د زمري په څلرویشتم مازدیګر د کابل د دشت برچي په موعود تعلیمي مرکز کې په لګسونو زده کوونکي شهیدان شول. داعشیانو په تیر یو کال کې د څووم ځل لپاره د کابل په لویدیځ کې د خدای د مخلوق وینې وبهولې. کله یې جومات په نښه کړ چې ګویا د دې ځای اوسېدونکي لمونځ په پرانستو لاسونو کوي نو د داعش په دین کې یې وژل روا دي او کله یې د تذکرې اخیستلو قطار په نښه کړ چې شاید د داعش په دین کې به تذکره هم کفر وي.

 طالبانو دغسې حملې سمدسې رد کړي او مسولیت یې نه دی اخیستی. البته، طالبانو په خپل وار دې ته ورته جنایات کړي دي. دوی په غزني کې د سلګونو افغانانو د قتل عام مسوول دي. دوی په تیرو کلونو کې چې د قطر او تاشکند سفرونه یې نه وو کړي او د حورو او غلمانو ارمان ورسره لا زیات و، په ځلونو ځلونو په ودونو، د جنازې په لمونځونو، په جوماتونو، بازارونو او نورو ځایونو کې د عام ولس په قتل عام کې برخه واخیسته.

 طالبان د وخت په تېرېدو سره ورو ورو یو  څه اهلي شول او اوس په دې شرمیږي چې په خپلو اعلامیو کې د عام ولس د وژلو مسولیت په غاړه واخلي. دوی که څه هم هره ورځ مرګونه کوي او حقیقت دا دی چې له وژلو او تباه کولو پرته بل څه یې زده هم نه دي او د حلالې ډوډۍ د ګټلو چل نه ورځي، ځکه ټول عمر یې یا ټوک ټول کړی یا په پردو حجرو کې اوسېدلي، یا یې د پاکستان په دالو ټېغونه ایستلي دي او یا یې د کوکنارو عشر ته اړولي دي. خو طالبان له ټولې بې رحمۍ او مفت خورۍ سره سره اوس ورو ورو لږ و ډیر په دې پوه شوي دي چې د عام ولس په وژلو باندې فخر ونکړي او مثلا د غزني په اوسنۍ تباهي کې هم صرف د عسکرو د وژلو ادعا وکړي او دا ونه وایي چې په سلګونو ملکیان یې وژلي او ژوبل کړي دي او په سلګونو دوکانونو او کورونو ته یې اور اچولی او په زرګونو کسان یې ځورولي دي. طالبان اوس ورو ورو شرم پیدا کوي او همدا د شرم احساس و چې تیر اختر یې درې ورځې اوربند وکړ او داسې ښکاري چې د خدای له مخلوقه شرم به یې بیا هم اوربند یا د اوربند لپاره مذاکراتو ته وهڅوي.

 خو داعش متاسفانه هغه لږ شرم هم نلري. دوی په خیال کې له حورو او غلمانو سره اوسي او دې ته یې  سودا وي چې د مسلمانانو لا زیاتې وینې وبهوي او دوی بیا په دې طریقه حورو او غلمانو ته ځان ورسوي.

 د داعش جنوني حالت ته په پام سره پکار ده چې د دوی ځبلو او محوه کولو ته لا زیاته توجه وشي او افغانستان له دې ګنده ژر تر ژره پاک شي.

 په مقابل کې پکار ده چې د غزني په څېر لویو جنایتونو باوجود له طالبانو سره د اوربند په اړه د مذاکراتو باب پرانیستی پاتې شي.

 د غزني د جنایت په اړه ویلای شو چې ممکن افراطي طالبانو به دا کار کړی وي. ځکه په طالبانو کې اوس هم داسې قوماندانان شته چې په وحشت او قساوت کې تر داعشیانو کم نه دي. دغه راز دا هم ممکنه ده چې د ایران او پاکستان استخبارات به د غزني د غمیزې اصلي عوامل وي، ځکه دا دوه هیوادونه غالبا په افغانستان کې سوله نه غواړي.

 طبعا افغان حکومت به د غزني د فاجعې څخه وروسته تر سخت فشار لاندې وي چې اختر کې اوربند ونکړي خو د افغانستان د خلکو لوی خیر باید په نظر کې ونیول شي. طالب که د مشرتابه په کچه یو غلام قوت دی او د افغانستان ګټو ته وفاداري نلري، حکومت خو باید د افغانستان او د افغانستان د خلکو ګتو ته ځان مسوول وګڼي او د اوربند په برخه کې د ځینو احساساتي او خود غرضه کسانو تر اثر لاندې رانه شي چې سوله په تاوان ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *