غږ مې اورې؟

اوس  ور نه پرانیزې؟ نوره ساه اخیستې نه شمه! نور نو څومره او  بیا- بیا  ور وټکوم؟

د دې دنګې دروازې او د دې جګو دیوالونو تر شا ولې پټ یي؟

نوره مرمه!

دومره اوچت نور زه الوتلې  نه شم.

اوس دا کړکۍ خو پرانیزه نفس مې ودرېده! چیغې وهلی نه شم.

آه! نور څه ووایم؟

اله! لږ چابکه راشه. زه دې د پلونو غږ اورم. پوهېږم چې د دروازې خوا به روان یي.

شکر خدایه! ښه شو.

آخر دې دروازه پرانیستله. اخر دې زما چیغې واورېدلې.

دا دې  سپین ورېښم په ځان دي؟ هو، (شاید سپین به وي‌) زه دې لیدلې نه شم. ټوله رڼا ېي ته خو.

ما به دې ګریوان څیرې کړی و، خو لاس مې نه رسي. هر څومره چې جګه شم تا ته نه رسم. 

زړه مې له درده چاودېده. ما ویل چې نن خو به  حتما سره حساب  کوو.

بس دومره راته ووایه چې  ولې؟ 

 د کوم ځایه یي شروع کړم؟ زما د کلي نه خبر لرې ته؟ 

ولې دې  زما د کلي خان ته هغه نجلې  واده کړه، چې ماشومتوب کې یي په غېږه کې خاپوړې کړي؟

ته خو لنده لښته هم په اسانۍ نه سوځوي. نو ولې دې یوه ښکلې نجلۍ د ګڼ بازار په منځ کې د یو دروغجن ملا په خوله لمبه کړه؟

 دا کوم جنت دی چې  یي کنجۍ په انتحار خلاصېږي ؟  

په کوچنینوالي کې خو کوچنیان ګل او باغ رسموي. ولې دې زما د ماشومانو په لاس رنګې هم په دیوالونو کې د مرګ شعار لیکلو ته ورکړی؟

زه به له تانه نور نو څه وپوښتم؟

زما د کلي‌ هاغه ښکلې دنګ چنار دې یاد دی؟ نه، ته خو مصروفه ېي له یاده به دې وتلې وي. 

هغه د خوړ خوا ته د توتانو هغه ښکلې ونه، چې به ېې لاندې زما نیکه تل خپل کټ اچوو؟

هغه چې اوړي‌ کې به ېي یخ شمال یو ژوند رابښوو، نن دې هغه ولې باروتو کې لهو لپه کړو؟

ولې دې هغه مرغۍ ته، چې زمونږ د انګړ په تاک کې کور جوړکړی و، د یوې شپې نه ډېر مهلت ور نه کړ؟

ولې دې هغه پتنګ نه زما په لاس کې  ساه واخیسته چې په ساعتونو ما ورپسې منډې کړې ؟ 

همدې پوښتنو کې وم چې یوځل وحشت وهلې له خوبه پاڅېدم او جوخته په ځای کیناستم. بیا مې د ځانه سره وویل چې:” ښه دې چې هر انسان وزر نه لري کنه نو هر انسان به زما په شان د اووم اسمان په لور تللی او د عرش  ورټکاو. خدای به یي له ګرېوانه نیوو او د هرې خبرې ځواب به یي غوښت “.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *