دغه کتاب، چې همدا اوس تازه له چاپه وتلی دی، د افغان لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار اثر دی.
په دغه کتاب کې د وزیرستان پر اوسني وضعیت، تاریخي مزل، د مشرۍ او مبارزو محور، امارت اومَلَکِۍ، طالبان او پښتون نشنلیزم، استخباراتي جګړې، انګریز، روسي، ایټالیايي او جرمني څارګرۍ، د ایپي فقیر د پښتون نشنلیزم او ډیورنډ ضد مبارزو پر څرنګتیا، د ایپي فقیر او باچان خان پر مبارزو، انګلیسي مرمۍ او روپۍ سیاست، د پښتنو د سیاسي قبلې د بدلولو پر ستراتیژي، وزیرستان او ډیورنډ کرښې، د وزیرستان او افغانستان پر اړیکو، د امارت پر راستنېدو، سخت دریځي او طالبانو، د وسلو د صنعت او قاچاق پر عواملو، د قبایلي سیمو پر حقوقي حیثیت، ژوند او د قبایلو پر مډرنایزیشن په زړه پورې بحث شوی دی.
دغه کتاب د وزیرستان په تړاو په لیکل شویو کتابونو کې راښکونکی او د تازه او ناویلو معلوماتو حکایت کوي.
په دغه کتاب کې به تاسې دا هم لولئ، چې ایپي فقیر په وزیرستان کې څنګه د پښتونستان لومړنۍ جرګه پرانېسته او په په خپل پرېکړه لیک کې یې پاکستان ته څه وویل؟
دغه کتاب د امیر عبدالرحمان خان او موریتمور ډیورنډ ترمنځ یو ډیالوګ هم لري، چې تر ډیره پر وزیرستان راڅرخي.
کتاب په ۳۰۰ مخونو کې په کابل کې سپوږمۍ راډیو چاپ کړی دی. د کتاب لیکوال پخپله په قوم مسید دی او د عمر نیمايي برخه یې په وزیرستان کې تېره کړې ده.