دافغانستـان اســلامـي جمـهوریت داجرائیه ریاست لومړي معاونیت

مطبوعاتي اعلامیه

په لوړو زده کړو سمبال ، کدري او په کارپوه ځوانان داسې یوه ستره پانګه بلل کیږي ، چې دهیواد راتلونکې مو ورپورې تړلې ده ، د همدغو ځوانانو پرمټ کولی شو، د پرمختګ یو داسې اساسي علمي بنسټ کیږدو چې هیواد مو دپرمختګ او پیاوړتیا په لور ګړندي ګامونه پورته کړي .

دهیواد کدري ځوانان باید د وړتیا او پوهې له مخې په ټولو دولتي ارګانونو کې داسې ځای پرځای شي چې د هیواد او هیودوالو لپاره دخدمت مصدر وګرځي او دخپلې ځوانې انرژۍ پوهې او استعداد له مخې ملي ګټې خوندي کړي .

دغه کدري ځوانان باید پرته له کوم سیاسي ، شخصي، سمتي او قومي روابطو دهیواد دملي ګټو په اساس په دندو وګمارل شي ، په دې معنا چې په وزارتونو کې د وزارت له څوکۍ پرته چې یو سیاسي بست دی نورې ښکته ټولې مقررۍ باید دملګرتیا پالنې په اساس نه، بلکي دمسلک او ملي ګټو دخوندي کیدو په موخه تر سره شي .

وزیران باید دخپلو ملګرو د ملګرتیا پالنې پرځای د افرادو  پوهې استعداد او وړتیا ته لومړیتوب ورکړي ، ترڅو دهیواد دپرمختګ لپاره، په دولتي سیستم کې له هغو کدري ځوانانو څخه ګټه پورته شي چې کاري وړتیا لري ، نه داچې په وزوارتونو کې ، مقررۍ دشخصي ګوندي سمتي او ژبنیو روابطو په اساس وي ، چې دغه ډول کړه وړه له یوې خوا دهیود له ملي ګټو سره په ټګر کې دي ،له بلې خوا دملت او دولت ترمنځ د واټن رامنځ ته کیدو لامل هم کیږي .

نو پکار داده ، چې د یوې روښانه راتلونکې او په ځان بسیا افغانستان لپاره له هغو ځوانو کدرونو څخه ګټه پورته شي ، چې کاري وړتیا لري ، زحمتونه يې ګاللي اود لوړو زده کړو خاوندان دي .

دغه هدف ته د رسیدو لپاره دولسمشر او اجرائیه رئیس جدي پاملرنه دوخت یو مهم ضرورت دی.

 دیادونې وړ ده چې دغه کدري ځوانان هم باید په ملي فکر سمبال او ځانونه له هغو ناوړه سیاستونو او کړکیچونو څخه لرې وساتي چې دهیواد د ملي ګټو په زیان وي او په خپل ټول توان سره د یو پرمختللي سوکاله او ښیرازه افغانستان لپاره مټې را ونغاړي .

One thought on “وزیرانوته د اجرائيه ریاست د لومړي مرستیال پیغام”
  1. وایی:لیوه ته یی نصیحت کولو چی د خلکو پسونه او رمی مه داړه! لیوه پځواب کی ورغبرګه کړه چی ډیر وبښه ستا نصیحت ډیر خوندور دۍ ،خو هغه رمه راڅخه تیریږی نو بیرته درته راځمه!او بله یی دا چی وایی :دغه یی قواله په چایی مني!؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *