اوس هم د خدای شکر دی(!) چي تر يوه کال يوڅه زيات وخت تېر سو او کابينه له ډېرو ناندريو وروسته تقريبا بشپړه سوه.
تقريبا په دې مانا، چي لا تراوسه د ملي دفاع وزير معلوم نه دی او خدای خبر، چي څوک به ددغي څوکۍ وياړ ترلاسه کړي؟
دا چي د کابيني اکثرو وزيرانو دندي پيل کړي، نو په دغسي وخت کي ولس بايد هېر نه کړل سي، ځکه ولس د سم حکومت لپاره د ډېرو قربانيو ترڅنګ اوږد انتظار هم کړی دی.
اوس وزيران بايد ځپلی ولس هېر نه کړي، لومړی په وزارتونو او بيا په ولايتونو کي داسی کسان په کار وګوماري، چي په رښتيا سره لايق او مسلکي وي.
تراوسه په وزارتونو او په ولايتونو کي د رييسانو لخوا د قوم، سيمي او باوری ملګري د يوې کړۍ په ډول پرځان راټول کړي، چي ولس دوی او دوی بيا ولس په اډېري اسانۍ يواوبل نه سي لېدلای.
د ګډ حکومت وزيرانو!
د خدای لپاره نور دغه ولس، چي تاسي دوی ته په ولسي جرګه کي د خدمت زياتي ژمني ورکړي دي، پرخپلو ژمنو عمل وکړئ او نور د خپلوۍ، قوميت، ژبي او سيمي کاږه دېوالونه ونړوئ.
تاسي خپله هم ماشاء الله په دې خبره ډېر ښه پوهيږی، چي دغسي کږو، جګو او خطرناکو دېوالونو زموږ هيواد او هيوادوال په دې څلور لسيزو کي له خاورو سره خاوری کړل.
په دې تيرو لسيزو کي له ولس سره کړي ژمني لکه مړې ايرې باد وړي دي، د ولس له انتظار، مرستي، قربانۍ او همکارۍ څخه ناوړه ګټه پورته سوې اوپه بدل کي يې داسی کسان دملت په څټ کي سپاره کړل سوي دي، چي يو ګړی څوک د زغمولو توان نه لري.
قدرمنو وزيرانو!
په هيواد کي پرله پسې انقلابونو، کودتاګانو او بدلونونو اکثره مسؤلينو ولس ته شا کړې او خپل جېبونو ته يې مخونه اړولي و و، ولس ته يې کار څه، چي د هغوی له لاسه يې يوه ګوله ډوډۍ هم کښلې ده.
همدا سبب دی، چي لاتراوسه عام خلک په دې دوران کي له هر دولت څخه ليري پاته او له ټوپکوالو يې کرکه کېږي، ځکه ددولت پرڅوکيو ځينو ناستو حاکمانو پرځان اغزي لرونکي سيمونه او سيميټي دېوالونه راګرځولي دي.
ولس يې د هرې بلا سپر کړی اوتر اخري سلګۍ يې ځانونه د ملت په وينو پړسولي دي.
ښاغلو او اغلو وزيرانو!
افغان مسلمان ملت سخت ځپلی او په هر رنګ او هرنامه يې د شپې کورونه بمباري، تلاښي، نړېدلي او سوځول سوي دي.
د همدغه ملت د کورنۍ غړي د جاسوس، خلقي، پرچمي، مجاهد اوطالب په نومونو زندانونو ته ټېل وهل سوي ، چي تراوسه يې د ژوند او مرګ درک نه سته .
د همدغه ملت، چي تاسي يې نن وزيران ياست، شمتنۍ، کاروبار، اسناد او سوانح، دوکان او دفترونه د بېلا بيلو نومونو په تور له منځه وړل سوي او پرتش ډاګ پړمخي غورځول سوي، چي اولادنو ته په يوې ګولې ډوډۍ پسې سرګردان ګرځي.
دګډ حکومت درنو وزیرصاحبانو! نورعام ولس له روانو حالاتو او بېلا بیلو نومونو څخه ترسږمو راغلی، نور ولس په رښتیا له حکومت او په ځانګړي ډول له خپلو وزیرانو کار ریښتنی افغاني کار غواړي.
افغان ملت په تیرو څلور لسیزو غورځو پرځو کي پوخ او پوه سوی دی، دهرچا کار او خبري ښه درک کولای سي، یوازي په غوړو خبرو او تکراري ژمنو نه غولیږي.
که رښتیا تاسي درانه وزیران د ملت په غم کي یاست، نو پردې ملت زړه وسوځی، ددوی لپاره کار پیدا کړی او له غیري مسلکي کسانو څخه، چي دامهال په وزارتونو او د ولایتونو په ریاستونو کي يې چوکۍ ټینګي په ځان پوري سریښ کړي دي خلاص کړی، که چیري تاسي په دې اړه یو لږ هڅه هم وکړی، نو پوه سئ، چي بری ستاسي، ملت ستاسي او نېکمرغي ستاسي ده او کنه تاسي به هم د نورو تیرو کسانو په څېر ولس ته د مخ ښکاره کولو وړ نه یاست .