د کمپیوټر د کیبورډ ټک ټک چې به ورو شو د بانک د دیوالي ساعت د ثانیې د ستن غږ به پورته شو.
انتظار ته ناست خلک غلي وو. یوه چوکۍ تشه شوه، بل ورمخته شو. زه د هغه پرځای کښیناستم. د چوکۍ پر لاستې مې ګوتې تیرې کړې، یو وخت د دې چوکیو رنګ روڼ وو، خو اوس لکه د ژمي لمر پیکه ښکاریدې.
د ساعت د ثانیې ستن شپیته شوه، بیرته یې یو، دوه درې شروع کړل…..
سپین ږیري پیاده لاس راته ونیو چې وار دې دی. ورولټیدم. له مامور څخه مې د بانک د تیرو دریو میاشتو د معلوماتو چاپ شوې پاڼې وغوښتې. ده په کمپیوتر کې څه ولیکل او ماته یې وویل:
– لږ صبر اوس به پرنټ شي
د مامور سترګې لویدلې ښکاریدې. پوښتنه مې ترې وکړه:
– ښه یې؟
– نن ښه نه یم تر نن سبا ښه ده
– پوه نه شوم؟!
– پنجشنبې رخصتي ته نژدې ده
– دې ته دې پام نه دی چې د عمر تیریدو ته هوسیږې
د مامور وچې شونډې ویړې شوې او پاڼې یې راته ونیولې. پر تندي مې لاس کیښود او اوف مې وکړ. مامور سر رامخته کړ:
– وبخښه څه غلطي شوې؟
– نه ما فکر کاوه چې پوره نوي زره لرم دا خو د ضمانت لپاره نهه زره کمې دي
– اوس څرنګه کوئ نورې پیسې امانت ږدئ؟
– نه د میاشتې تر اخره باید معاش ته انتظار شم
– اووه ورځې لاپاتې دي
– بس خدای دې وکړي چې دا ورځې ژر ژر تیرې شي.
پراګ ۲۰۱۵ فبروري