د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې خپله ناسته نن د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.
په دې ناسته کې لومړی د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختیا د کمېسیون د درالانشاء رئيس د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ځانګړو اقتصادي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هېواد په مختلفو برخو کې یې د اقتصادي زونونوفعالولو لپاره اغېزمن اقدامات کړي دي. هغه وویل، چې ځانګړو اقتصادي زونونو په جوړېدو سره به د هېواد اقتصاد پياوړی، بیکاري راکمه او عواید به لوړ شي.
نوموړي د یوې طرحی په وړاندې کولو سره وویل چې، په کندهار کې ځانګړي اقتصادي زونونو تر جوړېدو وروسته به تر راتلونکو ۱۵ کالونو پورې د هېواد په ناخالصه توليداتو کې ۱۱،۶میلیون ډالره زیاتوالی راشي، ۶۱۰ میلیون ډالره به دولتی عواید لوړ شي، د ۹،۰ ميليارده ډالرو په ارزښت به صادرات ترسره او ۱۳۵۸۷۰ تنو ته به د کار کولو زمينه برابره شي.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ځانګړی اقتصادی زونونو کې ډېر کار شوی او زیاته یې کړه چې د دوی ټول وړاندیزونه دې د کابینې او اقتصادي کمېټې په ناستو کې تر بحث لاندې ونیول شي، ځکه چې ځانګړي اقتصادي زونونه د افغانستان په اقتصاد مستقیم اغېز لري.
په غونډه کې یادونه وشوه، چې د اقتصادي ځانګړو او ازادو زونونو په قانون کې خصوصي سکتور او سوداګریزو خونو ته پاملرنه نه ده شوې.
اجرائیه رئیس عدلیې وزیر ته هدایت ورکړ چې په یاد قانون کې د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د سوداګریزونو خونو د شاملولو او د هغوی د نظریاتو اخیستلو لپاره زمینه سازي وکړي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د میس عینک کان د وضعیت په اړه خپل رپوټ اقتصادي کمېټې ته وړاندې کړ. هغې وویل، چې له MJAM کمپنۍ سره یې د مس عینک کان د قرارداد په بیا کتنې غور پیل کړی او ژمنه یې کړې چې د یادې پروژې پر وړاندې شته خنډونه باید له منځه یوړل شي. هغې زیاته کړه، چې د اړونده اوو کلیو د ځمکو استملاک او تصفیه، د تاریخي اثارو لېږد، د اړونده چینايي کمپنۍ د شرطونو منل او امنیتي مسایل هغه موارد دي چې دمګړۍ باید د حکومت رهبري یې په اړه پرېکړه وکړي.
نرګس نهان دغه راز د سیمې خلکو او جوړېدونکي ښارګوټي ته د پاکو اوبو برابرول او په دې برخه کې د ټولو اړونده ادارو ترمنځ په همغږۍ د همکارۍ رامنځته کول اساسي وبلل.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مس عینک کان د استخراج او د شوي تړون د عملي کولو لپاره له پیل شویو هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د حکومت رهبري په بشپړ ډول ترې ملاتړ کوي.
د وزارت له چارو خوښی وښوده او وویل زه او محترم ولسمشر له یاد وزارت له کړنو حمایت کوو او ټول وزارتونه دې باید له کانونو او پټرولیم وزارت سره همکارۍ وکړې .
اجرائيه رئيس ټولو ادارو ته هدایت ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سره دې د همکارۍ لپاره خپلې چارې په همغږۍ او سرعت سره مخ ته یوسي.
د اجنډا بله برخه د ټاپي ټرانزیټي دهلیز د وضعیت په اړه د ښارجوړولو او اراضۍ وزارت رپوټ ته ځانګړې شوې وه. د ښارجوړلو او اراضۍ وزارت سرپرست جواد پیکار وویل، تر اوسه په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې د ځينو وړو ستونزو او ننګونو با وجود هم ښې روانې دي.
هغه وویل، د امنیت نه شتون، د ځمکو د استملاک ستونزه، د پروژې په ترسره کولو کې د نړیوالو معیارونو تطبیق او نور د یادې پروژې پر وړاندې عمده ننګونې دي.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې، د دې پروژې د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره به په پي وي سي کنفرانس کې له ولسمشر سره یو ځای ټولو اړونده والی صاحبانو ته هدایت ورکړي، چې د ټاپي پروژې پر وړاندې د شته ستونزو په لرې کولو کې جدي اقدامات وکړي.
اجرائیه رئیس وویل، ټول امنیتي مسوولین مکلفیت لري چې د ټاپې پروژې په امنیت کې جدي اقدامات وکړي او دی به خپله د سر اعلی په قومندانۍ کې دا مساله په جدیت سره له اړونده مسوولانو سره تعقیب کړي. اجرائيه رئيس وویل، نباید امنیتي ننګونې لامل شي چې دغه پروژه له خنډ سره مخ شي.
د اجنډا له مخې د اوبو او برېښنا سرپرست محمدګل خلمي د شاه و عروس بند د جوړېدو په اړه ناستې ته خپل رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د دې بند د رغېدو چارې 85 سلنه بشپړې شوي دي. هغه وړاندیز وکړ، چې د ځمکو استملاک او ځايي اوسېدونکیو ته د بدیلو ځمکو نه ورکول د بند د رغېدو پر وړاندې اساسي ستونزې دي.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې مالیې، اقتصاد، اوبو او برېښنا، ښار جوړولو او اراضۍ وزارتونه دې په دې اړه ناسته وکړي او د یاد بند د ستونزو په حل کې دې مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي.
د غونډې د اجنډا بله برخه د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو میزان ته ځانګړې شوې وه، چې د سوداګریزونو خونو چارواکیو یې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د هوايي دهلیزونو له لارې د 450 میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله 15 سلنه زیاتوالی ښيي.
اجرائيه رئیس هدایت ورکړ، چې هوايي دهلیزونه دې لا تقویه او په دې برخه کې دې د سوداګریزونو خونو وړاندیزونو ته چې د سړو خونو جوړوېدل، په هوايي ډګرونو او ګودامونو کې د سترو سکنرونو لګول او نور دي، توجه وشي.