وګړو ته د روزګار یا استخدام د مواردو پیدا کول د اقتصاد د سترو موخو څخه یوه ده، د خپلو وګړو د اقتصادي هوساینې او رفاه په موخه ټول دولتونه اړ دي چې خپلو وګړو ته روا او د حیا او پردې دندې او وظایف پیدا کړي. روا او د آبرو او عزت دندې په دې مانا چې ناروا او هغه کارونه او دندې چې د ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وي د روزګار یا استخدام په مواردو کې نه شمېرل کیږي. وګړو ته د روزګار پیداکول په اقتصاد کې دومره مهم دي چې د اقتصاد د علم غښتلې څانګه یعنې لوی اقتصاد د استخدام یا روزګار د اقتصاد په نوم نومول شوی دا ځکه چې د اقتصاد د علم د نوموړې څانګې لویه برخه د روزګار پر موضوع بحث کوي.
بې روزګاري په یوه ټولنه کې د غربت او بیوزلۍ پرته ډیرې نورې ټولنیزې ستونزې زیږوي، ځوانان په اروایي ناروغیو اخته کوي، دعاید نا انډوله وېش ته لار هواروي، بې روزګاره وګړي بېلابېلو ناروا کارونو لکه غلا، لارې شکولو، د پیسو لپاره د خلکو ترور، د پیسو لپاره د عامه شتمنیو ړنګول او نورو ته مخه کوي. له بده مرغه په دا دولسو کلونو کې د پرېمانه بهرنیو مرستو او پانګې د شتون په صورت کې زموږ دولت و نه شو کولای چې خپلو وګړو ته د روزګار موقع او چانسونه برابر کړي؛ دا شاید په دولت کې د شته فساد له امله د بنسټیزو اقتصادي او پرمختیایي کارونو د نه شتون له امله وي او یا هم بهرني مرسته کوونکي د خپل استعماري ځانګړتیاوو له مخې په لوی لاس زموږ د ټولنې د اقتصادي هوساینې مخنیوی کوي.
د پورتنیو یادو شوو ستونزو د حل یوازینۍ لار وګړو ته د روزګار د فرصتونو رامنځته کول دي چې له مخې به یې ډېری وګړي سالم مصروفیت ولري او له امله به یې د شته نا امنۍ، جګړو او ټولنیزو شخړو په کچه کې د پام وړ کموالی راشي. یادونه باید وکړو چې زموږ په څېر په هغه ټولنو کې چې پر کورني نظام ولاړ وي د روزګار ډېر کم موارد کولای شي چې بسنه وکړي ځکه زموږ په ټولنه کې د ډېری کورنیو لګښتونه یوازې یو مشر تن ته ور پر غاړه وي او کله چې یوازې نوموړی تن روزګار ولري نو د ټولې کورنۍ اقتصادي ستونزې ورسره هوارې وي. لاندې په لنډ ډول د هغه مواردو څخه یادونه کوو چې کولای شي د روزګار فرصتونه رامینځ ته کړي.
پانګونه: پانګونه د اقتصادي فعالیتونو د تحرک لامل دی او په دې خو ټول پوهیږو چې اقتصادي فعالیتونه له اجورې او مزد پرته پرمخ نه بیول کیږي، کله چې نوې پانګونه کیږي نوي کاروبارونه پیل او طبعي خبره ده چې نوي کاروبارونه او تشبثات د روزګار نوي فرصتونه رامینځ ته کوي. د پانګونې په پایله کې د نوي کاروبارونو لپاره بیلابیل مسلکي کارګرو لکه تخنیکي پرسونل، د بازار موندنې کارکوونکي، حسابدارانو او د نورو ګڼو عادي کارګرو لپاره د روزګار زمینه برابریږي. زموږ په هېواد کې د روزګار د مواردو د کموالي تر ټولو ستر لامل هم همدا د پانګونې کموالی دی چې په یوه مخکنۍ لیکنه کې مو د پانګونې د کموالي په دلایلو خبره کړې وه.
د کورنیو کارګرو استخدام: د بهرنیو کارګرو په کار ګومارل کورنیو کارګرو ته د روزګار د فرصتونو د کموالي لامل کیږي. موږ د اقتصادي وروسته پاتې والي له امله د روزګار ډېر کم فرصتونه لرو چې د هغو څخه هم په ډېرو کې یې بهرني کارګر لکه پاکستانیان، بنګله دیشیان، هندیان او د نورو هېوادونو وګړي استخدام شوي. دا په داسې حال کې چې اوس ډېری افغانان مسلکي شوي، د اړتیا وړ پوهه یې تر لاسه کړې او کولای شي هر ډول مسلکي او تخنیکي کارونه پرمخ بوځي. بیا هم که په ځینو مواردو کې متشبثن د مسلکیتوب پلمه کوي، نو دا د دولت دنده ده چې پر هغوی ځانګړي قیودات ولګوي، داسې چې په هره برخه کې یې بهرنی کارګر ګومارلی وي باید په هماغه برخه باید خپل کورني کارګر وروزي، په دې چاره کې له بهرني کارګر څخه هم ګټه اخیستلی شي او خپل کورنی کارګر یو بهرني هېواد ته د روزنې لپاره هم لیږلای شي. د دې تر څنګ دولت باید د بهرنیو کارګرو په استخدام داسې درانه شرایط کیږدي چې استخدام کوونکو ته یې لګښت ډېر دروند تمام شي او مجبور شي تر څو کورني کارګر په دندو وګماري، یادونه باید وکړو چې دلته په خصوصي کاروبارونو کې د بهرنیو وګړو د استخدام یو دلیل دا هم دی چې هغوى په ډېر کم معاش دلته کار کوي نو که چېرې دولت په دې اړوند ځانکړې پالیسي ولري او د بهرنیو کارګرو د استخدام په پروسه کې غښتلې بیوروکراسي رامنځته کړي نو په خپله به د بهرنیو کارګرو د استخدام مخه ونیول شي او د کورنیو کارګرو د روزګار فرصتونه په ډیر شي.
پوهه او مسلکیتوب: یو تن د هغه د پوهې او مسلک له مخې د یوې دندې لپاره استخدامیږي، نو کله چې غواړو د کار موندنې چانس مو زیات وي نو باید د ننی عصر د اړتیا سره سمه پوهه او تعلیم ولرو. په یاد ولرئ هغه تن چې له پوهنتونه فارغ وي د دولسم ټولګې څخه د فارغ په پرتله یې د استخدام چانس ډیر او همدغه تن بیا د یو ماسټر او یا ډاکټر په پرتله د استخدام د کمو فرصتونو څخه برخمن وي.
د کوچنیو کاروبارونو غښتلي کول: د هر هېواد د ملي عاید، پانګونې، تقاضا او نورو ډیری برخه واړه کاروبارونه جوړوي نو طبيعي ده چې په همدغه برخه کې به ډېری کارګر هم په کار ګومارل کیږي نو د روزګار د ډېری فرصتونو د رامینځ ته کولو په موخه باید نوموړي کاروبارونه لاپسې پراخ او غښتلي شي. دغه کاروبارونه باید نه یوازې دا چې پرکور دننه تقویه شي بلکې د لویو کمپنیو په څېر باید د هېواد څخه بیرون په بازار پیدا کولو کې یې هم لاسنیوی وشي تر څو د ډیرې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه لا پراخه او لا ډېر کار کوونکې په دندو وګوماري.
دولتي لګښتونه: دولتونه هم کولای شي د خپلو ورځنیو او پراختیایي لګښتونو د لوړولو له مخې وګړو ته د کار زمینه برابره کړي، په دې برخه کې د لویو او بنسټیزو پروژو په کار اچول د یادونې وړ دي چې تر اوږده مهاله وګړو ته د روزګار فرصتونه برابروي. وګړو ته د روزګار د فرصتونو ډېر نور موارد هم شته چې د لیکنې د حجم د کموالي له امله په همدومره څه بسنه کوو.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴