د انتخاباتو دويم پړوا له پاي ته رسېدو سره سم د افغانانو په ذهنونو کې يو لړ اندېښنې راپورته شوې دي.

که څه هم د دغو اندېښنو ډېر برالا اظهار نه کيږي، خو په خپل منځي مجلسونو کې داسې وېره څرګنديږي، چې هسې نه د انتخاباتو بايلونکى لورى د نتايجو له منلو انکار وکړي.

 يا دا چې په يوه او بله پلمه دغه تېره پروسه تر پوښتنې لاندې راولي. يو نيم څوک پکې د ګومان غشي هم چلوي، چې وايي پلاني کانديد ته خپلو پلويانو مشوره ورکړې، چې په ځينو ولايتونو کې دې د دويم ځلې ټاکنو غوښتنه وکړي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون فعاليتونو په باب دې شکونه وښيي.

دا به له وخته مخکې وي، چې وويل شي، دغه اندېښنې څومره پر ځاى دي، د افغانانو هوډ او همت ته په کتو سره له راتلونکي ډېره وېره هم پکار نه ده.

 خو يو حقيقت د منلو دى او هغه دا چې د افغانستان سياسي حالت په باب د ولس اندېښنې اوج ته رسېدلې.

 افغانان دومره ډېر ځلې د خپل ارمان پوره کېدو کې ناکام شوي، چې دا ځلې خپلې څرګندې بريا ته د شک په سترګه ګوري.

 پرله پسې زورواکيو او يا جعلي دموکراسيو نژدې د ناهيلۍ د کندې بيخ ته رسولي دي.

په بيا بيا له ډېرو معقولو افغانانو اورېدل شوي، چې وايي په افغانستان کې د ولسواکۍ لپاره هېڅ ځاي نه شته.

خو د غبرګولي څلروېشتمې معرکې ثابته کړه، چې د يوه قوم په صفت او د يوه انسان په صفت هر افغان او افغانه لاهم د خپل هېواد د روښانه راتلونکي لپاره د مبارزې په ميدان کې کلک ولاړ دي. ناامنۍ، درغلۍ، زورواکان، د ګوتو پرې کونکي، جعلي مشران، کرکجن او متعصب سياسي پنډتان پر ځاى پاتې شول او ميليونونه افغانان د رايو اچولو مرکزونو ته لاړل او خپلې رايې يې وکارولې.

 هغه جعلي سياسي پنډتان چې افغانان يې په جنوب او شمال او شرق او غرب وېشه او فکر يې کاوه، چې افغانان په قبيلو وېشلي دي، ځکه به تل د دوى غوا لنګه وي، اوس د خپل حماقت لپاره توجيه لټوي.

 که د افغانستان د نفوسو شمېر ته په پام سره په ټاکنو کې د افغانانو د ونډې کچه له ډېرو هغو هېوادونو سره پرتله شي، چې له اوږدمهاله سياسي ثباته برخمن دي، د افغانستان کچه په کراتو لوړه ده.

 د افغانستان په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د نړيوالو د حيرانتيا لامل هم همدغه دى.

دې هر څه سره سره دا حقيقت په خپل ځاى پاتې دى، چې هېوادونه اشخاص نه جوړوي، بلکې رښتيا دادي، چې بالاخره ولسونه دي، چې خپل او د هېواد راتلونکى ټاکي.

هغه ملتونه او مشران يې بختور دي، چې ژر دغه اصل درک کړي. خو دير ايد درست ايد، د غبرګولي په ٢٤ افغانانو وګتله او زورواکي په ګونډو شوه.

اوس که څوک ځان په افغانستان کې سياسي فعالان بولي بايد د ولس رايې ته د درناوي سر ټيټ کړي، چې په همدې کې د ټولو خير نغښتى دى. دغه راز هغه چې د چارو سمبالښت واګې په لاس کې لري ورته بويه چې د خپل وجدان غږ ته لبيک ووايي، په ډاګه تور ته تور او سپين ته سپين ووايي او تر ټولو مهمه دا چې افغانان بايد په دغو حساسو شيبو کې داسې و نه ګڼي، چې ګواکې نور يې مسووليت پاى ته رسېدلى.

افغانان بايد په هماغه ميړانه د خپلې رايې دفاع وکړي، چې په کومه ميړانه يې دغه رايه وکاروله.

دغه کار په عمل کې رښتيا هم دومره اسان نه ښکاري، خو ناممکن هم نه دى. يوازې پر ځان باور ته اړتيا ده، هر يو په خپل ځاى او له خپلو امکاناتو سره لږ نور بايد ويښ واوسو او موږ بايد يو بل په دې وپوهو، چې موږ په ګډه کولاى شو دغه وروستى سوبه هم تر لاسه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *