تاند – د افغانستان د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبه په ورځ ولسمشر کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له ټاکلي جدول سره به سم نوی ولسمشر د اختر په پنځمه چې د اګست دوهمه کیږي د لوړې مراسم ترسره کړي.

حامد کرزي چې د غونډې مشري یې کوله وویل، دغه نیټه به نه بدلوو او نه به بدلیږي. ولسمشر وویل چې د لوړې د مراسمو لپاره پکار ده چې ټول اړین تدابیر ونیول شي.

د وزیرانو د شورا په غونډه کې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو خبره په داسې وخت کې یاده شوه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د چهارشنبه په ورځ به ابتدایي نتیجې اعلان کړي.

د عبدالله عبدالله ډلې ویلي دي، که دا نتیجې اعلان شي دوی ته د منلو نه دي ځکه چې دوی خپل اعتماد د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون او د شکایتونو پر کمیسیون بایللی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې مخکې قسمي پایلي د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د اعتراضونو پر مهال وځنډولې، ځو دا ځل یې تر دې دمه څه نه دې ویلي چې دوی به ابتدایي نتیجې ځنډوي.

2 thoughts on “وزیرانو شورا د واک د لیږد مساله وڅیړله”
  1. دا څل که دانتخا باتو کمیسیون پا یلی وڅنډاولی دسخت غبر ګون سره به مخامخ شی نوره دملت خوصله نشته نه دریم څلورم څل انتخا بات منی اونه ملت دچا نوکر ده دا په حقیقت کی ملت ته توهین ده وبس ددوی رایو ته توهین ده حتمی پا یلو اعلان په ټاکلی .نیټه ۱۱ ۴ ۹۳ دچار
    شنبی ورڅ غواړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *