محمدابراهيم سپېڅلی، کندهار – 

د يوې ټولني ښېرازي او پرمختګ د هغې ټولني د ټولو خلکو په کلک زيار او زحمت پوري تړلی دی.

د نړۍ په تاريخ کي هرهغه ټولنه، چي وګړو يې لاسونه تڼاکي کړي او د تندي خولې يې توی کړي، هغوي ترډېره خپلو هيلو ته نږدې سوي دي.

هيڅکله يوه ټولنه او دهغي اوسيدونکي د پرمختګ لوړو پوړويو ته ترهغه مهاله نه رسيږي، ترڅو چي کار او سخت کار ونه کړي.

کاراوخولې تويول د راتلونکي هوسا ژوند يو پوخ اساس دی، ليکن دا پوخ اساس يوازي په خلکو پوري هم نه دی تړلی، بلکي ددې هوسا ژوند لپاره دولت هم لوی مسؤليت لري، چي د ټولني خلکو ته د کارزمينه چمتو کړي.

اوسمهال، چي په هيواد کي ترمخکنيو وختونو وزګارتيا اود خلکو بېکاري ډېره سوې، ددې لوی مسؤليت ددولت پر اوږو دی، ځکه خلک هرسهار په کار پسې لالهانده ګرځي، خو کار لکه همای مرغه چاته په لاس نه ورځي.

پښتانه متل کوي، چي ( له بېکاره خدای بېزاره ) يالکه عالمان، چي وايي، (د بېکاره سړي په ذهن کي شيطان ځاله جوړوي. )

کوم وخت، چي د خلکو په ذهن کي خدای مه کړه شيطان ځاله جوړه کړي، نوبيابه همدغه کس خپلي ټولني  ته سترګواښ وي.

 زموږ په هيواد کي سياسي تپل سويو ناخوالو دا خبره په ثبوت رسولې ده، چي د دغسي وزګارکسانو په مرسته تل د جګړې نغری تود ساتل سوی، چي د تاوان بڅرکي يې د ټول هيواد دښتي ، غرونه او ښارونه لولپه کړي دي.

په دې وروستيو کي داسي ډېر خبرونه خپاره سول، چي ارپا اود غربي نړۍ نورو هيوادونو ته تلونکي د قاچاقي مسافرو بېړۍ په اوبو کي ډوبي سوي او د سپرليو ارمانونه يې له غوښو سره يوځای د سمندري نهنګانو او کبانو نس ته لوېدلي دي.

همدارنګه د سوريې په جګړه کي ايران له هغو وزګارو افغانانو څخه ګټه اخلي او په پرديو هيوادونو کي يې په ډېره ناڅيزه تنخوا جنګوي.

ښکاره خبره ده، چي له دغسي جنګونو څخه ژوندي وتل خورا سخته خبره ده، ليکن داکسان له وچي مجبورۍ څخه وسله په لاس سنګر ته ځي، څه فکر کوی، چي که دغو کسانو ته د خپلي کورنۍ ترڅنګ د کار او يوې ګولې ډوډۍ پيداکيدلو زمينه چمتو وای آيا دوی غوښتل، چي خپل ځانونه دسمندري نهنګانو يوه ګوله کړي يايې هم د سوريې په دښتونو او ريګونو کي غوښي حيوانات وخوري؟

په ۲۰۰۹ عيسوي کال کي د ملګرو ملتونو يوه څېړنه ښيي، چي د پناه غوښتونکو په ډله کي تر هرچا زيات افغانان پرديو هيوادونو ته په قانوني او غيري قانوني ډول تللي دي.

د څېړني له مخي په دوهمه کټګوري کي عراقيان  او بيا داسی د نورو جګړه او اقتصاد ځپلو هيوادونو اوسيدونکي په يوې ګولې ډوډۍ پسې سرګردانه يوې او بلې خواته وتلي دي.

افغان ګډ دولت ته په کار ده، چي ترهرڅه لومړی د خلکو د وزګارتيا غم وخوري، ځکه دامهال د افغانانو په مخکي بېکاري يوه داسي لويه ستونزه ده، چي ددوی د ژوند پراکثرو اړخونو يې سيوری غوړولی دی.

همدا بېکاري ده، چي خلک له دولت څخه ورځ تربلي واټن نيسي، همدا بېکاري ده، چي ناامني زياتيږي، همدا بيکاري ده، چي سوداګر له هيواده پانګي نړيوالو بانکونو ته انتقالوي.

اوسمهال په ټول هيواد کي د خلکو لومړنۍ غوښتنه د کار زمينه چمتو کول دي، دا چي څه ډول دولت مسؤليت او مکلفيت لري، چي د خپلو کړو وعدو پربنسټ د هيوادوالو اساسي ستونزي ته د حل معقوله لار پيدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *