نعمان دوست

څو ځلې یې مور ته نږدې راغی، خو وه یې نه پيژانده. ځوان ورنږدې کیده او مور یې ترې ورو- ورو په شا تله.

ځوان غږ کړ: مورې! زه یم. ستا زوی.

– نه، ته زما زوی نه یې، زما د زوی غښتلې مټې وې.

ځوان په ډېرې خوارۍ سلګۍ کابو کړې:

مورې! زما غښتلې مټې پرې شوې. د کابل بانک مخې ته به کومه ویاله کې پرتې وي.

وه مورې! … زه.. نوره یې چیغه کړه.

مور نیغه کټ کې کښیناسته، هره خوا یې اوتر اوتر کتل، له مخامخ دیواله یې د مټور ځوان عکس راښکته کړ. سینې پورې یې جوخت ونیو او په منډه له کوره ووته.

اوس چې جلال اباد کې د کابل بانک مخې ته هره میرمن وینم، فکر کوم هماغه مورده او په ویاله کې د خپل زوی لاسونه لټوي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د ثور درېیمه، ۱۳۹۴

One thought on “ورک لاسونه/ محمد نعمان دوست”
  1. زما هر وخت ستا ليکنې خوښيږي ۔ ستا ليکنې درد منعکسوې کوم چې زموږ وطن يې لهلاسه زگير وی کوي ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *