توند باد له کړکۍ پرده پورته کړه، سړي پښې ورټولې کړې، ګونځې لاسونه یې د کوچ پر نرمو څنډو تخته کړل، ېغ شو، مخامخ دېوال ته یې وکتل، څو شېبې یې پر ځوړند تصویر کې د یوې ماشومې پر سترګو سترګې خښې شوې….
بوډا پر میز اېښی ترموز کوز کړ، له چایو ډکه پیاله یې ورواخیسته، کړکۍ ته ودرېد، ملا یې سیخه کړه، په انګړ کې لمدو ګلانو ته ځیر شو؛ دېوال ته نیږدې د سره ګل پر مړاوو پاڼې د ږلۍ څو ټوټې خړې ښکارېدې….
ور وټکېد، د سړي په لاس کې ډکه پیاله وښورېده، ګرم چای یې ګوتې وسوزولې، ورمېږ یې کوږ کړ، په لوړ غږ یې وویل:
ــــ راځئ!!
ځوان د خولۍ غوڅه څڼده شاته کړه، د سپېرو وېښتانو ببرې څوکې یې تر غوږ واړولې، ترڅنګ ناستې ښځې ته یې وکتل، وچې شونډې یې پرانیستې:
ــــ ته خپله ډاکټر صاب ته ووایه، چې څه مریضي لرې.
ښځې د لوی کتان ډوله ټیکري له میده سوریو بوډا ډاکټر ته وکتل، مرۍ یې تازه کړه، غلي یې وویل:
ــــ ډاکټر صاب څو ورځې وشوې چې پر ښۍ ګورده مې درد دی، هسکه- ټیټه نهشم کېدای، دمه مې ایسارېږي، کله- کله مې د شا پر تخته غټ برېښ پیدا شي….
ډاکټر له سپینو وېښتو ډک لاس سترګو ته کړ، غټې عینکې یې سمې کړې، د قلم نوک یې پر کاغذ کېښود، نجلۍ ته یې وکتل:
ــــ نوم دې څه دی؟
ــــ ډېوه.
ډاکټر ټکان وخوړ، قلم یې د کاغذ پر ټوټه وڅښېد، په حیرانۍ یې زیاته کړه:
ــــ د پلار نوم دې؟
ــــ عبدالروف!
بوډا د عیکنو له رڼو ښیښو پر دېوال د ماشومې موسک تصویر ته وکتل، زړه یې ودربېد، پر ګونځې لاس یې لړزه راغله، د ځوان له لمنې راوتلي پرتوګاک ته ځیر شو، لنډه سا یې وکښه، په بیړه یې وویل:
ــــ له کوم ځایه راغلي یاست؟
د ځوان سر وځړېد، پروتوګاک یې په ګنډه کې وواهه، په شرمېدلي انداز یې وویل:
ــــ ډاکټر صاب موږ کوچیان یوو، کېږدۍ مو د خواجه خېلو په غره کې دي.
د ډاکټر تندی لوند شو، پر سپېره ککرۍ یې غوټه- غوټه خولې ودرېدې، قلم یې وخوځاوه، شېبه پس یې په انګرېزي تورو لړلی کاغذ ځوان ته ونیو، په ژړېدلي انداز یې زیاته کړه:
ــــ دا نسخه واخله؛ خو د مېرمنې ناروغي دې سخته ده، په هفته کې به ضرور دوه ځلې معاینهخانې ته راځئ…
ځوان نسخه ور واخیسته، ښځې ته یې وکتل، دواړه ولاړ شول او د کتنځي د وره په لور یې ګډ-وډ ګامونه پورته کړل….
ډاکټر د ښځې له شلېدلو څپلکو راوتلو پوندو ته ځیر شو، په رېږدېدلي لاس یې رڼې عینکې سمې کړې، له خرېلي زنې یې د اوښکو رڼه څاڅکي وڅڅېدل، په زړه کې یې دا یوه جمله پرلهپسې تکرار کړه:
ــــ خدایه! زما ورکې کوچۍ لور ته بشپړه روغتیا غواړم… .