د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رييس نجیب الله شریفي

تاند- د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د روان ۲۰۱۶ م کال لومړۍ شپږ میاشتې (د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰) د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ وې.

د دې کمېټې ريیس نجیب الله شریفي نن /دوشنبه/ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان وژل شوي، له خبریالانو سره د تشدد ۵۴ پېښې ثبت شوي او په مجموع کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دا ډول پېښې په سلو کې ۳۷ ډېرې شوي دي.

ده وویل چې د تېر میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د خبریالانو خلاف د زورزیاتي ۳۹ پېښې ثبت شوې وې.

د شریفي په وینا له خبریالانو سره د زورزیاتیو د ډېرو پېښو مسوولیت د افغانستان د حکومت په غاړه دی، ورپسې طالبان دي.

خو په ۱۰ وژل شویو خبریالانو کې ۹ تنه طالبانو وژلي دي.

ده د لسم خبریال په اړه وویل چې د زبیر خاکسار، چې په تېر پسرلي کې په ننګرهار کې ووژل شو، قاتل څرګند نه دی خو ګومان کېږي چې هغه به هم طالبانو وژلی وي.

شریفي وویل چې د خبریالانو په اړه د طالبانو دریځ بدل شوی دی، دوی خبریالان تعقیبوي او وژني.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د ريیس په باور د ژورنالیستانو د وژل کېدو اصلي علت دا دی چې طالبانو په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *