هلۍ !
اۍ خلکو هلۍ !!!!
اور مړ کړئ ا وبه ….. اوبه …..
د زرلښتې له کوره تور لوګي او سرې لبمې پورته وې ، ګاونډوي ، لاروي خپل او پردي ټول په مڼډه دي څوک په لمبو خاورې اچوي ، او ډیر نور ستلونه تشوي
ـ مو…. مو…مور مې … مورې …مم ، مو مورې
د زرلښتې مشره نهه کلنه لور په چیغو ده ، څوک اوري څوک نه ، هر سړی د لمبو وژلو هڅه کوي قهرېدلو لمبو ته د ننوتلو زړه څوک نشي کولې.
د اور لمبې په قابو کېدو شوې د زرلښتې خواښې هغه له یو څنډې و نیوله او بهر ته یې کاږي
ـ هل.. وې .. وسوم ، لولپه شوم … وسوم
زرلښتې په مړ غږ خواښې ته مخ کړ او بې هوښه شوه
هغه یې روغتون ته یوړه ، خاوند ، مور پلار ورورنه او نور خپلوان هم خبر شول ټول حیران ول
چاویل پرون مې ولیده رکه روغه وه ، بل ویل ما نن ورسره وخندل ،چا ویل دا خو ښه وه څه وشول
خاوند یې چې سهار په خوښې او خندا له کوره وتې و هک پک و
د زرلښتې مور په یو لاس اوښکې پاکې کړې او بل یې ملا ته کړ کړوپه کړوپه له څوکې پورته شوه
غلې له شیشې نه لور ته په کتلو شوه ، د زرلښتې په ټول بدن سپینه ټوټه ولاړه وه خو د سپین مخ پر ځاې د سکرو په رنګ خوړینه غوښه ولیده ….
ـ ن..ه نا ، نه … دا زما لور نده
مور په رپېدو شوه او وړاندې له چې په ولویږي ، زوی یې لاس ونیو
ـ کینه مورې ، هر څه به سم شي ، خدای به هر څه ښه کړي ، ډاکټران شته مورې دوې ، دوې پوهیږي هر څه ښه کیږي
د زرلښتې ورورسترګې پټې کړې او شونډې یې وچیچلې پوهېدو چې دا تسلي یې د مور زړه ته نه لویږي او مور نشي غولولې
لږ وروسته له حوزې مامورین راغلل او د شوې پيښې د لامل پوښتنه یې کوله
ټول یو بل ته ګوري
ـ څنګه اور ولګیده ؟ څه وشول؟ میرمنه څنګه ټپي شوه ؟
د زرلښتې خاوند : صیبه د ګازو ډبې اور اخیستې چت هم د لرګیو و او د تیلو ګېلنه په پخلنځي کې وه ، او هو یوه بله ګاز ډبه هم دننه وه
ـ د پيښې پر مهال ته کور کې وې ؟څوک څوک کور کې وو ؟
ـ نه صیبه زه نه وم ، ماشومان مې مور مې وه
ـ مور دې شته دلته ؟
ـ هو صیبه دغه مې مور ده
د زرلښتې خواښې چې یوې ډډې ته ناسته وه او یوه ګوته یې په بلې کاږله لا تر اوسه یې د ګاز ډبې د چاودنې اور لمبواو د خلکو نارې سورې په غوږونو کې انګازې کولې
ـ مورې ، مورې !
ـ اه ، اه زویه !
ـ راشه دا کسان له حوزې راغلي ورته کیسه وکړه
ـ مورې سلام ، ډبه ولې وچاودیده ،؟
ـ وې زویه وچاودیده ، وۍ الله کور اور واخیست هر څه وڅوځیدل
ـ مورې ته چیرته وې واړه چیرته وو ډبه څنګه و سوځیده
ـ لمبې شوې زویه لمبې ، هر څه وسوځیدل
ـ مورې لږ مې خبرې ته غوږ شه ، بس یو څو پوښتنې کوم ، څه وکړو زمونږه مسولیت دی پوهیږم چې مناسب وخت نه دی ، ته چیرته وې مورې
ـ وی زویه زه وم دا نوسې مې وه او هغه سپیره وه زویه ، دا ، دغو نورو په کوڅه کې لوبې کولې
ـ ښه مورکې ډبې څنګه اور واخیست پخلنځي کې یوازې ستا اینګور وه ؟
ـ زه ننوتلم ، لګن یې له وریجو ډک کړې و لکه ټول کلي ته چې ډوډې ورکوي
ـ ښه بیا
ـ نو بیا څه د هرې ورځې په شان مې ورته وویل چې ولې د دومره ډیرې وریجې پستې کړې هر څه کې خاني کوي زوی مې په سختو څو روپې ګټي او ته سپیره یې بادوي
ـ امم ښه بیا مورې
ـ یو څو سوکان مې ورکړل راسره یې ژبه وکړه ، ګریوان مې په خېرو ورته څیرې کړ زه له پخلنځي په وتلو شوم لا کوټې ته نه وم ننوتلې چې درز شو ، هر څه وسوځېدل
ـ نو څنګه میرمنې خپله دا کار وکړ ؟
له دې پوښتنې سره د زرلښتې خواښې په ژړا شوه او مخ ته یې څپيړې بندې کړې
ـ مورې ، مورې څه وشول ؟ بس وروستې پوښتنه ده
ټولو غوښتل پوه شي چې څه شوي ؟ ناست کسانو غږ کړ څه وشول ، د زرلښتې مور په ژړغوني غږ و ویل
ـ زما لور داسې نشي هغه دونه بې ایمانه ده داسې نه کوي
ـ مورې وروستې پوښتنه ده څه وشول
ـ زه ، زه چې پخلتځي ته ننوتلم نو هغې ګېس بلو ، ما چې دومره ډیرې وریجې ولیده نو په ښکنځلو شوم
راته یې ویل چې د وړو خوښې دي او ډیر نه دي لکه له ما چې ډیره پوهیږي ، ګیس همداسې پاتې شو خو تېله یې لا نه و بل کړې ، ما ویل چې پام به یې وي ، خو پام یې نه و ګېس خپور شوې و چې د اور تېله یې بل کړه هر څه وسوځېدل،
د زرلښتې خواښې لا کور او سامان پسې ژړیده ، او لا یې هم له هغې شکایت کاو چې په دې کې ډاکټر راووت .
ـ څه وشول لور……. لور مې ښه ده ډاکټر صیب ؟
ـ میرمن مې ښه ده ؟ هغه به ښه شي ؟
ـ زه بښنه غواړم ، خوارکې ډیره سوځېدلې وه ، ونه ژغورل شوه !!
څه ډاکټر صیب !!!!!
بس الله دې وبخښي
په قلم دې برکت شه خورې نوېده جانې