ورځپاڼه لیکل کتاب چې د ورځپاڼې د لیکلو په اړه امریکایي ورځپاڼه لیکونکې دبورا پاتر لیکلی له چاپه راووت. دغه کتاب نوی پښتو ژبې ته شفیق امیرزي ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی. نوموړی کتاب د ورځپاڼې لیکلو په اړه مهم معلومات لري او همدا راز د هغو کسانو لپاره غوره لارښود دی چې غواړي نوي په ورځپاڼه کې خبریالي، لیکوالي یا اډېټ پيل کړي. دوی کولی شي له دغه کتاب په استفادې خپل کارونه لا ګړندي او اغیزناک کړي. دبورا پاتر په دغه کتاب کې د خپل ژورنالستیک ژوند ټولې اوږدې تجربې راټولې کړې دي. هغه اوس هم په امریکا کې د ورځپاڼه لیکنې او خبریالۍ په برخه کې ځانګړی انستیتوت لري او هلته خبریالان روزي. (ورځپاڼه لیکل) د ژورنالیزم او لیکوالۍ په برخه کې مهم کتاب دی چې د نړۍ ډيری ژبو ته ژباړل شوی دی.
مينوال کولای شي دغه په زړه پورې کتاب په کابل ، کندهار، ننگرهار، پکتيا او خوست ولايتونو کې له مشهورو کتاب پلورنځيو په مناسبه بيه تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *