د پوهنتون په وروستۍ آزموینه کې له یوې عجیبې پوښتنه سره مخ شوم. پوښتنې مې په آسانۍ سره ځوابولې تر څو وروستۍ پوښتنې ته ورسیدم. وروستۍ پوښتنه دا وه چې د پوهنتون د ټولګیو د پاکوونکې میرمنې نوم څه دی؟

پوښتنه راته خندونکې ښکاره شوه. د څلورو کلونو په موده کې مې دا میرمن هره ورځ لیدله خو نه پوهیدم چې نوم یې څه دي؟!

د آزموینې پارچه مې ورکړه په داسې حال کې چې وروستۍ پوښتنه مې بې ځوابه پاتې شوه.

د آزموینې په پای کې یوه تن محصل له استاد څخه وپوښتل: ښاغلی استاد له دې عجیب سوال څخه مو مطلب څه وو؟

استاد ځواب ورکړ. د خپل کاري په اوږدو کې به له ډيرو خلکو سره مخ شئ چې ستاسو پاملرنې او پالنې ته به اړ وي.

ښایي چې هغوی وپيژنۍ او مینه ورسره وکړئ. پاملرنه او مینه چې هر ډول وي ښایي یو موسکا یا یو سلام!

دا سبق به مې کله هم هیر نه شي!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *