ورځپاڼه د يوې ټولنې ورځنى غږ دى. چې تر خلكو پورې يې رسېږي. لكه څرنګه چې اوس وخت زموږ په هېواد كې رسنيو ډېر پرمختګ كړی او د بيان ازادي ورځ تر بلې مخ په پياوړتيا ده. په دې ترڅ كې ورځپاڼو ډېر ښه او پر ځاى پرمختګ كړى او د بيان د آزادۍ په پلي كولو كې يې ښه رول لوبولى دى. ورځپاڼه د کلتور د خپرولو اسانه لار او د خلكو د راويښولو ستره آر او غوره وسيله ده.
موږ كه چېرې وغواړو چې د يوه هېواد له ورځنیو پېښو، ورځني سياست د آزادۍ په كچه د حكومت ټینګښت، ملي کلتور، د ښوونې او روزنې پرمختګ او د خلكو د روحې د قوې په غښتلتوب باندې پوه شو؛ نو بايد لومړی د هغه هېواد ورځپاڼې ولولو.
ځكه يوه ورځپاڼه په خپل همدغه وركوټي جوړښت كې دغه ټول مسائل رانغاړي او ورځ په ورځ دغه مسائل په ليكلي بڼه چاپوي. ورځپاڼې د ورځې مهمى پېښې له پوره او بشپړ جزيیاتو سره خپروي په هغه ټولنه كې چې ورځپاڼې سم خپل كار سرته رسوي او حقايقو پسې ګرځي د ټولنې حقايق برملا كوي؛ نو د ټولنې فاسد وګړي بايد ترې و وېرېږي.
د فرانسې ناپليون هم خپله وېره له ورځپاڼو نه داسې څرګنده كړې ده: زه د يوه بشپړ پوځ نه چې په زرکونو وينې زبېښوونكي سرتېري ولري، دومره زيات نه ډارېږم لكه د څلورو ورځپاڼو څخه چې زما سره مخالفې وي.
يو ورځپاڼه ليكونكى بايد داسې وي لكه د ټولنې پوليس هر پوليس چې جنايت او ورانې ويني او سترگې ورڅخه پټې كړي، هغه هم خيانت كوي، نو كه ورځپاڼه ليكونكى هم خيانت وويني او سترګې پرې پټې كړي، نو له ټولنې سره به يې لوى خيانت كړی وي.
چېرې مې لوستي ول، چې نننۍ نړۍ په دوو حركتونو پر مخ ځي، چې د سهار حركت يې گهيځنۍ ورځپاڼه ده او مازيګرنی حركت يې مازيګرنۍ ورځپاڼه او په پاى كې بايد ووايم چې ورځپاڼه د ژوند د دوام لپاره داسې اواز، داسې ناره او داسې چيغه ده چې د ژونديو خلكو له خولې څخه راوځي او د هېواد په بدن كې روح ژوندى ساتي.
د هغې ورځې په هيله چې زمور په هېواد كې دننه هم ورځپاڼه ليكونكي د ورځپاڼو دغه رسالت په ښه توګه تر سره كړي.