولو کټ کټ وخندل. درېواړه د دوکانونو د اوږدې لړۍ په پای کې له فرعي سرک نه واوښتلې. د پلې لارې په اوږدو غځېدلي دېوال ته ورسېدلې.

د ګلابي چپنې نجلۍ ناڅاپه ودرېدله. په غټو شوخو سترګو يې مخامخ وړاندې کتل. خپله لاندينۍ غوښينه شونډه يې په قهر په غاښونو کې کېکښله. دواړه (چاغه نرۍ سترګې او جذابه تورکۍ) خورلڼې يې پوهې شوې چې هماغه هلک بيا په هماغه ځای کې ولاړ دی. کله چې يې سترګې ورواړولې اټکل يې سم وخوت. د پوځي وېښتانو او غټې لاندېنۍ ژامې خاوند ځوان دېواله ته شا لګولې وه. مخ يې بلې خواته اړولی و، چې ګواکې تاسې مې بيخي ليدلي نه ياست. د ګلابي چپنې والا خپلو خورلڼو ته په غاښچيچي وکتل:

– دا لاس نه اخلي، ښه؟ نن يې چاره کوم.

چاغې نرۍ سترګې د لانجې څخه د ځان ساتلو په هوډ خپله څېره عاجزه او سر کوږ کړ:

– ای برلا ! بلادې ووهه! څه يې کوې؟ ولاړ دې وي نو. دسې لږ دي؟ دا ټول ښار پې ډک دی. دی خو لا ښه دی يوازې ولاړ وي په خوله خو څه نه وايي. نور لکه سپي هر چا ته خوله هم اچوي.

برلا په سر خوځولو، لکه د شارو ټونګه، وړه او نېغه ولاړه پزه څو ځلي وپړسوله. ډېرو لارويانو به د هغوئ تر څنګ د تېرېدلو راتېرېدلو پر مهال درېواړو ته په ځير وکتل. برلا ډېره په قهره وه:

– ته مې نن پرېده لېمې! دسې نه کېږي.

هغې يو قدم واخېست. بېرته ودرېدله او دواړو ملګرو ته يې مخ واړاوه:

– راپسې راځئ. ګورئ خبرې به زه کوم. تاسې يوازې په قار په قار ورته ګورئ، بس!

جذابې تورکۍ په سونګېدو وويل:

– زه ډارېږم چې د ټولو مخکې سپکې سپورې راته ونه وايي.

برلا په برګو او ملامتوونکو سترګو وروکتل:

– څانګې! خدی ته وګوره! د چا نه ډارېږې؟ چې وډاره شوې خلک دې هم په سر سپرېږي. په ژوند په چا ری مه وهه! ټول کارونه جوړېږي. پوه شوې؟

– هو.

– ښه نو سترګې شخې که! نورې هم، نورې هم! دغسې! اوس نو راځئ!

دواړو ملګرو يې سرونه په غرور نېغ نيولي وو. درېواړه په کلکو او غټو ګامونو د هلک په لور روانې شوې. هغه د سترګو له کونجونو وليدل چې نجونې مخامخ ده ته په قهرجنو کتو ورنژدې کېږي. ځکه يې لومړی ساعت تر سترګو تېر کړ او وروسته يې نظر په راروانو کسانو وځغلاوه. تر څو وښيي چې چاته انتظار باسي او اوس بايد راورسي.

نجونې له رسېدو سره سم مخامخ په پړسېدلو څېرو ودرېدلې. برلا ژوره سا اخېستله. شونډې يې پرله پسې کېکاږلې او تر دسمال وتلی پېکی يې شمال خوځاوه. هغې په شخ او ظالمانه نظر د هلک څېره د خپلو سترګو تر بريد لاندې نيولې وه.

ځوان ورو سترګې ورواړولې. د هغوئ په ليدو يې حيرانتيا څرګنده کړه. ځان يې لږ سم کړ. يو چرسي ډوله لاروي د تېرېدو پر مهال ورته وروځې واچولې چې منم دې. خو د هلک څېرې په ځواب کې وويل چې ته زما له حاله څه خبر يې؟ برلا په هماغسې پړسېدلو سږمو په ملا لاسونه کېښودل او له غضبه ډک ټيټ غږ يې واېست:

– ته ولې هره ورځ زموږ مخې ته ولاړ يې، آ؟

هلک بيخي لارورکی شوی و. خوله يې تاوه راتاوه کړه:

– زه؟ څه شی؟ کله ؟ زه …

خو خبره يې جوړه نشوه. برلا زياته کړه:

– خپله خور او مور نلرې چې پرديو جنکيو پسې ګرځې؟

څانګې او لېمې په قهرجنو څېرو د ملګرې خبره تائيد کړه:

– ته خور او مور نلرې؟ آ؟

هلک کله دوئ ته کتل او کله لارويو ته. تا به ويل د خدايه غواړي چې څوک يې ددغو دريو بلاګانو له شره خلاص کړي. نجلۍ د هغه لاندينۍ غټې ژامې ته په ګوتې نيولو بيا په کلکه وويل:

– که مې بل وار وليدلې کنه، ورونه درپسې راولم. دسې دې ووهي، دسې دې ووهي چې خپل نوم درنه هېرکي. پوه شوې؟ ترپړه!

همدا يې وويل او درېواړه په سر او اوږو اچولو په خپله مخه روانې شوې.

د هلک تندی په خولو لوند و. ژر ژر يې سا اخېستله. تر هغو يې په نجونو پسې کتل چې د تل په څېر د راتلونکې ودانۍ له کونج څخه تاوې او پناه شوې نه وې. يوه وړه ببرسرې سوالګره راغله چې ورڅخه خير وغواړي. خو دهغه د وضعې په ليدو پويه شوه چې څه ورڅخه نه حصولېږي. کږې کږې يې وکتلې او لاړه. کله چې هلک لږ لږ بېرته خپل عادي حالت ته راغی نو د هوسايۍ ډوبه ساه يې واخېستله. سر يې وخوځاوه چې په عجيبه مصيبت اوښتی وم. وروسته په آرامو قدمونو او ځوړند سر تر سرک تېرشو.

د هغې ورځې په سبا لېمې او څانګې نوموړي ځای ته تر رسېدو مخکې له برلا سره د هماغه هلک په اړه ټوکې کولې. لېمې، چې د موسکا له امله يې سترګې نورې هم نرۍ شوې وې، په ملنډو وويل:

– برلاګۍ! انډيوال به دې بيا املته په انتظار ولاړ وي. په زړه کې به وايي اخ زما ګرانې برلا! زما د زړه ټوټې! ته چېرې يې؟

درېواړو وخندل. کله چې هغوئ نوموړي ځای ته مخامخ شوې، له لېرې يې سترګې وګرځولې. خو هغه هلته نه و. همدا چې هماغه ځای ته راورسېدلې څانګې په پارېدنه او ټيټ غږ وويل:

– ما وليده. ګورئ ورته مه! د سرک پورې غاړه ولاړ دی.

درېواړو خپلې لارې ته د پخوا په څېر دوام ورکړ. هلک چې وليدل نجونې تېرې شوې له لېرې ورپسې غلی غلی روان شو. نجونو به کله ناکله په طبيعي ډول د خبرو په ترڅ کې مخ شاته واړاوه. خو په سترګو به يې هلک ژر ژر ولټاوه. وروسته به يې له بېرته مخ اړولو سره خپلو دوو ملګرو ته خبر ورکړ چې نوموړی ورپسې په څومره واټن کې دی. هر ځل چې به د نجونو مخ راتاو شو هلک هڅه کوله ځان د کوم لاروي شاته پټ کړي.

دريمه ورځ هم همداسې تېره شوه. په څلورمه ورځ برلا بيا په پړسېدلو سږمو وويل:

– دا نو نه کېږي. تاسې راځئ! که نن راپسې شو بيا يې سابه په مالګه کوم.

نجونې په عادي توګه د پلې لارې په اوږدو تر دېواله تېرې او د ورپسې ودانۍ په کونج راتاوې شوې. خو دلته سمدلاسه په بيړه پټې شوې.

هلک په منډه منډه ځان د ودانۍ کونج ته ورساوه چې نجونې ورکې نکړي. همدا چې هلته تاو شو برلا يې يوناڅاپه مخې ته راووتله . هلک شټوهل او په بې وارۍ په شا لاړ. درېواړه نجونې وړاندې ورغلې. برلا په غاښچيچي وپوښتل:

– نوم دې څه دی؟

مخکې تر دې چې هغه ځواب واوري په لا لوړ غږ يې خپله پوښتنه تکرار کړه:

– نوم دې څه دی؟

هلک په ټکنۍ ژبه وويل:

– نوم ، نوم مې…..

– هو نوم دې. که نوم نلرې. ستاسې په کورنۍ کې لکه چې د نوم کېښودلو رواج نشته.

دواړو ملګرو يې په زوره زوره وخندل. دغه کار هلک په غېرت راوست. وارخطايي يې يودم والوتله او په آرام او جدي غږ يې وويل:

– خيبر مې نوم دی. څه يې کوې؟ ستا نوم څه دی؟

جلۍ خپله وړه ولاړه پزه او شوخې سترګې يوې خوا ته کږې کړې وروسته يې بېرته په قهر ورواړولې:

– زما نوم او ستا د نيا نوم يو شی دی. ښه؟

بيا يې ملګرو کټ کټ وخندل. برلا زياته کړه:

– ګوره خيبريه چايبريه! دا ځل خو مې بياهم درته اوصېله وکړه. که بل ځل په موږ پسې وې کنه، نو کباړي چايبر به درنه جوړ شي. پوه شوې؟ هو. زه چې څه وايم امغسې کوم .

هغې د خيبر سترګو ته په نيغو کتلو د خپلو ملګرو په لور لاس ونيو:

– دوئ ته مالومه ده.

دواړو نجونو تائيدي سرونه وخوځول. خيبر غلي غلي په موسکا کتل او داسې برېښېدله چې د هغوئ د ليدلو څخه خوند اخلي. په رښتيا هم ورته د برلا ګوتڅنډنه، غاښچيچی، پړسېدلې سږمې، هر څه په زړه پورې ښکارېدل. لکه څوک چې د يو شوخ ماشوم بې ادبي زغمي.

نجونې لاړې، خو هغه تر ډېره وخته پخپل ځای کې ولاړ و. د هغوئ د لېرې کېدونکو بدنونو ننداره يې کوله. وروسته په موسکا او ځوړند سر په خپله مخه وخوځېد.

په سبا يې چې نجونو هر څومره سترګې وګرځولې خيبر يې ونه موند. هماغه و چې له ملنډو ډکې خندا سره يې خپله لاره ونيوله. همدا مهال خيبر د سرک د بلې غاړې د يوې مغازې نه راووت. په موسکا ورپسې روان شو. خو هڅه يې کوله چې دومره واټن وساتي چې ونه ليدل شي. يو وخت برلا خدايي د هغه نظر په خپلې شا احساس کړ:

– ای خدای مو مړې که! زه دسې فکر کوم چې کباړي چايبر د شا نه راته ګوري.

هغې څو ځله شاته وکتل خو ويې نه موند. دڅانګې په توره جذابه څېره کې اغزنه موسکا خوره شوه:

– هو عاشقان يو دبل نظر د شا له خوا هم احساسوي.

لېمې کټ کټ وخندل. برلا هغه غلې چونډي کړه څانګه وچونګېدله:

– اخ اخ اخ خدای دې مړه که! دا لاسونه دي که غاښونه؟

برلا سترګې تېرې او غږ ټيټ کړ:

– که خوله ونه نيسي غوښې به دې لکه په امبور وشکوم. ای غوږ کېدئ! راځئ بيا پټې شو!

دواړو ملګرو يې په ډېرې لېوالتيا وويل:

– راځئ! راځئ!

دا ځل همدا چې د کونج نه راتاوې شوې په بيړه يې ځانونه د خوږو مغازې ته ورسول. هلته يې د ويترين له لارې کتل چې خيبر ورپسې راځي که نه؟

تر لږ ځنډ وروسته هغه په رښتيا هم يوې او بلې خواته په وارخطا وارخطا کتلو راغی. د مغازې مخې ته په بيړه تېر شو. د درېواړو نجونو له خندا ډکې خولې يودم په حيرانتيا وازې پاتې شوې. دا ورځ يې هېڅ په ځان پوه نه کړ.

بله ورځ هغوئ مغازې ته داخلې نشوې، بلکې مخې ته يې ودرېدلې. همدا شېبه درې تنه لکه د يوې کارخانې توليد يو بل ته ورته جګ جګ، هډور هډور ځوانان هم لږ وړاندې ولاړ وو. هغوئ به وخت په وخت ددوئ خواته سترګې اړولې.

لږ وخت لانه و تېر شوی چې خيبر هم راپيدا شو. همدا چې په درېواړو نجونو يې سترګې ولګېدلې نو پښه يې ونيوله. برلا يې مخې ته ووتله او ورسره سم درېواړو ځوانانو ته يې د خيبر په لور اشاره وکړه:

– امدا دی.

هغوئ په غاښچيچي او پړسېدلو مخونو ورباندې رامنډه کړه. له رسېدو سره سم يې هغه تر سوکانو لاندې ونيو. خيبر د پرله پسې ضربو خوړلو له امله په ځمکه ولوېد. له هرې خوا ورباندې د لغتو بې له ځنډه ضربې چالانې وې. نور نو نجونو ددې وحشت د ليدلو وس نه درلود. ځکه يې سترګې په لاسونو پټې کړې.

دا مهال له کومې خوا پوليس راپيدا شول. ټول په جنګ کې ښکېل نارينه يې موټر ته واچول. برلا هم په خپله خوښه ورسره وختله. مګر ملګرې يې په هکو پکو سترګو په ځای ولاړې پاتې شوې.

په حوزه کې يې ټول يو دفتر ته ننوېستل. هلته د لوی مېز ترشا يو چاغ برېتور سړی ناست و. هغه ددوئ په ليدو نور هم ببر شو. خيبر دڅلورو کسو نه لېرې کېناست. برلا ببر کس ته ټوله کيسه وکړه. خو خيبر دا هر څه غلط ګڼل:

– ډګروال صيب! زه رښتيا ويم. تصادفي دسې برابرېدله چې چېرته زه درېدلم دوئ په امغې لارې تېرېدل.

برلا ورباندې راپورته شوه:

– بد ولې کوې؟ ته هره ورځ په موږ پسې نه راتلې، آ؟ آغه نورې جنکۍ راولم چې شايدي ورکي، آ؟

خيبر بېرته ډګروال صاحب ته مخ واړاوه:

– ښه دا وايي چې په موږ پسې راتلې. موږ دې ځورولو. که دسې وي ودې وايي چې زما د خولې يې کله کومه خرابه خبره اورېدلې؟ ځه! ودې وايي!

برلا چې هر څومره په فکر کې وګرځېدله، په رښتيا هم هغه هېڅکله بده خبره نه وه کړې. يوازې به ورپسې شاته روان و او بس. خو سره له دې برلا او ورونو يې همدا هم د هغه ناوړه قصد ګاڼه.

په پای کې ډګروال صاحب پوه شو چې هلک هم دومره ګناه نده کړې او د برلا ورونه هم ملامت ندي. هماغه و چې لومړی يې هغې او ورونو ته ګوتڅنډنه وکړه. ويې ويل چې دداسې کار د تکرار په صورت کې به هرومرو جزا ويني. د هر مشکل د آوارولو لپاره بايد د جنګ په ځای له پوليسو نه مرسته وغواړي. وروسته يې له خيبر څخه ژمنه واخېستله چې په راتلونکي کې د نجونو شا ونه نيسي. هغوئ د ډګروال صاحب له خوا په وړاندې شوي کاغذ لاسليک وکړ او ووتل.

په سبا يې درېواړو نجونو په تېره بيا برلا ډېرې سترګې ګرځولې چې خيبر وويني خو هغه نه ښکارېده. مګر نوموړي د پوليسو له ګوتڅنډنې سره سره له خپله کاره لاس اخېستی نه و. خواوس يې ددومره لېرې نه ددوئ ننداره کوله چې د ليدلو هېڅ امکان يې نه و. لېمې چې شاوخوا کوڅه له نظره تېروله وپوښتل:

– ښه، اغه بيا څنګه شو؟

برلا په خندا ځواب ورکړ:

– کباړي چايبر يادوې؟ اغه بيخي ترپړ دی. ومو ليدل کنه، ورونو مې وهل ورکول اغه يوازې ځان ساته چې ژوبل نشي. بيخي يې وار و پار خطا شوی و.

څانګې خپل مخ په خواخوږۍ وړاندې کړ:

– وۍ چې رښتيا ووايم زما پې زړه وسوزېده.

– خو نه به يې کول چې نه يې وای ليدلي.

– آسې خو ده. خو، خواغه بېچاره ستا د جوابه نه دی ستا ورونو ته به څه جواب ورکي. ښه، پوليسو کې يې څه ويل؟

– الته بيخي منکر شو. ويل مااېڅکله بده خبره ورته نده کړې.

هغه په خندا شوه بيا يې زياته کړه:

– بده خبره خو يې په رښتيا نده کړې.

لېمې په بې پروايۍ او ملنډو د هغې د خولې پېښې وکړې:

– بده خبره يې نده کړې. چې بده خبره يې نده کړې ولې اوس ورک دی. رذالت يې په زړه کې وو کنه. ځه دسې وهل يې وخوړل چې نور يې والله که په سترګو ووينې.

ټولو کټ کټ وخندل. خو خيبر دا هر څه له لېرې څارل او د برلا له خنداسره موسکی موسکی کېده. مګر هغې يوځل بيا داسې په امېد شاوخوا وکتل لکه په زړه کې چې د هلک څرګندېدو ته ډېره لېواله وي. ويي نه ليد. ډوبه سا يې واخېستله او په چورت کې يې سترګې ځمکې ته واړولې.

يوه ورځ برلا بيا څانګې او لېمې ته د تل په څېر په تلوسه او تمثيل کيسه کوله. دوه تنه اوږدڅڼي ځوانان له سپورټي اندامونو سره له لارې راوګرځېدل. د هغوئ ږيرې د نرۍ کرښې په شان د لاندينۍ شونډې له مينځ نه پيل شوې او د زنې له سر نه ستوني ته تېرې شوې وې. دواړه بې له ست او سلا له دوئ سره په خبرو بوخت شول. نجونو د خلکو د شرمه هڅه وکړه چې هغوئ په آرامه وپوهوي چې ددوئ د لارې خنډ نشي. برلا وويل:

– ګوره وروره! موږ پرېدئ خپل کار ته!

يو تن چې ننوتو سترګو يې په دوئ د ډار څپه راوستله په خندا شو:

– ورور راته مه وايه خويندې مې ډېرې دي.

دويم تن د ملنډو موسکا وکړه:

– تاسې خو کار نلرئ يو بل ته موکيسې کولې.

څانګې په رپېدونکو شونډو په زارۍ وويل:

– خير، خير دی وروره! لاړشئ موږ پرېدئ!

خو هلکانو لاس نه اخېست. لکه شني کلک نښتي وو چې همدا کيسې موږ ته هم وکړئ! کله کله به په ځوروونکې موسکاد هغوئ مخې ته ودرېدل او لاره يې نه ورکوله. د برلا نوره حوصله تنګه شوه. په لوړ غږ يې اختار ورکړ چې که لاړ نشي نو خپلو ورونو ته به زنګ ووهي او دوئ ته به ښه وهل ورکړي. خو هلکانو يوازې په ملنډو او خندا د ډار تمثيل وکړ.

درېواړه نجونې د ژړا تر بريده رسېدلې وې چې همدا مهال په ناببره توګه، د چا خبره د ځمکې له تل څخه خيبر راپيدا شو. په داسې قهر چې تر سترګو يې اورونه ورېدل د هلکانو په لور روان و. له رسېدو سره سم يې بې له ځنډه په هغوئ بريد وکړ. د سوکانو او لغتو باران يې جوړ کړ. په پيل کې دواړه ځوانان چې دداسې يوې پېښې اټکل يې نه کاوه، بيخي بې واره شول. خو وروسته يې د وضعې تحليل وکړای شو. بېرته راوګرځېدل او په ده يې د ګوزارونو طوفان راوست. د خيبر بريدونه شنډ شول. خو د هغوئ ګوزارونو هم په هغه همدومره اغېزه لرله لکه څوک چې توپ په دېوال وولي، هغه بېرته راوګرځي. همداسې به هغه هم تر هر سوک خوړلو وروسته بېرته راتاو شو، او هېڅ يې لاس نه اخېست.

شخړه پينځه دقيقې ښه په زور او درز روانه وه. شاوخوا خلک راټول شول. هغوئ د ځان له ډاره لاس نه وروړ. يوازې يې په خوله ويل چې مه کوئ! هلک مو مړ که! پرې يې ږدئ! برلا او ملګرو يې هم څه نه کول هغوئ دې ته هک پک وو چې خيبر له کومه راپيدا شو؟ او بل، ننګه کول به يې ښه وي که نه؟

په پای کې څو تنه نور ځوانان مينځ ته شول او دوئ يې بيل کړل. دواړه ځوانان بې له ځنډه په خپله مخه روان شول. خيبر په وينو ډکه خوله او غُصه د هغوئ تر شا کتل. خو د نجونو خولې هماغسې له ډېرې حيرانتيا وازې پاتې وې. يو وخت ټولې همزمانه له هېښتيا راووتلې. شاوخوا يې وکتل ويې ليدل چې هاغه هلکان بيخي نه ښکاري. څانګې توربخن جذاب مخ د برلا په لور وړاندې او د خيبر په لور يې د سترګو اشاره وکړه:

– ای مرګټې! مننه ورنه نه کوو؟

برلا په ټيټ او خپه غږ ځواب ورکړ:

– ستاسې خوښه، زه نه ځم.

– ولې؟ اغه ځان ټوک ټوک که، زموږ دپاره.

– نه نه، زه څنګه ورسره مخامخه شم. ما ورته څونه بدې خبرې کړي.

څانګې لېمې ته سترګې واړولې او په اشاره يې وپوښتل چې زه او ته نه ورځو؟ هغې خپل غومبرور مخ تائيدي وخوځاوه. دواړه خيبر ته نژدې ورغلې لېمې په ملامته څېره او ټکنۍ ژبه وويل:

– ورو، وروره ! خير يوسې، مننه!

خو خيبر يوازې ورته سر وخوځاوه او ورسره سم سيخ د برلا څنګ ته راغی. هغه لږه بې واره شوه. خيبر يې سترګو ته په ځير ځير کتلو وپوښتل:

– دا رذيلانو خو ډېر ونه ځورولئ؟

هغې د نه په معنی سر وڅنډه. خيبر يې لنډه شېبه هماغسې سترګو ته ځير و. وروسته يې شا واړوله او روان شو. خلکو حيرانې حيرانې کتلې چې څه خبره ده؟ وروسته هر يو په خپله مخه لاړ.

خيبر په آرامو ګامونو روان و او هر ځل يې په لاس د مخ او پزې وينې پاکولې. درېواړه نجونې پخپل ځای ولاړې وې او ورپسې يې کتل. هغوئ ليدل چې هغه په تلو تلو کې هر ځل خولې ته لاس پورته کوي چې وګوري اوس هم وينه ځي که نه؟ څانګې پرته له دې چې برلا ته مخ واړوي وويل:

– تا ويل ترپړ دی. دا خو ډېر ګلالی هلک وخته. نن زمان ولا که ورور درباندې دسې غيرت وکي.

لېمې خپلې نرۍ سترګې راتاوې کړې:

– هو کنه، که دی نه وای اغو سپيانو کله خوشې کولو. زه ډارېدمه چې لاس راوانه چوي.

خو برلا اوس په چپه خوله او نمجنو سترګو خيبر ته کتل. يو وخت يې ناڅاپه د هغه په لور تېز ګامونه واخېستل. دواړه ملګرې يې هکې پکې ځای په ځای ولاړې وې. برلا په لاره کې دسمال له دستکول نه راواېست او له رسېدو سره سم يې ور وړاندې کړ:

– هه! په دې خوله پاکه که!

دا ځل خيبر هغې ته حيران پاتې شو. داسې برېښېده چې د هغې له خوايې ددا ډول عمل توقع نه لرله. وروسته يې لاسونه شاته ونيول لکه له دسمال څخه چې ډارېږي:

– نه نه، مننه! دا چټلېږي.

– پروا نه کوي، زما ندی په کار.

– مننه خير يوسې، وينه وچه شوه.

برلا يې سترګو ته بيا په خپلو شوخو سترګو جدي وکتل:

– چې وايې نه خلې، خپه کېږم. تا زموږ دپاره ځان تيکه تيکه که، موږ نه يو دسمال ناخلې.

برلا په لوی لاس موږ موږ ويل ترڅو وښيي چې هغه دا هرڅه د درېواړو لپاره کړي. خو خيبر د هغه سترګو ته داسې مړاوي وکتل چې يو دم يې شوخي ورڅخه والوزوله:

– چې خپه کېږې بيا يې اخلم.

لومړی يې لاس په خپل پتلون پاک او وروسته ور اوږد کړ. دسمال يې واخېست. داسې يې په ګوتو کې ورو ورو ومروړه تا به ويل د نرموالي نه يې معلوموي چې له ورېښمو جوړ دی، که له بل شي؟

– مننه، ډېره مننه!

برلا، چې د خيبر د حيا تر اغېزې لاندې راغلې وه، سترګې د تائيد په معنی نرمې پټې او بېرته وازې کړې:

– تانه هم مننه!

هغې ورو مخ شاته واړاوه او تېزه روانه شوه. اوس خيبر د هغې تر شا تر هغو کتل چې له خپلو ملګرو سره يوځای د پوهنتون په لور وخوځېدله. بيا يې دسمال په لاس کې واړاوه راواړاوه. بوئ يې کړ او په احتياط يې په جېب ومانډه چې خيرن نشي. وروسته يې د کور په لور له حرکت سره بيا په لاس د خپلې وينې پاکول پيل کړل.

په سبا يې برلا او ملګرو ډېرې سترګې وګرځولې خو خيبر نه ښکارېده. دوه ورځې نور هم معلوم نشو. ملګرو يې په ملنډو ويل چې کباړي چايبر ولې نه ښکاري؟ خو برلا ډارېدله چې جنګ يې بدن ته کوم کاري زيان نه وي رسولی. د هغې سودا له يوې ورځې بلې ته زياتېدله. تر دې چې په دريمه ورځ لېمې خپلې د مار په څېر سترګې ورواړولې:

– ای مرګټې! ستا ورته څونه سودا ده. بلا ورپسې.

– نه دسې مه وايه! د چا ښه بايد سړی هېر نکي.

څانګې خپل توربخن غنمرنګی جذاب مخ په ملنډو وروړاندې کړ:

– اولولولو شازاده ورک دی. ځه غلې شه! په تا څه وشوه؟ تا خو په چا کې ری ام نه واهه.

– پرې مې دئ! اسې چټي غږېږئ.

برلا همدومره وويل نور يې مخ بلې خواته واړاوه. هغې چې په دنيا کې يې خفګان نه پېژاند اوس په اندېښنه شاوخوا سترګې ګرځولې. هغه هم د يو داسې هلک لپاره، چې مخکې يې بې کچې بدايسېده. د څېرې څخه يې څرګندېدله چې څومره په بې صبرۍ يې زړه دهغه ليدل غواړي.

په څلورمه ورځ خيبر د پلې لارې په اوږدو دېواله ته تکيه کړی ولاړ و چې په دريو ملګرو يې سترګې ولګېدلې. هغه بې له ځنډه مخامخ ورغی. تر روغبړ وروسته يې دسمال وروړاندې کړ:

– ډېره مننه. دا، دا زمانور په کار ندی.

برلا ته د دسمال بېرته اخېستل يو ډول شرم ښکارېده. ځکه يې ژر وويل:

– نه نه نه، ما خو ددې دپاره نه دی درکړی چې بېرته …

– خير يوسې! کار وشو.

لېمې او څانګې کله يو او کله بل ته حيرانې حيرانې کتلې. برلا د هغه تر ډېر ټينګار وروسته دسمال واخېست. خو د اخېستلو سره سم د خپلې ښځينه ځيرنې له کبله پوه شوه چې دا هاغه ندی چې دې ورکړی و. مګر ځان يې غلی کړ او خپلو خورلڼو ته يې هم په دې اړه څه ونه ويل. دا يې لومړی ځل و چې له ملګرو يې هم خبره پټوله.

وروسته له دې خيبر له دوئ سره آزادانه روغبړ او يو د بل د حال پوښتنه کوله. کله ناکله به برلا ورته آن د هغو خوړو يوه برخه ورکوله چې له ځان سره يې پوهنتون ته وړل. هغې د خيبر سره ځان ډېر خوشحاله احساساوه. د هغه څرګندېدو يې په وضع کې ښکاره بدلون راوست. کله ناکله يې يوه نيمه ټوکه هم ورسره کوله.

خو خورلڼو ته يې له پردي هلک سره دومره نژدې اړيکې ښې نه برېښېدلې. هغوئ وروسته له څو ورځو بحثونو په برلا ومنله چې خيبر ته ووايي چې له دوئ سره له ډېرو خبرو کولو ډډه وکړي. تر څو يې خپلوان ونه ويني او ورباندې بدګمانه نشي. مګر عجيبه وه. هاغې زړورې برلا د خپل خوئ اپوټه نشوای کولای هغه ته دا خبره په زړورتيا وکړي. په پای کې د ملګرو د ډېر ټينګار له امله يې ورته ياده کړه:

– خـ خـ خيبره وروره! ته خپه کېږه مه! څانګه او لېمه، اغوئ ډارېږي که خپلوان موږ تاسره وويني بدګمان به وکي….

خيبر غلي ځمکې ته کتل. برلا زياته کړه:

– نه نه، مـ موږ پوېېږو چې ستا په زړه کې څه نشته خو…

خيبر ورو مخ ور واړاوه او په کلکه يې وويل:

– زما په زړه کې يو څه شته …..

د برلا په سينه کې سا بنده شوه. خوله يې وازه او سترګې يې پرله پسې رپېدلې. خيبر تر لږ ځنډ کتلو وروسته زياته کړه:

– ته ښه پوېېږې، چې زما ډېره خوښېږې.

برلا داسې تروره شوې وه چې هېڅ نه پوهېدله، څه ووايي. هغې څو ځله خپلو ملګرو ته، چې لېرې ولاړې وې، سترګې واړولې چې خبرې خو نه اوري. وروسته يې بيا د څه ويلو هڅه وکړه:

– دا خو، موږ خو، ته خو…

خيبر بيا په ستوني کې ډوب خو پرېکنده غږ واېست:

– زه نور نه پوېېږم. ته زما دونه خوښېږې چې، چې، چې بې تانه ژوند نشم کولی. زه، زه پوېېږم ته خپله شوخه، خوشاله او زړوره جلۍ يې. زما غوندې غلی سړی به دې خوښ نه وي. خو امدا شوخي دې هم زما ډېره خوښېږي.

هغه يوه شېبه غلی شو، بيا يې خوله پرانېستله:

– اغه دی. راځه مخامخ راته رښتيا ووايه! چې زه دې خوښېږم که نه؟

د برلا تښتېدلی رنګ نورهم وتښتېد. خيبر سترګې ځمکې ته ښکته کړې او زياته يې کړه:

– که،که نه دې خوښېږم درسره وعده کوم چې بيا به اېڅکله ما ونه ويني.

برلا اوس له ډېرې بې وارۍ کله خپلو لېرې ولاړو خورلڼو،کله په ځغلنده نظرخيبر او کله يوې او بلې خواته کتل. په پای کې يې سر ټيټ واچاوه. پرته له دې چې څه ووايي د خپلو ملګرو خواته په منډه لاړه. خيبر لومړی په حيرانتيا ور وکتل وروسته په موسکو شونډو په خپله لاره روان شو.

دوه ورځې وروسته يې مرکه ورولېږله. د برلا کورنۍ د فکر او څېړنې لپاره وخت وغوښت. د خيبر سخت زړه ډبېده. هسې نه چې د هغې ورونه پوه شي چې دا هماغه هلک دی چې دوئ ورسره جنګ کړی دی.

خو دويم ځل دده د اټکل خلاف مرکه له شيريني او دسمال سره بېرته راستنه شوه. سر بېره پردې يې راتلونکې جمعه د کوژدې ورځ ټاکلې وه. خيبر بې کچې خوشحاله و. ډېر يې زړه غوښتل چې لاړ شي خپله دغه خوشحالي له برلا سره شريکه کړي. مګر تر جمعې پورې يې ونه ليدله.

تر کوژدې درې ورځې وروسته هغه له لېمې او څانګې سره بيا د پوهنتون په لور روانه وه. همدا چې له فرعي سرک څخه تېره شوه مخامخ يې سترګې په خيبر ولګېدلې. هغه بيا په هماغه پخواني ځای کې دېوال ته تکيه کړی ولاړ و. برلا خپلو خورلڼو ته مخ واړاوه او په قهر يې وويل:

– تاسې ودرېږئ! دغه سپينسترګي بيا زما مخه نيولې.

دواړه نجونې هکې پکې شوې. نه پوهېدلې چې برلا اوس ولې په قهره ده. هغه په کلکو ګامونو او ګورېجنه څېره راغله خيبر ته مخامخ ودرېدله:

– ته ولې هر وخت زما مخې ته ولاړ يې آ؟ خور او مور نلرې؟

خيبر هم سترګې برګې کړې:

– هيله کوم، خوله مو په واک کې ونيسئ! زه کلونه کلونه يو چاته منتظر وم. بې د اغې مې کور او زړه تياره، باغ او شونډې سپېرې، ژوند او سترګې بې نوره دي. نن مې زړه وايي چې اغه راځي. چې راغله اوله پوښتنه به ورنه کوم چې زه يې هم د زړه په کوم کونج کې ځای لرم که نه؟

د برلا سترګې له خوښۍ نه ډنډ ډنډ شوې. ډوبه سا يې واخېستله. شونډې يې پرانېستلې او په ډک ستوني يې وويل:

– سترګې خلاصې که! اغه دې مخ ته ولاړه ده. اغه زه يم او پوېېږې؟ هر وخت حاضره يم چې د ژوند وروستۍ سا هم تر تا صدقه کم. هو، پام دې وي زه چې څه وايم امغسې کوم.

دا ځل د خيبر سترګې هم نمجنې شوې. ناڅاپه دواړو کټ کټ وخندل. سترګې يې پاکې کړې. همدا شېبه څانګه او لېمه هم نژدې راغلې. هغوئ ته يې بيا د کوژدې مبارکي وويله او ټول د پوهنتون په لور روان شول.

تر واده پورې خيبر هره ورځ پخپل پخواني ځای کې درېده. برلا دوئ يې تر پوهنتون پورې رسولې او پس له هغې خپل کار ته ته.

واده وشو. د خيبر يوه بې اولاده ترور، مشران ورونه او خويندې تر تخت جمعۍ پورې ددوئ کره پاتې شوې.

ټول خوشحاله وو. خو د خيبر مور هاغه د چا خبره د خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاېېدله. د هغې وروستی آرمان، چې د کشر زوی واده و، پوره شوی و. سربېره پر دې هغه ډېره زهيره شوې او د کور د کار وسه يې نه درلودله. تر دې وروسته يې دا بار هم تر اوږو کوز شو. د خيبر مشرانو ورونو پرېکړه وکړه چې خپله مور له ځان سره بوځي. ځکه چې اوس هغه د ښځې خاوند او د مور اوسېدل ورسره حتمي نه و. بل يې نوی واده کړی و. پرېږده چې دوه په دوه په خوشحالۍ وخت تېر کړي.

خو برلا خپله خواښې پرې نښودله. ويې ويل چې زه نه د تاسې غوندې بچي لرم او نه وظيفه. د پوهنتون نه هم فارغه يم. کولای شم د هغې تر ټولو ښه خدمت وکړم. مور هم ورسره په خوښۍ پاتې شوه. سر بېره پر دې خيبر خپله ترور، چې د اولاد د نشت نه سخته کړېدله، هم ټينګه کړه چې څو ورځې نورې هم تېرې کړي.

له خوښيو ډکې ورځې يوه په بلې پسې اوختله. خو ناببره د واده په دويمه مياشت يې مور سخته ناروغه او بيخي پر ځای پرېوتله. برلا يې په پوره زغم او ريښتينولۍ خدمت کاوه.

يوه ورځ لېمه او څانګه د هغوئ کور ته راغلې. لېمې هغه پخپله پراخه غېږه کې کلکه ونيوله. په مخ يې ښکل کړه او وروسته يې په ولاړو په شوخۍ زېری ورکړ:

– ای مرګټې! خبره يې؟ موږ په يو دفتر کې درېواړو ته کار پيدا کړی.

څانګې ژر د برلا لاس ونيو او په خندا يې وويل:

– تر دې وروسته به بيا د پخوا په شان ټولې په ګډه ځو، په ګډه راځو. بيا به ټوکې وي، کيسې، خنداوې.

خو برلا چې د هغوئ راتګ ته ډېره خوشحاله وه، په ټيټ غږ بلې کوټې ته اشاره وکړه:

– خواښې مې ناروغه ده، زه کله کولی شم.

دواړو ملګرو يې تندي تروه کړل، چې ګواکې خواښې ورباندې ظلم کوي. خو برلا ژر روښانه کړه:

– نه نه نه، خواښې مې ما د خپلې لور نه کمه نه ګڼي. زه يې هم نه پرېدم چې خواره شي.

لېمې په لږې خواشينۍ وپوښتل:

– نو موږ يوازې پرېدې؟

هغې بيا لېمه په مخ ښکل کړه او وروسته يې ورته د مهربانۍ موسکا وکړه:

– لېونۍ! ته نو د پرېښودلو يې؟ زماهم زړه غواړي چې بيا ګډ لاړ شو. ټوکې ټکالې وکو. خو تاسې ودرېږئ چې خواښې غريبه مې په خير سره جوړه شي. بيا به تصميم ونيسو.

له بده مرغه خواښې يې د يوې ورځې نه بلې ته بترېدله. تر څو چې يوه مياشت وروسته يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د مور مړينې خيبر ډېر کړاوه. خو د برلا غمشريکۍ او خواخوږۍ ورسره د دردونو په کمولو کې ياري کوله.

يوه اونۍ وروسته هغه د نورو انسانانو په څېر د مور له نشت سره روږدی شو. بېرته يې پام خپل ژوند ته واوښت. ورو ورو د پخوا په څېر په ټوکو راغی. کله کله به يې راتلونکي ته پلانونه هم جوړول، چې د ماشومانو تعداد پکې ځانګړی ځای درلود. هغه په پينځوتنو کلک و او برلا درې تنه بس ګڼل. خو ددې ټولو مخالفتونو سره سره هغې ته د ماشومانو په هکله د مېړه تلوسې خوند ورکاوه. خو ډېر ژر پوه شوه چې دا دهغه د دننني ډار نتيجه ده. ځکه يې هر کله د ماشومانو په هکله په خبرو کې خپله بې اولاده ترور د مثال په توګه راوستله.

يوه ورځ يې د څويم ځل لپاره په اندېښنه او ژورې سا اخېستنې بيا وويل:

– خدای دې نکي، چې د ترور غوندې نشو.

برلا په خواخوږۍ ور وکتل او بيا يې د هغه د زړه د ډار د لېرې کولو هڅه وکړه:

– خدای دې نکي! ولې به اسې شو؟ اغئ بېل خلک دي موږ بېل.

خيبر د هو په معنی سر وښوراوه:

– بېل خو دي. خو اغئ هم امدسې ويله چې ځه پيدا به شي ځه پيدا به شي، خو پيدا نشو. ددې زيمه واري څوک کولی شي چې پيدا به شي؟

برلا په پسته ژبه وويل:

– څه چې د خدای د خوا مقرره وي. زموږ يو استاد و اغه به تل ويل چې ژوند د سختيو او نيمګړتياوو فابريکه ده. انسان د هغو د لېرې کولو د لارې هاغه مبارز دی چې هېڅکله په مکمله توګه ورباندې بريالی کېدلی نشي.

خيبر په شونډو کې ترخه موسکا وکړه:

– ستاسې استاد هم ښه اوښيار و. نو څه يې ويل کېنه او ژاړه؟

– نه نه، اغه ويل که غواړو ژوند خوشاله تېر کو، نو يوازينۍ لاره داده چې دغه مبارزه ځان ته لوبه وګرځوو. اوبل، د خپلو وړو وړو کاميابيو نه خوند واخلو!

دواړو يو بل ته په سترګو کې وکتل وروسته برلا په موسکا د هغه په سر لاس تېر کړ:

– اندېښنه مه کوه! زر زړېږې.

– نه، څه اندېښنه مې کړې؟

– ځه ښه ده نو

– اغه دی، فکر کوم ستاسې استاد دا خبرې د کوم فلسفي کتاب نه ټکي په ټکي زده کړي. بيا د اغه نه تاسې حفظ کړي.

برلا وخندل:

– کېدی شي.

وروسته هغه په خبرو خبرو کې د برلا د دقيت د لېرې کولو لپاره ورڅخه وغوښتل چې په کوم دفتر کې وظيفه واخلي. د هغې هم زړه و، خو داسې ونه شول. تقدير ورته بل پلان تيار کړی و.

خبره داسې وه چې يوه ورځ ناڅاپي د خيبر تشو په درد پيل وکړ. هرڅومره کورني درمل چې يې وخوړل ګټه يې ونه رسوله. په پای کې اړ شو چې ډاکټر ته لاړ شي. تر معايناتو وروسته څرګنده شوه چې پښتورګي يې بيخي له مينځه تللي. که چېرې بل ور وانه چول شي نو په ډېر نژدې راتلونکي کې مري. سر بېره پر دې دا هم معلومه نه وه چې د هغه بدن نوی پښتورګی مني که نه؟

دغه ناڅاپي او ځوروونکي خبر نوموړی لار ورکی کړ. هغه پدې پيښه خپل ورونه او خويندې خبرې کړې. خو له مېرمنې يې پټه کړه. ورونه او خوېندې يې ددې لپاره چې خپل پښتورګی ورنکړي د داسې چا په لټه کې شول چې پښتورګی خرڅ کړي. ډېرې منډې ترړې يې وکړې خو څوک پيدا نه شو.

له بله پلوه د خيبر وضعه ورځ په ورځ خرابېدله. بدن يې سست او له خوراکه بيخي ولوېده. په پای کې اړ شو چې ځان بستر کړي. بيا يې هم له خپلو ورونو او خويندو وغوښتل چې برلا خبره نکړي. آن ډاکټران يې پوه کړي وو چې هغې ته ونه وايي.

يوه ورځ چې بيخي د مرګ په پوله ولاړ و، يو تن ډاکټر د هغه د مېرمنې نه پټول بې ځايه او ناروا وبلل. ځکه يې هرڅه ورته روښانه کړل. برلا له خبرېدو سره سم بې له ځنډه دهغه د ژغورلو په لټه کې شوه. خو د مېړه نه په زړه کې ډېره خپه وه. کله چې د نوموړي بستر ته ودرېدله، په نمجنو سترګو يې په ټيټ غږ وپوښتل:

– تا زما نه دونه غټه خبره پټه کړې ده؟

خيبر خپل زېړ مخ او په تورو کړيو کې راګيرې نمجنې سترګې مړاوې ورواړولې. د ژورې ساه اخېستنې له امله دسينې خرېدل يې له لېرې اورېدل کېدل. په سختۍ يې خوله خلاصه کړه :

– ما، څه وکم؟ زه مخکې مريض نه وم. که نه، تاسره مې واده نه کاوه.

د برلا د سترګو اوښکې وڅڅېدلې. تور ټيکری يې په سر راکش او په پلو يې اوښکې پاکې کړې. وروسته يې د مېړه د لاسه د شربت بوتل واخېست په المارۍ کې يې کېښود. بيا يې ګيله وکړه:

– ماته دا موهمه نده. زه ستا د يوې ورځې مينه په ټول ژوند نه ورکوم. خو تاته ګوره! تا رانه دونه غټه خبره پټه کړې. زه اېڅکله اېڅ شی د تانه نه پټوم.

خيبر په ډکو سترګو هماغسې مړاوې مړاوې ورکتل او پوهېده چې ملامت دی. خو هڅه يې کوله چې قانع کوونکي دلايل پيدا کړي:

– نو، چې ته خبره شوې وای، بې ددې نه چې وځورېږې، نوربه دې څه کړي وو؟

– اغه څه کوې چې څه به مې کړي و که نه؟ کله چې څوک د چا سره مينه لري، نو په غم اوخوشالۍ کې شريک وي.

خيبر په نالښت بلې خوا ته سترګې واړولې:

– دا د خولې خبرې دي. خلک دي نو هرڅه وايي. ايڅوک د بل درد نشي اخېستلی. هر وجود ځان ته ځان ته دی.

برلا په زړه تنګۍ شونډې کېکاږلې او بيا يې ګيله وکړه :

– مګر ما خو درته ويلي و کنه، چې حاضره يم خپله وروستۍ سا درنه قربانه کم. که زما په خبره باور نلرې؟

پدې وخت کې نرسان راغله خيبر يې په تذکره کې واچاوه. د برلا نه يې هم وغوښتل چې ورسره لاړه شي. خيبر په لاره کې په حيرانتيا له خپلې مېرمنې څخه وپوښتل:

– چېرې ځو؟

برلا په غريو نيولي غږ وويل:

– د عملياتو کوټې ته.

– ښه؟ څوک پيدا شوی چې ماته بډوډی راکي؟

– هو.

– کومه دی، څوک دی؟

– اوس راځي.

همدا مهال ټول په هغې کوټې ننوتل چې په سر يې ليکل شوي وو ( عملياتخانه ) .

کله چې خيبر تر انستيزي وروسته سترګې وغړولې، ټول ورونه او خويندې يې وليدلې، خو برلا نه وه. ټولو ورته په وار د عملياتو د کاميابېدو زېری ورکړ. شکرونه يې واېستل. هغه په موسکا مننه وکړه. خو نه پوهېده چې برلا ولې نشته؟ ډېرې يې سترګې وګرځولې په پای کې يې په ډوبه سا اخېستنه وپوښتل:

– برلا چېرې ده، هـــ.؟

ټول غلي شول. مشر ورور يې شريف، چې د نورو په قطار کې ښی خواته ولاړ و، په خواخوږۍ وويل:

– آ، آ، اغه د ښځو په واټ کې ده.

– اهـ د ښځو واټ، هـ.؟ الته څه کوي هـ..؟

بيا ټولو يو بل ته وکتل. شريف د مشر په حيث د جواب مسئوليت په غاړه واخېست:

– دا، دا خو د اغې د برکته ته جوړ شوې. اغې خپل بډوډی تاته درکه. وينه يې درسره جوړېدله.

نورو تائيدي سرونه وښوځول. د خيبر سترګې نمجنې شوې. وروسته يې وپوښتل:

– اغه، هـ.. ښه ده،هـ…؟

– هو، هو روکی! موږ ورغلي وو. امدا څو شېبې مخکې. اغه هم د انستيزي نه ووتله. جوړه تياره ده. غورې کوي. ډېره خوشاله ده چې ستا عمليات کاميابه تېر شوه.

خيبر سترګې پټې کړې او تر کونجونو يې اوښکې تويې شوې.

ورځو او شپو په سيالۍ يو د بل ځای نيوه. د ښځې او مېړه په وجود کې د يوې نه بلې ورځې ته ښه والی ليدل کېده. هماغه و چې وروسته له څه مودې يې رخصت کړل. په کور کې د څو ورځو په تېرولو بيخي روغ رمټ شول. ورو ورو يې د عمليات شپې او ورځې هم تقريباً هېرې شوې.

هو عمليات هېر شول خو هاغه د ماشوم د نه پيدا کېدو په هکله اندېښنه هېره نه وه. کله چې خبره کال ته ورسېدله نو د خيبر په ذهن کې داپه يو حقيقت بدله شوه. هره شېبه يې همدا پوښتنه په زړه کې ګرځېدله چې ولې مو ماشوم نه پيدا کېږي؟

برلا هڅه کوله هغه وپوهوي چې تر اوسه لا وخت شته. مګر په زړونو کې دواړو اټکل کاوه چې د خيبر ناروغي به د ماشوم د نه راوړلو لامل شوې وي. خو هېڅکله يې په خوله دې خبرې ته اشاره نه کوله. له بله پلوه دغې اندېښنې د يوې ورځې نه بلې ته د خيبر د بدن او ژوند نوې او نوې برخې لاندې کولې.

يوه ورځ يې ګاونډۍ جلۍ په خوښۍ د خپل ورور د پيدا کېدو زيری راوړ. له دې امله يې د خپل مور او پلار د ډېرې خوشحالۍ يادونه وکړه. برلا ورته مبارکي ورکړه. خو د خيبر څېره غمجنه شوه. کله چې نجلۍ بېرته ووتله خيبر له ځان سره په غږ وويل:

– هو نو، بايد خوشاله اوسي. ماشوم يې پيدا شوی.

برلا مړاوي ور وکتل وروسته يې په موسکا ټېلواهه:

– غلی! دسې دې وويل لکه موږ چې يوازې د ماشومانو دپاره ژوند کوو.

خيبر په خپلو پوځي وېښتانو لاس تېر کړ. په کوټې کې يې سترګې وګرځولې. دبرلا د نيمه لستوڼو سور کميس له وطني غاليو، جيګري ناليو، جيګري پردو او سپينې جالۍ سره يوه ښکلې همغږي جوړه کړې وه. په دغه ټولګه کې د ماشوم نشت ورته ستر کمی وبرېښېد. ځکه يې ډوبه ساه واخېستله:

– ماشوم د کور ښکلا ده. د کورنۍ بنسټ دی. چې اغه نه وي کورنۍ نشته.

– دا خو صيي. ته نو ولې دسې مايوسانه غږېږې؟ موږ ته به يې هم خدای راکي.

خيبر په مات زړه سترګې ورواړولې:

– په ما خو خدای راوستې، ته مې هم د ځان سره بدبخته کړې.

د هغه سترګې له اوښکو ډکې شوې. ځکه يې سر ښکته واچاوه. برلا چټکه پاڅېدله. د کړکۍ څنګ ته لاړه او په قهر يې وويل:

– دا دې څه شی شرو کړي؟ څوک وايي چې ته دسې يې؟ ډاکټر درته ويلي؟ نه. دا خبرې نور ونکې! که خدای دې نکي دسې وي هم، شخصاً ماته د ټولې دونيا نه ته موهم يې. ته چې راسره يې زه هرڅه لرم.

خيبر ترخه موسکا وکړه:

– دا د خولې خبرې دي، د وخت په تېرېدو هر څه بدلېږي. اغه وخت بيا څوک دسې نه وايي.

برلا لږه خوابدې شوه. دا ځل يې پرته له دې چې مخ ورواړوي په ټيټ غږ، خو په کلکه وويل:

– زما خبره خبره ده. ماته ماشومان، مور او پلار، خور او ورور دا ټول د زړه ټوټې دي. خو بېل بېل وجود لري. بېل بېل اينسانان دي. مګر ښځه او مېړه يوه ټوټه ده. يو وجود دی.

خيبر چې د هغې خواشيني وليدله، پاڅېده هغه يې ځان خواته راتاوه کړه او موسکی شو:

– ای لېونۍ! ته خپه شوې؟

برلا غمجنه موسکا وکړه. خيبر زياته کړه:

– ستا خبره زه بيخي منم. دا خو صيي ده. خو بياهم موږ پرته د ځانه دغو نورو ته هم ضرورت لرو. پدې خاطر چې اغئ نه وي سړی خپه کېږي. نوره اېڅ خبره نده.

– اسې خو ده، خو دا هرڅه د خدای تعالی په لاس کې دي. اينسان پکې اېڅ نشي کولی. نو چې اېڅ نشي کولی مايوسۍ ته څه اجت دی؟ په اغې خو کوم کار نکېږي. که شاوخوا وګورې ټول غمونه دي، مشکلات دي. ايڅوک تې خلاص ندی، که شتمن دی که غريب. پرېده يې، خپل ژوند خوشاله تېر که!

خيبر وخندل. هغه په زړه کې ډېر خوشحاله و چې مېرمنې يې داسې نظر درلود. ددې نه څرګندېدله چې که دی په رښتيا د ماشوم د نه پيدا کولو مشکل ولري نو برلا ورسره په خوښۍ ګوزاره کوي. همدا لامل و چې په خندا يې وويل:

– ايڅ خبره نشته ای ی ی. د خلکو پينځه شپږ کاله ماشومان نه پيداکېږي بيا پيداشي. زموږ خو تر اوسه کال تېر شوی. بيا په اغه کې هم مريضيانې شوې. نور کارونه شوه…

برلا هم موسکۍ شوه:

– هو کنه. خو ته دسې غږېږې چې د سړي خوا بده شي.

هغه يې د مټې په لڅه برخه لاس تېر راتېر کړ:

– سمه ده. نور دسې نه وايم.

برلا د هوسايۍ له سا اخېستلو سره د هغه په سينه سر کېښود.

وروسته تر دې دواړو هڅه کوله چې ددغه بحث نه ډډه وکړي. خو په زړونو کې دواړه، په تېره بيا خيبر منتظر و چې کله به يې د ماشوم پته لګي. مياشتې يو په بل پسې اوښتلې خو هېڅ نه پېښېدل. يوازينی شی چې پېښېدل هغه ددوئ د زغم کمېدل و.

يو نيم کال بل هم تېر شو. اوس دغې اندېښنې ددواړو په زړه پوره منګولې خښې کړې وې او ورو ورو يې خوړ. خو يوه هم په خوله شکايت نه کاوه. يوه ورځ خيبر ته چا په دفتر کې په ټوکو د ماشومانو د نشتوالي طعنه ورکړې وه. خپل کور ته له رسېدو سره سم يې وويل:

– برلا! ما، ما ويل يوه معاينه ونکم؟ دواړه به يې وکو. تر څو به دسې يو.

هغې په اندېښنه ور وکتل. نه يې غوښتل چې مېړه يې د خپل شنډوالي نه خبر شي. پوهېدله چې دا به د هغه اندېښنه نوره هم زياته کړي. نژدې ورغله. د هغه له لاسه يې د ترکارۍ کڅوړه واخېستله او پوست غږ يې پورته شو:

– معاينات به څه ګټه وکي؟ څه چې مو قسمت کې وي اغه خو بدلولی نشي.

– نه ولې؟ کېدی شي په دوا جوړ شو.

– که جوړ نشو؟

خيبر يخن قاق واېست او پرځای يې کميس واغوست. وروسته يې سوړ اسوېلی وکېښ:

– اغه بيا بېله خبره ده.

– چې اولاد وي که نه وي ماته دونه خبره نده.

خيبر يې خبرو ته ځير شو:

– دا دونه خبره نده؟

– هو . ګوره ګرانه! زما او ستا چې يو بل سره مينه پيدا شوه آغه وخت ماشوم بيخي زموږ په پام کې هم نه و. موږ يو دبل سره مينه لرله بس. که دسې نده؟

– امدسې ده.

– ښه نو اوس هم که اولاد ولرو که نه، زه او ته خو يو. په موږ کې کوم تغير ندی راغلی.

خيبر ورته په ناڅرګند نظر غلې غلې کتل. هغې بيا خبره مخکې کړه:

– زه وايم راځه يو ماشوم چانه واخلو، لوی يې کو. که خدای خپل راکه دابه هم وي اغه به هم وي. او که نه دا خو به وي. سات به مو ورسره تېر وي. حتمي خو نده چې څوک خپله ماشوم وزېږوي. هر ماشوم چې دې لوی که امغه دې اولاد دی.

د خيبر په نظر کې لږ خوږوالی راڅرګندشو. هغې د خپلې خبرې د روښانه کولو لپاره ژر زياته کړه:

– ندي دې ليدلي؟ د ډېرو خلکو د خپلو اولادونو نه زړه تک شين وي تک شين. ټوله خبره په تربيه کې ده. هر ماشوم چې دې ښه تربيه که امغه دې په درد لګي.

د خيبر سترګې ډکې شوې او په عاطفي غږ يې وويل:

– ته څونه ښه جلۍ يې.

برلا ورته موسکۍ شوه. هغه په لږې شوخۍ زياته کړه:

– ستا خبره بيخي سمه ده. مګر اول به وګورو چې څه خبره ده او څه کولی شو؟

هغه د ملامتۍ موسکا وکړه او وروسته يې په مات زړه زياته کړه:

– او که کومه خبره راکې وه بيا به د چانه ماشوم واخلو. چاره نش…

برلا يې په بيړه خبره پرې کړه:

– غلی شه غلی! اېڅ خبره درکې نشته. چې وي هم کومه خبره نده.

خيبر بيا ورته خوږې خوږې وکتلې او له ډوبې سا اخېستنې سره يې غېږې ته راکش کړه.

په سبا يې دواړه ډاکټر ته لاړل. معاينات يې وکړل. په نتيجه کې د دواړو د اټکل خلاف څرګنده شوه چې خيبر جوړ تيار او برلا شنډه ده. ددغه ناڅاپي بدلون له امله د هغې زړه ته د ډېرې ملامتۍ دردوونکي احساس لاره پيدا کړه. (( اسې نه چې خيبر فکر وکي چې زه د پخوانه په ځان خبره وم او ځان مې ورباندې تاوان کړی دی )) خو بيا هم د پخوا په څېر په دې عقيده وه چې د دوو تنو په ژوند کې، چې يو له بل سره مينه ولري، دا دومره لويه ستونزه نده. د بېرته راستنېدو پر مهال تر کوره پورې دواړه غلي وو. کله چې کوټې ته ننوتل او هر يوه بېل بېل بالښت ته تکيه وکړه برلا د چورت وړي خيبر په لور مخ واړاوه:

– ما اېڅکله دا احساس ندی کړی چې زه اولاد نشم پيدا کولی. بل ډاکټر ته لاړ نشو؟

خيبر په نيولي غږ او ځمکې ته په کتلو وويل:

– نه، اغه وويل سل په سلو کې مالومه ده چې ته اېڅکله اولاد نشې راوړلی. دوا دارو ګټه نلري.

ورپسې يې سوړ اسوېلی وکېښ:

– قسمت وايه!

برلا سترګې بندې او ټټر يې له درده تودواله او دروندواله احساس کړه.

وروسته تر دې خيبر د پخوا په پرتله غلی شو او د ژوند ټولې ناخوالې يې په زړه پټې تېرولې. خو برلا اوس دا هرڅه د پخوا په پرتله ډېر احساسول او ورسره ځورېدله.

د وخت په تېرېدو برلا ته د خيبر په چلند او عصبي حالت کې د بدلون لا زياتې نښې څرګندېدلې. په ډېرو شيانو چې پخوا يې ورته دومره پام نه کاوه اوس په قهرېده. د پخوا په پرتله يې قهر هم ډېر وخت له څېرې څخه نه لېرې کېده.

يوه ورځ د وظيفې نه همدا ګړۍ ستړی ستومانه راغلی و. برلا ورڅخه وغوښتل چې د کور د مخې دکان نه اورلګيت راوړي تر څو ورته چای تيار کړي. خيبر په قهر مخ بلې خواته واړاوه:

– دا دی نو، اوس به ټول عمر په وړو وړو شيانو پسې ددې دروازې تر خولې هم زه ځم.

دا برلا ته د هغې د شنډوالي د ستونزې يادونه وبرېښېدله. ځکه يې طبعه لږه ورانه غوندې شوه. خو هڅه يې کوله چې په څېره کې يې څرګنده نشي. ځان يې د ناليو په سمولو بوخت کړ. مګر د خيبر له سترګو پټه پاتې نشوه. کله چې يې درېشي بدله او ملي جامې واغوستلې مغز يې لږ آرام شوی و. د خپلې مخکينۍ خبرې له امله ورته ځان ګرم وبرېښېده. پاڅېده چې په اورلګيت پسې لاړ شي. پدې وخت کې برلا پتنوس په لاس کوټې ته راننوتله. خيبر په تعجب وپوښتل:

– اورلګيت دې د کومه که؟ کور کې و؟

– نه، ما ويل ته ستړی يې خپله لاړم رامې وړ. زر مې درته دوه پيالې چای باندې که. دستي جوش شو.

هغه بېرته کېناست او غلی په چای څښلو لګيا شو.

تر دې وروسته برلا هره شېبه د هغه دنننۍ لالهاندي او غم احساساوه. ورسره يې د ځان د ملامتۍ عقيده لا قوي کېدله او بې کچې ځورېدله.

هرکله به چې دوئ له ماشومانو سره مخامخ شول د هغې ټول پام به خيبر ته و چې په وضعه کې يې څه بدلون راځي؟ په تېره بيا کله به چې د خيبر ورېرونه يا خوريان په ميلمستيا راغلل. هغې ليدل چې تر بېرته تګ پورې به يې د مېړه په زړه د غمونو غر پروت و. د ماشومانو هر حرکت، خندا، شوخۍ، ناز به ورباندې د قهر نوې او نوې څپې راوستلې. په ډېره مشکله يې دا احساس پټاوه.

هغه د مېړه په دغه حالت سل ځله ډېره ځورېدله. ددې لپاره چې خيبر دداسې حالت سره مخامخ نشي د خپلوانو کورونو ته تګ راتګ يې کم کړ. دغه کار د خيبر په زړه و. ځکه يې هېڅ مخالفت ونه کړ. سربېره پر دې هغه آن د اختر په لومړۍ ورځ هم دروازه وتړله. د برلا څخه يې وغوښتل چې د ټکېدو په صورت کې ځان غلی ونيسي او چاته يې وازه نکړي. برلا په حيرانتيا وپوښتل:

– که ستا خويندې او ورونه راشي؟ يا زما څوک راشي؟

– اېچاته يې مه وازوه! بېرته به لاړ شي. که موبايل ته يې زنګ وواهه وبه وايو چې د کور نه وتي يو. رنګ يې ورک که!

برلا د هغه په غمجنې څېرې کې غټې لاندېنۍ ژامې ته وکتل. هاغه شوخي يې په سترګو کې وګرځېدله چې د کوژدې او واده په لومړيو ورځو کې يې لرله. زړه يې ډک شو. وروسته يې په پسته ژبه وويل:

– څه به دلته غلي غلي، يوازې ناست يو. راځه …..

خيبر د هغې خبره په چيغه پرې کړه:

– نو څه وکو؟ آتڼ وکو؟ څه لرو چې خوشالي وکو؟

برلا شټوهل او وروسته يې اوښکې وڅڅېدلې. خيبر په بې پروايۍ وپوښتل:

– ولې ژاړې؟ ما خو څه درته ويلي ندي.

– نه اسې مې زړه ډک شو. اغه دی، ما ويل……

خيبر په ځير او زيږ نظر د هغې سترګو ته کتل. برلا داسې څه غوښتل ووايي چې د ويلو جرئت يې نشو کولای. په پای کې يې له خولې ووتل:

– اغه دی، ام….. ما ويل که دسې وکو، يو ماشوم به خو نو اوس د چا نه واخلو کنه. لوی به يې کو، لږه به آغه پخوانۍ خوښي بېرته کورته راشي.

خيبر د کړکۍ له لارې انګړ ته وکتل. هلته چوپه چوپتيا وه. آن مارغان نه ښکارېدل. تا به ويل هغوئ ډارېږي چې دغه کورته په راتلو به د کورنۍ د يوازينيو دوو غړيو په خفګان دوئ هم اخته شي. وروسته يې خوله خلاصه او په درانده غږ وويل:

– که قراني اولاد ولرو څه ګټه لري؟ اغه بياهم خپل اولاد ندی، پردی دی.

برلا په داسې حيرانۍ ور وکتل لکه ددې خبرې د اورېدو توقع چې يې بيخي نلرله:

– نو څه وکو؟

خيبر ناڅاپه غږ لوړ کړ:

– زه څه پوېېږم.

برلا، چې اوښکې يې له سترګو څڅېدلې، په شک وپوښتل:

– تا خپله د مايناتو نه مخکې ويل کنه، که بله اېڅ لاره نه وه بيا به قراني اولاد وروزو.

خيبر دا ځل بيا چيغه کړه:

– ما ډېرې خبرې کړي. ته به نو هره يوه کلکه نيسې، چې دسې دې ويلي.

برلا بيا شټوهل. وروسته يې په ټيټ غږ په عاجزۍ وويل:

– ما ويل چې ماشوم وي لږ به دې سات تېر شي.

مېړه يې بيا مخ انګړ ته واړاوه. اوس هلته يوې ګوګوشتکې د ديواله پر سر د خپل بچي ټونګه په خپلې ټونګې کې نيولې وه. پرله پسې رپېدله، ترڅو يې له جاغور څخه دانه د بچي خولې ته لاړه شي. خيبر هغې ته په کتلو په ډک ستوني وويل:

– دا د قسمت خبره ده، زما به قسمت خراب وي.

ددې سره يې له سترګو اوښکې وڅڅېدلې. پرته له دې چې برلا ته مخ واړوي خپلې اوښکې يې په لاس پاکې کړې. خو هغې هرڅه ليدل ځکه يې خپلو سترګو ته دسمال نيولی او شېبه په شېبه يې پاکولې. په پای کې ناڅاپه په څخېدلو ور وړاندې شوه. د خيبر مخ يې په دواړو لاسونو د ځان خواته راتاو کړ. لکه سرتېری چې په توده جګړه کې په مرميو د مخامخ ورتګ پرېکړه وکړي، په کلکه يې وويل:

– ما فيصله وکړه.

خيبر د هغې لاسونه په بې باکۍ له خپل مخ نه لېرې کړل:

– څه شي فيصله دې وکړه؟ زه پردي ماشومان نه غواړم.

برلا سترګې ښکته واچولې او بيا يې په ټيټ غږ وويل:

– نه ، ما بله فيصله کړې.

خيبر بېرته مخ د انګړ په لور واړاوه:

– ته اسې لګيا يې.

د برلا زړه بيا ډک او مخ يې له ډېره خفګانه ګونجې شو. خو بېرته يې د زړه په زور عادي حالت ونيوه:

– زه تاته بله ښځه کوم.

خيبر ژر مخ ور واړاوه:

– نه، دا ته څه وايې؟

د برلا په زړه د غمونو او دردونو طوفانونه څرخېدل. په ټټر يې له دننه داسې فشار راته لکه چې اوس به وچوي. خو اجازه يې نه ورکوله چې په څېره کې څرګند شي. هغې ډېر دردونه پټ په زړه کې زغملي وو. هره شېبه د خيبر د خواشينۍ او د ځان د شنډوالي له امله د ملامتۍ غم. اوس يې غوښتل زاړه غمونه په نويو تبديل کړي:

– غواړم چې ته خپل ماشوم ولرې. بيا امغسې وخاندې، خوښي وکې. لکه پخوا چې دې کوله.

خيبر هک پک کتل:

– نه نه ، دا ناممکنه ده.

برلا ليدل چې هغه څومره راژوندی شو. لکه له تندې مړکېدونکی چې اوبه وويني. د زړه په زور موسکۍ شوه:

– زه يې کوم.

– ته، ته، ولې دسې کوې؟

– زه نور ستا ځورېدل نشمه ليدلی.

– ته به څه کوې؟

برلا له درده سترګې پټې کړې. کله چې يې بېرته وازې کړې ويې ويل:

– په ما نو څه کېږي؟ اېڅ. امدسې به يم. زه نور په دې دونيا کې څه غواړم؟ چې ته خوشاله يې امدا زما دپاره بس دی.

خيبر وروسته له ډېره وخته ناڅاپه غاړۍ ور واچوله. په ډکو سترګو او ټکنۍ ژبه يې وويل:

– ته، ته په ما ډېره ګرانه يې. خو، خو، دا ژوند….

برلا، چې د هغه په سر لاس تېراوه او له سترګو يې اوښکې تويولې، په دک ستوني وويل:

– هر اينسان په ژوند کې يو موهم مقصد لري. د اغه دپاره نور هر څه قربانولی شي. رښتياهم بې اولاده نو څه کورنۍ وي؟

له هماغې ورځې نه برلا په جلۍ پسې ګرځېدله چې مېړه ته يې وکړي. خيبر هم مخالفت نه کاوه. په پای کې يې د سلما په نوم يوه چاغه غومبروره او د ګردو وړو وړو سترګو خاونده پيدا کړه. خو مخکې تر دې چې په مرکه ورشي د مېړه نه يې وغوښتل چې د کورنۍ او تربيې په هکله يې لږه څېړنه وکړي. که څه هم خیبر په ښکاره ( سمه ده ) وويله. خو په حقيقت کې ورته دا دومره مهمه نه وه. هغه کبر نه کاوه، هره يوه چې وي فرق نه کوي. مدا چې د بداخلاقه کورنۍ څخه نه وي، او تر ټولو مهمه دا چې ماشومان وزېږولای شي.

هماغه و چې همدا يې خوښه کړه او د ټولو شرايطو په منلو يې ډېر ژر واده وکړ. تر واده وروسته برلا هڅه کوله چې خپله بنه خوښه وساتي. د يوې ملګرې په توګه ورسره اړيکې ولري. تر څو په دې ډول وکولای شي په راتلونکي کې د پيدا کېدونکو ستونزو مخنيوی وکړي او خيبر هم د لاسه ورنکړي.

هغې د سلما ډېر خيال ساته. آن وروسته تر تخت جمعۍ يې هم د کور ډېر کارونه په خپله کول. خو ناوې هڅه هم نه کوله چې په کارونو کې ورسره برابره ونډه واخلي. برلا نه خفه کېدله. ځکه چې د کور کار يې د خپل يوازېتوب او خواشينۍ د لېرې کولو يوازينۍ وسيله ګڼله.

ورو ورو د سلما په بدن کې د امېدوارۍ نښې پيدا شوې. خيبر ورته ډېر خوشحاله و. د هغه د زړه تر ټولو ستر آرمان په پوره کېدو و. ډېر يې پام کاوه. هسې نه چې له لاسه يې ورکړي.

هره ورځ به د کار په پای کې له دفتره په بيړه سيخ کورته تلو او تر ټولو لومړی به يې د سلما پوښتنه کوله. هر ځل به يې برلا ته لارښوونې کولې چې د امېدوارې ښځې خيال څرنګه وساتل شي. تر څو هغې او د هغې ماشوم ته کومه روغتيايي ستونزه پيدا نشي. له بله پلوه يې سلما ته ويل چې ونه شرمېږي او هر څه چې يې په کار وي له برلا څخه وغواړي.

اوس سلما نه يوازې کار نه کاوه، بلکې په بنې يې امرونه هم کول چې دا وکړه او دا مه کوه! برلا سره له ټولې سختۍ په چوپه خوله هرڅه ترسره کول. خو کله ناکله د هغې کار د سلما نه خوښېده. دا ټولې خبرې يې مېړه ته رسولې، چې زياتره وخت يې له دې سره تېراوه.

په پيل کې خيبر له برلا څخه په نرمه غوښتنه کوله چې کارونه هاغه ډول ترسره کړي چې سلما يې غواړي. خو د ورځو په تېرېدو يې غوښتنې جدي کېدلې. برلا، چې پوهېدله دا کارونه د بنې دي، په زړه کې سخته خفه کېدله. مګر په خوله يې نه راوړل. ځکه چې دداسې يو حالت اټکل يې مخکې تر مخکې کړی و. د برلا بېله کوټه وه چې اکثراً به يې پکې يوازې شپې تېرولې.

خيبر به تل د سلما سره و، چې ونه وېرېږي. ځکه چې په اميدوارۍ کې ډار مور او ماشوم ته سخت زيان لري.

په همدې همدې کې نژدې لس مياشتې تېرې شوې. تر اوږد انتظار وروسته يوه ورځ په دغه بې غږ او غوږه کور کې د ماشوم ژړا واورېدل شوه. ماشوم هم هلک و. د مور او پلار يې د خدايه همدا غوښتنه وه. هغوئ سخت خوشحاله وو.

په اوله ورځ چې سلما له روغتون څخه کور ته راغله، سيخ خپلې کوټې ته ننوتله. خيبر له ډېرې خوښۍ برلا په غېږې کې ونيوله او ويې څرخوله. هغې چې تر خوشې کولو وروسته د مېړه سترګو ته په مينه کتل د زړه له کومي وويل:

– ځه ښه شو چې ستا د زړه غټ آرمان پوره شو.

– خير يوسې. دا ټول د سلما له برکته دي.

برلا سترګې ځمکې ته واړولې او ويې ويل:

– هو. مبارک دې وي ټولو ته دې مبارک وي!

– سلامته اوسې. ته راځه ويې ګوره!

دواړه د سلما کوټې ته لاړل. برلا هغې او د هغې مور ته چې په روغتون کې يې ورسره شپه تېره کړې وه مبارکي وويله. زړې د مبارکۍ د منلو په معنی سر وخوځاوه او سلما غږ کړ:

– خير يوسې. ته دا پرېده هله مور ته مې چای تيار که چې ستړې ده!

برلا پرته له دې چې ماشوم سم وويني بېرته ووتله او په کار بوخته شوه.

وروسته تر ماشوم پيدا کېدو د هغې کارونه نور هم زيات شول. اوس يې بايد په بنې او مېړه سربېره د ماشوم خدمت هم کړی وای. هغې احساسوله چې ورو ورو د کور په نوکرې بدلېدله. خو د خيبر د خوښۍ لپاره يې دا هر څه مخکې ترمخکې په ورين تندي منلي وو.

سربېره په کارونو اوس هغه بيخي يوازې هم شوه. مېړه به يې چې د شپې انګړ ته د تشو لپاره هم ووت د سلما به ځګېروي شول چې وډاره شوه. همدا به يې ويل چې نژدې يې سا ختلې وه. ګواښ يې کاوه که بل ځل داسې وشي نو د تل لپاره به د پلار کره لاړه شي.

خيبر يوه شېبه هم سلما يوازې نه پرېښودله. کله به چې برلا وغوښتل د هغه توجه دځان يوازېتوب ته واړوي، خيبر به په قهر شو چې نشي کولای ځان دوه ځايه کړي.

يوه ورځ يې سپين ورته وويل چې څه ماشوم والا ښځه خو نه يې چې يوازې ډارېږې. هغه ورځ برلا په خپلې کوټې کې ډېر وژړل. هر ځل يې په سترګو کې د خيبر هاغه پخوانۍ خبرې په يادېدلې (( بې له تا مې کور اوزړه تياره، باغ او شونډې سپېرې، ژوند او سترګې بې نوره دي )) خو اوس نه هاغه خيبر و او نه يې تېرې خبرې په ياد وې. هغه يوې ورځې نه بلې ته د سلما تر ولکې لاندې راته او هېڅ کار يې پرته د هغې له مشورې نشو کولای. ورسره د برلا ژوند هم ورو ورو لا تريخېده.

که څه هم خيبر فکر کاوه چې ددواړو ښځو تر مينځ کوم فرق نه کوي. يوازې د اړتيا له امله سلما ته زياته پاملرنه کوي. خو د دويم ماشوم په پيدا کېدو يې برلا بيخي هېره کړه. اوس هغې په ټوله معنی احساسوله چې په کور کې د يوې مېرمنې په توګه يې شتون بيخي له مينځه تللی. تر دې چې آن مېلمستيا ته به يې هم له ځان سره نه بيوله.

کله چې ماشومان لږ راغټ شول، د مور په لمسون به يې برلا رټله، ملنډې يې ورباندې وهلې. سر بېره پر دې يې دپلار هم هاغسې درناوی نه کاوه چې بايد کړی يې وای. هغوئ ليدل چې پلار يې د مور په وړاندې بې زوره او بې ارزښته دی. آن تر دې چې خپلې اولې ښځې ته د ښځې په توګه نشي کتلای.

د وخت په تېرېدو ماشومانو کله ناکله په برلا وار ګوزار هم کاوه. ځينې وختونه به يې د هغې له امله په پلار هم ملنډې وهلې.

په پيل کې دا هر څه په خيبر ښه لګېدل. دا ورته د هاغه چا ټوکې ښکارېدرلې چې مخکې تر دويم واده يې د زړه تر ټولو لوی آرمان و. مګر کله چې پوه شو دا ټوکې نه بلکې ملنډې دي وخت تر وخت تېر و. اوس يې د منع کولو وسه هم نلرله. نو هرڅه يې په خندا تېرول. پدې ترڅ کې د برلا ژوند دومره تنګ او د نه زغم شوی و، چې يوه ورځ په انګړ کې دخيبر مخې ته ووتله او زړه نازړه يې وويل:

– اغه دی، ما ويل…..

خيبر ورته داسې وکتل لکه د کار خاوند چې د کارګر په خبرو کې د هغه خپله ګناه لټوي:

– څه وايي، څه خبره ده؟

– ما،ما، ويل ته کولی شې لږ، لږ وخت زما کوټې ته رايشې؟

– خيريت دی؟ لکه چې کوم کار درنه بيا خراب شوی.

– نه، يوه موهمه خبره ده.

– موهمه خبره ده؟

برلا په ټيټو سترګو سر وخوځاوه خيبر په تګ کې وويل:

– ښه زه جامې وباسم.

خيبر د دويمې مېرمنې کوټې ته او برلا خپلې کوټې ته لاړه. هغه له سلما سره تر مشورې وروسته زړه نا زړه برلا ته ورغی.

سلما او بچيان يې په دهلېز کې راټول شول. تر څو ځان پوه کړي چې دا کومه خبره ده چې برلا يې مېړه ته پټه ويل غواړي؟ تر څو ثانيو وروسته د هغې زغم ختم شو. په قهر يې د برلا د کوټې دروازه وازه کړه او له ننوتلو سره يې لاسونه په تشو نېغ ونيول:

– دا څه غواړي چې پټې پټې خبرې لري؟ آ؟ زه مې په کور کې دا پسپسکې نشم منلی، پوه شوې؟

خيبر چې د لانجې له جوړېدو ډارېده په نرمه غږ پورته کړ:

– ته ولې په قاره يې؟ اېڅ خبره نشته.

وروسته يې سلما ته سترګه ووهله او زياته يې کړه:

– ځه چورت مه خرابوه خير او خيريت دی.

مور او بچيان په سږمو کې په پشېدو له کوټې ووتل. خيبر په بې باکې مخ برلا ته واړاوه:

– ښه وايه څه دې ويل؟ ستا دلاسه اوس بيا لانجه جوړېږي.

د برلا ستونی ډک و. سترګې يې مړاوې ځمکې ته کوزې کړې. وروسته تر څو پرله پسې سا اخېستو يې سر راپورته کړ. خيبر د هغې سره د ګډ ژوند په بهير کې دڅويم ځل لپاره د برلا دا ډول څېره ليدله . هغې يو ځل بيا په خپله خوښه تودې جبهې ته د روان سرباز څېره غوره کړې وه. وروسته له ډېره وخته يې مېړه ته بيا په مخامخ کتلو وويل:

– ما ويل زه به د پلار کره لاړه شم.

خيبر برګې برګې ور وکتل:

– الته څه کوې؟ د سلما نه پوښتنه وکه! که کور کې کار نلرې لاړه شه! ماخو نه يې منې کړې.

– نه، ما، ويل …..

د هغې ناڅاپه اوښکې وڅڅېدلې. هـڅه يې وکړه، خو له ستوني يې خبره نه وتله. لږ ځنډ همداسې سکېدله. خيبر ورته هکې پکې کتلې چې دا ولې ناحقه ژاړي. وروسته هغې بيا د خبرو کولو کوشش وکړ:

– زه، ماويل، زه بيخي ځم.

خيبر په ټيغو سترګو ور وکتل:

– څه شی؟ و، ولې؟

يو ناڅاپه په قهر شو:

– ما شرموې، آ ؟

برلا په ژړا او زارۍ سترګې ورپورته کړې:

– نه، خدای دې نکي! ما ويل زه اسې هم ستاسې د کورنۍ دپاره خنډ يمه. ستاسې ژوند مې تريخ کړی.

– څوک وايي؟ اېڅ خبره نشته ، ما خو څه ندي ويلي چې ته…

– نه، نه، خير يوسې. زه خپله وينم چې، چې خنډ يم…

خيبر يې څېرې ته کتل. ډېر وخت وروسته ورته بيا په ياد شول چې دا دده مېرمن اوهماغه ښځه ده چې د پښتورګي په ورکولو يې دده ژوند وژغوره. ځکه يې په کلکه وويل:

– نه، هر څه چې يې زما ښځه يې. دا خو لوی شرم دی. خلک به څه وايي؟

– نه ګرانـــــــــ…….

د ګران په ويلو يې بې واکه خوله ونيوله. وروسته يې زياته کړه:

– نه، زه خو څه بيخي بېلېږمه نه. اسې به الته اوسېږم.

خيبر په خپله خبره ولاړ و:

– نه، نه ، دا نشي کېدای. ته به الته په ورونو بار يې. زه يې نه منم.

خيبر شا واړوله لکه له دغه کاره چې خوښ نه وي. برلا پوهېده چې دی څه وايي دهغو اختيار ورسره نشته. هغې بيا په خپله خبره ټينګار وکړ:

– زه دچا نه خپه نه يم. دقسمت خبره ده. هر چاته خپل قسمت رسېږي.

خو خيبر په نه منلو او سر څنډلو له کوټې ووت. کله چې غير ارادي سيخ د سلما کوټې ته لاړ هلته يې وليدل چې هغه او بچيان يې پړسېدلي ولاړ دي. دده په ليدو سلما په برګو سترګو وړاندې راغله او بې له ځنډه يې وپوښتل:

– دې مردارې څه ويل؟ وايه وايه اېڅ خبره ګوره پټه نکې!

خيبر په عاجزۍ او د شخړې له ډاره ژر ځواب ورکړ:

– اېڅ يې نه ويل. اغه کمقله غواړي بيخي د پلار کره لاړه شي.

ناڅاپه د سلما په څېره کې دغې خبرې ته د ډېرې لېوالتيا نښې څرګندې شوې. په هېښتيا يې خپلو بچيانو ته وکتل. مشر زوی يې په خوشحالۍ وپوښتل:

– طلاق اخلي طلاق؟

– نه نه، وايي امدسې ځم، املته به اوسېږم. ما پرې نښودله.

پدې وخت کې سلما په ورين تندي ښه وړاندې ورغله. د لومړي ځل لپاره يې د برلا په هکله په بحث کې په نرمه وويل:

– ګوره سړيه! اغه چې الته خوشاله ده پرې چې لاړه شي کنه. دلته به څه وکي؟ بې اولاده ښځه ده.

مشر زوی يې، چې د مور په کاميابۍ باوري و، غږ کړ:

– کوټه يې زما ده، والله که يې څوک رانه واخلي!

مور يې په سترګو کې د موسکا له نښو سره په قهره شوه:

– ته غلی شه بې پدره!

بيا يې مخ د مېړه خواته واړاوه او ژبه يې نوره هم پسته کړه:

– پوه شوې ګرانه؟ پرې يې ده چې ځي!

خيبر په ناکامه ټينګار وويل:

– نه، دا خو شرم دی، ښځه زما ده اوسېږي به بل چېرې؟ خلک به څه وايي؟ نه نه، شرم دی.

– څه شرم دی؟ ټول خلک پوېېږي چې شنډه ده. ځه ورته ووايه چې لاړه شي ځه!

– نـ نه، څنګه ورته وويم؟ دا….

– څنګه ورته ووايي؟ امدسې ورته ووايه! مېړه يې، څه ښځه خو نه يې. ورته ووايه څه چې دې خوښه ده امغسې وکه! ځه د پلار کره دې لاړه شه! چېرې چې ته خوشاله يې موږ هم خوشاله يو. پرېده چې ورکه شي! کورکې به لانجې هم ورکې شي.

خيبر ورته په قهر وکتل:

– دسې خبره مه کوه! ته هم زما ښځه يې اغه هم زما ښځه ده. ته اغې راوستې يې،پوه شوې؟

يو دم د سلما سترګو سپرغۍ ووهلې:

– ځه ځه خبرې مه کوه! اغې چې زه راوستلم زما په ځای به يې بچي راوستي وو. شنډه خره!

ټولو بچيانو له مور سره وخندل. خيبر په قهر وويل:

– داده نو ستا خو امدا خبرې دي.

وروسته يې غږ ټيټ کړ:

– بس کئ چې وايې نه وري!

مشر زوی يې په بې باکۍ لاس د پلار د سترګو په لور وار کړ:

– وادې وري نو! ته تې ډارېږې موږ خو نه ډارېږو.

سلما په موسکو شونډو سترګې برګې کړې:

– خره احمقه! پلار سره خوله وهې.

بېرته يې مخ مېړه ته واړاوه:

– ځه نو سړيه! ورته ووايه! دلته کور کې راته جنجالونه مه جوړوه! زما اسې زړه تنګ دی. دونه ورته ويلی نشې؟ ته مېړه يې که بل شی؟

خيبر ځوړند سر او زړه نازړه د برلا کوټې ته روان شو. هلته يې وليدل چې هغه هماغسې غلې په نمجنو سترګو ناسته ده. ده په ګوتو مروړلو او ټکنۍ ژبه وويل:

– اغه دی، ما ويل، که د پلار کره ځې لاړه شه! بيا، بيا زه درپسې درځم بېرته دې راولم.

برلا چپه خوله پاڅېدله. مخکې د مخکې نه تيار کړی بکس يې واخېست او روانه شوه. خيبر يې مخې ته ودرېد. هغې فکر وکړ چې دی بيا وايي چې مه ځه. خو ده لاس اوږد کړ:

– بکس ماته راکه!

– نه، زه يې وړی شم. خپله ټکسي نيسم.

خيبر جدي شو:

– سمه ده. خو بکس راکه چې ټکسي پورې يې درسره يوسم.

برلا هم ورسره ټينګار ونکړ. کله چې دواړه د کوټې نه ووتل برلا مخ بېرته شاته واړاوه:

– دا کوټه چې هرچاته ورکوې ور يې که!

خيبر نسبتاً په ټيټ غږ چې څوک يې وانه وري وويل:

– غلې شه! ټول عمر الته نه پاتې کېږې. بېرته دې راولم.

برلا مړاوې ور وکتل:

– ته ودرې زه راځم.

هغه په مخامخ کوټې ننوتله. د سلما او ماشومانو څخه يې بخښنه وغوښتله او د خدای په اماني يې ورسره وکړه. کله چې د انګړ وره ته ورسېدله د وروستي ځل لپاره يې يو نظر د کور په لور واچاوه او ووتله.

بکس په ټکسي کې کېښودل شو او د برلا د ورختلو وخت راورسېد. هغې د لنډ وخت لپاره د خيبر لاس کلک ونيوه او په سترګو کې يې ښه ځير شوه. خيبر هم د لاس خوشې کولو هڅه ونکړه. په پای کې برلا اوښکې په بل لاس پاکې کړې او په ټيټ غږ يې په ډک ستوني وويل:

– د، دخدای نه دې خـ خوشاله غواړم! ما وبـ.، وبښه. خدای دې مل شه!

د خيبر د خولې هېڅ خبره ونه وتله. هغه نه پوهېده چې څه ووايي؟ هاغه څوک ورڅخه روانه وه چې يو وخت يې په څومره زحمت خپله کړې وه. خو وروسته يې دده سره دومره مينه او وفا پيدا کړه چې دده د ژغورلو لپاره يې خپل د بدن ټوټه قربان کړه. آن دده د خوشحالۍ لپاره يې خپل ځای بنې ته پرېښود. مګر اوس دده او د هغې تر مينځ دومره واټن پيدا شوی و چې د هغې د کلکولو وسه يې نه درلوده. هغه ډېر ځنډ په روانې ټکسي پسې تر شا کتل.

يو وخت ټکسي له سترګو پناه شوه خو خيبر هماغسې ولاړ و. څرګنده نه وه چې دا د هماغې پخوانۍ مينې ياد و، که د ځان د ملامتۍ احساس. خو وروسته يې په سوړ اسوېلي مخ بېرته د کور په لور وګرځاوه.

کله چې برلا د پلار کره ورسېدله، هغوئ د بکس په ليدلو حيرانتيا څرګنده کړه. خو برلا په کلکه وويل چې د اندېښنې خبره نده، د لږ وخت لپاره راغلې ده. ډېر ژر ورپسې خيبر راځي او بېرته يې بيايي. هغوئ چې د برلا د ژوند څخه پوره خبر وو، په شک پدې خبره باور وکړ.

ورځې او شپې تېرېدلې. د برلا ورونه او د کورنۍ نور غړي، چې د هغې ژوند ته اندېښمن وو، منتظر وو چې نن به خيبر راځي او سبا به راځي. خو هغه نه ښکارېده.

په همدې همدې کې يوه مياشت واوښتله. هغوئ د برلا څخه د سمې خبرې اورېدل وغوښتل. هغې هم ورته رښتيا وويل. ورونه يې، چې د ډېرو ماشومانو د لرلو سره سره په يوې حويلۍ کې په ګډه اوسېدل، سخت په قهر شول. هغوئ ته خو د برلا وضعه د مخکې نه معلومه وه. غوښتل يې لاړ شي او له خيبر څخه د خور د ټولو ځورېدنو غچ واخلي. خو خور يې د قرآن شريف په نيولو هغوئ له دغه کاره منع کړل. څرګنده يې کړه چې له يوې خوا هغه پخپله خوښه د پلار کره راغلې او له بله پلوه دا لا معلومه نده چې خيبر ورپسې نه راځي. کېدای شي راشي. خو هغه نه پوهېدله چې د مېړه راتګ يې په قسمت کې ليکل شوي نه وو.

مياشتې يوه په بلې پسې تېرېدلې او د خيبر هېڅ پته نه وه. خو ورونو يې د خور د ټينګار له امله د هغه پر ضد هېڅ کار ته لاس نشوای اچولای.

د وخت په تېرېدو د هاغې شوخې برلا څخه اوس يوه کمزورې، نهيلې او پخه ښځه جوړه شوې وه. خو په اراده کې يې هېڅ بدلون راغلی نه و. هرڅه يې په زړه کې زغمل او نه يې غوښتل چې څوک پرې خبر کړي. خبرې يې کمې کولې او په هېڅ بحث کې يې د ګډون لېوالتيا نلرله.

لېمه او څانګه به د پخوا په څېر کله نا کله د هغې پوښتنې ته راتلې تر څو يې وضعه لږه ښه شي. خو داسې نه کېدله. ورېندار ګانو به يې کله ناکله ورسره ټوکې کولې او ځېنې وختونه به يې دا ټوکې په ملنډو بدلېدلې. خو هغې هېچاته جواب نه ورکاوه.

کلونه يو په بل پسې واوښتل. د برلا ويښتان ورو ورو سپين، بدن يې لاپسې کمزوری او څېره يې د ناروغانو شوه. اوس يې د کور په کار کې هم ګډون نه کاوه. د خپل پلرني ټاټوبي په يوه کونج کې به لکه پردۍ غلې ناسته وه او د آسمان يو ټکي ته به يې يو قرار کتل.

د خيبر هم سر سپين شوی او مخ د سن په پرتله په ډېرو ګونجو پټ شوی و. هاغه بچيان چې مخکې دده د ژوند يوازينۍ ستره هيله وه اوس ځوانان شوي او هر څوک پخپل کار مصروف و. د پلار، مور او ميرې تر مينځ د اړيکو له امله د هغوئ د ژوند مقدساتو د نورو خلکو د مقدساتو څخه توپير درلود. نه چا د پلار درد احساساوه او نه يې د لاس نيوي فکر په زړه کې ګرځېده.

خيبر اوس پلار نه، بلکې يوازې د پلار سمبول و چې په دفترونو کې د ( ولد) سره يې نوم ليکل کېده او بس. مېرمنې يې په هره خبره رټه او دا يې د ځان حق ګاڼه. ويل يې چې ډېر کلونه مې دده د لاسه د بنې شتون زغملی دی.

په هاغه چاپېريال کې چې خيبر ژوند کاوه داسې څوک نه و چې ده ورسره د زړه خواله کړې وای. نه داسې څوک و چې دده ټوخي ته يې بسم الله ويلې وای. که له درده يې نالښت کړی وای هم د مېرمنې له بګورې سره مخامخېده، چې هېڅ بلا نه يې وهلی.

يو په بل پسې کلونه بدلېدل او د برلا او خيبر ژوند لا زهيرېده. يو وخت برلا سخته ناجوړه شوه. ټول وجود يې دردونو کلک نيولی او په هېڅ دوا دارو يې تبه او دردونه نه شکېدل. کله چې يې معاينات وکړل څرګنده شوه چې سرطان ده.

ورونو يې ورڅخه ډېر وخت دا خبره پټه کړې وه. د هغې د تسکين لپاره به يې وخت په وخت روغتون ته بيوله، دارو درمل يې وراخېستل او د جوړېدو تسلي يې ورکوله. کله کله به يې په ملګري ډاکټر د څه وخت لپاره په روغتون کې بستره هم کړه. خو په وضعه کې يې ښه والی نه تر سترګو کېده.

د تقدير کارونه وو، همدا وخت ناڅاپه خيبر هم سخت ناروغه شو. په لابراتوار کې معايناتو ثابته کړه چې بيا يې پښتورګی خراب شوی او داسې چاته اړتيا ده چې خپل پښتورګی ورکړي.

ډاکټرانو يې مېرمنې او بچيانو ته وويل چې د پښتورګي ورکولو لپاره يا خپله حاضر شي او يا څوک پيدا کړي. که نه، خيبر به ډېر ژر بيخي له ګرځېدو ولوېږي. سلما يې دا خبره ټولو خپلوانو ته ورسوله. کله به چې ورڅخه پوښتنه وشوه چې تاسې خپله ولې پښتورګی نه ورکوئ هغې په ډاګه ويل:

– زه خپله ناجوړه ښځه يم پښتورګی نشم ورکولی او بچيان مې هم نه عيبي کوم. ځوانان دي. ولې يې ژوند خراب کم. خيبر خو اسې هم سپين ږيری دی. سپين ږيري ته خدای يو نه يو شی بانه کوي.

دغې خبرې يې نور خپلوان چې هسې يې هم پښتورګي ورکولو ته زړه نه ښه کاوه لا منع کول.

خيبر هم باور نه درلود چې د خپلوانو څخه دې څوک پښتورګی ورکړي. ځکه چې يو ځل ورته تجربه شوي وو. په اولادونو او مېرمنې خو يې بيخي زړه نه تاړه.

د هغه په زړه کې برلا وګرځېدله، چې تر کوژدې وروسته د لومړي ځل لپاره يې وليدله. هغه په کلکو ګامونو راغله مخامخ ودرېدله او ويې ويل ((حاضره يم چې د ژوند وروستۍ سا هم تر تا صدقه کم. هو، پام دې وي زه چې څه وايم امغسې کوم )) وروسته يې فکر هاغه وخت ته سفر وکړ چې ده په لومړي ځل د پښتورګي ناروغي پيدا کړه. تر عمليات مخکې برلا په قهرجنې او خوابدې څېرې وويل (( مګر ما خو درته ويلي و که نه چې زه حاضره يم خپله وروستۍ سا تر تا قربانه کم. که ته زما په خبره باور نلرې؟)) بيا وروسته تر عملياتو د خپل ورور شريف خبرې يې په سترګو کې وګرځېدلې (( دا، دا خو د اغې د برکته ته جوړ شوې. اغې خپل بډوډی تاته درکه. وينه يې درسره جوړېدله ))

خيبر چورت واهه او سترګې يې ډنډ ډنډ کېدلې. مشر زوی چې يې تر څنګ تېرېده د پلار دسترګو سولولو په ليدلو لږ پښه نيولی شو. خو وروسته يې بېرته خپل تګ ته دوام ورکړ.

دوې اونۍ وروسته د خيبر ناروغي دومره زياته شوه چې په ډېرې سختۍ ګرځېده. مجبور شو چې يوازې لاړشي او ځان بستر کړي. خو يو بل عجيب تصادف پېښ شو. په همدغه روغتون کې برلا هم بستره وه. هغه دومره ډنګره شوې او کمزورې شوې وه چې که خيبر ليدلې هم وای په لومړي ځل به يې پېژندلې نه وای.

يوه ورځ له تشناب څخه د بېرته راستنېدو پر مهال په دهلېز کې د يوې دروازې له ښيښې څخه د برلا سترګې په خيبر ولګېدلې. هغه په بستر کې پروت او نرسه يې سر ته ولاړه وه. هغې سمدلاسه وپېژاند او منتظره شوه چې نرسه راووځي. کله چې نوموړې راووتله ورڅخه ويې پوښتل:

– لورې! آغه سړی څه مريضي لري؟

– کوم سړی؟

برلا په ښيښه کې هماغه بستر ته ګوته ونيوله:

– آغه چې سمه تخته پروت دی.

– ښه ، اغه يادوې. د اغه پښتورګی خراب شوی. بايد بدل شي.

– ښه؟ څوک حاضر شوی چې ور يې کي؟

– ته هم دسې خبرې کوې ترورې. خلک خو لېوني ندي. خپل بچيان يې نه ورکوي، پردي خو پرېده.

د برلا څېره لا خواشينې شوه. بيا يې وپوښتل:

– پای واز يې څوک شته؟

– نه بچيان يې افته کې يو ځل ام نه راځي. خويندې او ورونه يې لا کله کله راځي.

– ښه؟

– هو ! !!! ولې، ستا څه کېږي ترورې؟

– آ ؟ هو زه يې پېژنم.

– ښه؟ کولی شې ورشې پوښتنه يې وکې. خوشاله به شي. زه لاړم کار لرم.

نرسه لاړه. خو برلاهماغسې ولاړه وه او په نمجنو سترګو يې د خيبر ننداره کوله. ډېر کلونه يې د هغه عکس يوازې په البم کې ليده. مګر اوس هغه خپله و. پدې وخت کې يو سپين ږيري د شا له خوا غږ کړ:

– خورې ! لاره راکه چې تېر شم.

برلا يوې خواته شوه. يو سړی چې عينکې يې په سترګو وې په دروازه ننوت او سيخ لاړ د خيبر څنګ ته کېناست. برلا وپېژانده. دا د خيبر مشر ورور شريف و. کله چې هغه مخ دروازې ته واړاوه، برلا ځان پټ کړ او د خپلې کوټې په لور لاړه. وروسته تر دې به هغه هره ورځ د لږ وخت لپاره دغې دروازې ته درېدله او د خيبر سيل يې کاوه.

يوه ورځ يې ناڅاپه خيبر د عملياتو کوټې ته روان کړ. هغه په رېږدېدلي غږ له نرسې وپوښتل:

– چـ چېرې مې بيايې؟ املياتخانې ته؟

نرسې په موسکا ځواب ورکړ:

– هو تره. باور دې نه راځي؟

– نه، اغه دی. زوی مې پښتورګی راکوي؟

نرسه په ناخوښۍ په سږمو کې وپشېدله:

– نه، زوی!

– آ؟ تـ تاسې څوک پيدا که؟

– نه.

– نو څو ک پښتورګی راکوي؟

پدې وخت کې نرسې هغه د عملياتو په کوټې ننوېست. ډاکټر غږ کړ:

– دا دلته راوله، ته اکسيجن او نور شيان تيار که! هو خپلو خپلوانو نه دې د عملياتو اجازه اخېستې؟

– هو ډاکټر صيب!

نرسه ووتله. خيبر په ژر ژر سا اخېستو ډاکټر ته چې په انستېزي تيارولو بوخت و، مخ واړاوه:

– ډاکټر صيب! ګوره زامن چې هرڅونه بد وي بياهم زامن دي. که خپله پښتورګی نه راکوي، بل څوک خو يې پيدا که.

ډاکټر پرته له دې چې مخ ورواړوي وويل:

– چورت مه وهه! اوس به ورته زنګ ووهي راوبه يې غواړي.

– ولې؟ اغئ نشته؟

– نه، اوس به راپيدا شي.

– ښځه مې چېرې ده؟

– اغه شته.

– ښه ، دا د اغې کار دی؟

– هو .

خيبر حيران و چې په هغې کې دا بدلون څنګه راغی؟ هغه خو يې پوښتنې ته څو ورځې وروسته راتله. اوس يې دومره لوی خدمت څنګه وکړ؟ که دی ورباندې تېروتی و. له ځان سره خجالت شو چې هغه ورته دومره وفاداره وه اوده ورباندې شک کاوه.

عمليات نژدې يو ساعت روان و. وروسته بيا څو ساعته هغه تر انستېزي لاندې بې هوښه پروت و. کله چې بېداره شو نيمه شپه وه. هېڅوک يې څنګ ته نه و. شېبه وروسته ډاکټر راغی. خيبر چې خوله يې وچه وچه کېدله، د زړه په زور وپوښتل:

– زما بچيان چېرې دي؟

– زه يم وارخطا کېږه مه! خبرې ډېرې مه کوه! تاته ښې ندي.

– بچيان مې ولې نشته؟

– کور ته لاړل.

– راغلي وو؟

– هو، چې خبر شول ستا عمليات په خير تېر شوه، ويلې موږ نو ټوله شپه دلته څه وکو؟ خدای خبر پلار مې څه وخت د بې هوښۍ نه راوځي. سبا به راشو.

د خيبر سترګې نمجنې شوې او په ډک ستوني يې وپوښتل:

– ډاکټر صيب! زه به روغ شم؟

– هو دسې به جوړ شې چې څه درته ووايم.

– د چا پښتورګی مو راته واچوه؟

– تاته خبرې ښې ندي، غلی شه!

– نه، ډاکټر صيب همدا څو پوښتنې مې جواب که بس! پښتورګی د چا و؟

– ستا د مېرمنې.

– ښه؟ اغې خو مخکې نه غوښتل.

– زه آغه څوک نه يادوم چې ته فکر کوې. زه ستا د ټول ژوند نه خبر يم. ته همدا اوس اشتباه کوې. تا ټول عمر اشتباه کړې ده.

خيبر هکې پکې وکتل:

– ما خپله واورېدل چې سلما ويل زه خپله ناجوړه يم پښتورګی نه ورکوم. اغې دروغ ويل روغه جوړه وه. اوس يې څنګه راکه؟

– زه سلما نه، برلا يادوم.

خيبر له ډېرې حيرانتيا نژدې نېغ په ځای ناست و:

– برلا ؟

– هو برلا.

– اغه چېرې ده؟

– مړه ده.

د خيبر حيرانتيا دوه چنده شوه:

– څه شی؟

– هو اغه هم دلته بستره وه. سرطان يې درلود. چې ته يې وليدلې چې پښتورګي ته اړتيا لرې ويل زما پښتورګی ورته ور که!

د خيبر سترګې نمجنې شوې:

– اغې يو ځل يو راکړی و.

– هو زه خبر يم. دا بل يې هم درکړ او مړه شوه.

– مړه کېدله؟

– نه، څو مياشتې نور يې ام ژوند کولی شو. خو چې ته يې وليدلې ماته کلکه ونښتله چې زما پښتورګی ورکه! ما نه منله د خپل ژوند ټوله کيسه يې راته وکړه. عذر او زارۍ يې وکړې. قرآن يې راته مخې ته کېښود.

د خيبر له سترګو اوښکې وڅڅېدلې. ډاکټر هم په ډنډو سترګو زياته کړه:

– داسې اينسان ما په ژوند ندی ليدلی چې دونه دې چاته وفاداره وي. اغې آين ورونو ته قناعت ورکړ چې زما نېکبختي د مېړه څخه په ځان قربانولو کې ده. مرم خو اسې هم مرم، که دا ونکم نو په اغې دونيا کې به هم ځورېږم.

خيبر په ژړا او خرېدلي غږ وويل:

– اغې خپله وروستۍ سا تر ما صدقه کړه.

ډاکټر په کلکه غوښتنه وکړه:

– بس دی نو، نورې خبرې ونکې! اغې زما نه غوښتي چې زه ستا ښه ساتنه وکم. تر څو روغ رمټ ددې ځای نه ووځې.

خيبر د سر په ښورولو د هغه خبرې تائيد کړې. خو د سترګو له اوښکو سره يې هېڅ نشو کولای. ډاکټر ووت. مګر خيبر چت ته په کتلو د برلا سره خپل ټول تېر ژوند له سترګو تېراوه. هاغه وخت ورپه زړه شو چې برلا ويل:(( شخصاً ماته د ټولې دونيا نه ته موهم يې. ته چې راسره يې زه هرڅه لرم )) بيا يې هاغه مهال ورپه ياد شو چې لومړی ځل دده پښتورګو بدلولو ته اړتيا وه. هماغه برلا پرته له دې چې خپل صحت ته پام وکړي حاضره شوه چې پښتورګی ورکړي. بيا يې په ماشوم پسې خپله تلوسه په سترګو کې وګرځېدله او بيا د برلا هڅه چې ده ته قناعت ورکړي:

((- ګوره ګرانه! زما او ستا چې يو بل سره مينه پيدا شوه آغه وخت ماشوم بيخي زموږ په پام کې هم نه و، موږ يو دبل سره مينه لرله بس. که دسې نده؟

– امدسې ده.

– ښه نو اوس هم که اولاد ولرو که نه، زه او ته خو يو. په موږ کې کوم تغير ندی راغلی.))

وروسته يې د هغې دويمه ستره قرباني په خپله ځان ته بنه لټول وګرځېدل او په پای کې اوسنۍ قرباني. سترګې يې پټې کړې ډېرې اوښکې يې تويې کړې او له ځان سره يې وويل(( زه څونه کمعقله وم پخپله مې هم خپل او هم د برلا ټول ژوند په اور وسوزاوه. ما په لاس کې موجوده خوښي پرېښودله اوپه اغې خوښۍ پسې لاړم چې نا مالومه وه. )) بيا يې سترګې پټې کړې. بدن يې له سلګيو سره په لړزېدو شو.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *