ګاندي

ژباړن: حیات الله ژوند

مهاتما ګاندي خپل ملګري انند هينګوراني ته کابو دوه کاله (۱۹۴۴- ۱۹۴۶) خپل ورځني افکار ولیکل، انند وروسته بیا د مرګ په باب د مهاتما ګاندي خپاره واره بحثونه راټول په کتابي بڼه يې په ۱۹۷۱ زېږديز کال کې چاپ کړل او د مرګ په اړه يې دغه څو ورځني اندونه هم پکې راوړل.

جنوري. ۴. ۱۹۴۵

مرګ او ژوند د یوې سکې دوه اړخه دي. زوکړه د سکې پر يوه اړخ او مرګ يې پر بل اړخ هک شوی دی. نو ولې د دغه لپاره غم او د هغه لپاره خوښي کوو؟

جنوري. ۵. ۱۹۴۵

ژباړن: حیات الله ژوند

که د زوکړې او مرګ په اړه دا خبره سمه وي_ چې سمه هم ده؛ نو ولې له مرګه ووېرېږو یا پر هغه [زوکړه] خوښي وښييو او پر دغه [مرګ] غم؟ هر انسان باید له ځان نه دا پوښتنه وکړي.

جنوري، ۱۵. ۱۹۴۵

یوه علقمن سړي موږ ته مساپر ويلي دي، په رښتیا هم چې موږ یو. دلته تر یو څو ورځو ډېر ژوند نه کوو او تر هغه وروسته مرو هم نه، خپل رښتيني کور ته ځو. څومره رښتینی او ښکلی اند.

مارچ. ۱۲. ۱۹۴۵

انسان پوهېږي، چې د مرګ پر مهال د خدای د نوم تر ذکره بل ښه ژوغورونکی او ارام بښوونکی څه نشته؛ خو بیا هم د خدای نوم په خوله نه راوړي، ولې؟

اپرېل. ۲۸. ۱۹۴۵

حیرانونکې خبره خو دا ده، چې هغه کس چې وايي، له مرګ نه نه وېرېږم، تر بل هر چا ډېر وېرېږي او له مرګ نه د خلاصون لپاره هرې وسیلې ته لاس اچوي.

مې. ۶. ۱۹۴۵

مرګ په هر حال کې له درد او رنځ نه د خلاصون یوه لار ده، که څنګه؟ که داسې ده؛ نو ولې يې د رارسېدلو پر مهال خپه کېږو او په چيغو چيغو ژاړو؟

مې. ۱۱. ۱۹۴۵

انګرېزي متل دی: «بې زړه سړی تر مرګ وړاندې څو ځله مري.» لکه څنګه چې مې تل ويلي دي، مرګ له رنځ او درد نه د خلاصون په مانا ده. وېره رنځ او درد زیاتوي.

جولای. ۱۹. ۱۹۴۵

ژوند غیرحقیقي؛ خو مرګ حقيقي او حتمی دی. (نانک_ د سيک مذهب بنسټګر)

مارچ. ۱۸. ۱۹۴۶

چې پر دې هم ښه پوهېږو، چې مرګ همدا شېبه رارسېدلی شي؛ نو ولې د نن کار سبا ته پرېږدو؟

مې. ۷. ۱۹۴۶

ډېری خلک د ناروغۍ له امله نه، بلکې له ناروغۍ نه د وېرې له امله مري.

جولای. ۲۹. ۱۹۴۶

انسان همېشه د مرګ په زامو کې ژوند کوي او هغه وخت مري، چې مرګ خپلې زامې ټينګې کړي.

جنوري. ۳۰. ۱۹۴۶

اوس چې خبره  داسې ده؛ نو غرور د څه لپاره؟

جولای. ۱۰. ۱۹۴۶

انسان هغه مهال مري، چې د ژوند له منشا سره_ چې خدای دی_ اړیکه پرې کړي، نه هغه مهال چې سا يې له تن نه ووځي.

ډسمبر. ۶. ۱۹۴۶

په مرګ کې بریا نغښتې ده.

ډسمبر. ۸. ۱۹۴۶

چې مرګ مو تل او پرلپسې ګواښي هم، نو ډار د څه لپاره؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *