د رابرټ ګیټس د خاطرو جنجالي کتاب ته کتنه

لیکوال:عزیزحکیمي

سرچینه: BBC

 د امریکامتحده ایالاتو د دفاع مخکیني وزیر رابرټ ګیټس د خپلو خاطرو په کتاب کې چې تازه بازار ته راغلی،په ساده ژبه د افغانستان او عراق د جګړو ځینې تتې څنډې روښانه کړي.

په ډېرګومان دغه کتاب زموږد  شنونکو او ورځپاڼه لیکونکو لاس ته نه دی رسیدلی.

(په جګړه کې د یوه وزیر خاطرې)په نوم دغه کتاب د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکا د سینګار شوي سیاست په اړه د عادي افغان لوستونکي تصور لړزوي او له هغو ناسم پوهاویو،برداشتونو،شننو،سلیقو،دوستیو او اختلافاتو په اړه یې پوهوي،چې امریکایي سیاستوال یې د افغانستان او عراق د جګړو په اړه لرلي او لري.

  ښاغلي ګیټس په دغه کتاب کې پردوو برخوخپلې خاطرې وېشلي،چې یوه برخه د عراق او بله د افغانستان له جګړې سره تړلې ده،په دغه لیکنه کې د افغانستان په اړه د ښاغلي ګیټس خاطرو ته کتنه شوې ده.

کرزی؛بېړنی،تورلګونکی او عصبي کس

  رابرټ ګیټس په دغه کتاب کې له افغان ولسمشرحامد کرزي سره د خپلو اړیکو او ملګرۍ زیاتې خاطرې لیکلي،هغه د کتاب په یوه برخه کې یې کرزی هغه کس ګني،چې«هیڅکله د قضاوت په اړه فکرکولو ته نه منتظرکیږي»له دې سره په ځینو برخو کې ګیټس مني چې کرزی له امریکا سره د اړیکو په ترینګلتوب کې په حقه و.

 د امریکا متحده ایالاتو د دفاع پخوانی وزیر لیکلي،سره له دې چې کرزی د ورپه نصیب شوي سیاسي موقف او حتی ژوند په اړه یې د امریکایانو منندوی و،خو له دې سره هغه یو پښتون رهبر او افغان ملت پالونکی دی.

ګیټس وایي،د دفاع وزیر په توګه دڅلورنیم کلن خدمت په موده کې یې له حامد کرزي سره په ځلونو ځانګړي ډول لیدلي او دواړو هرځل په څرګندو ټکو خبرې سره کړي دي.

 ګیټس له کرزي سره کارکول په شدت سره ستړی کوونکی او لېونی کوونکی ګڼي او وایي له هغه سره یې د ښه کارکولو راز دا موندلی و،چې د هغه خبرو ته به ښه غوږ نیسې.

هغه کار،چې د ګیټس په وینا د امریکا د هغه مهالي سفیرپه ګډون لږو لویدیزو چارواکو تمایل ورته درلود.

ګیټس زیاتوي،ولسمشرکرزی د ډېرو په اند د خپلو اندیښنو په بیانولو کې ډېرڅرګند او توند و.

 ښاغلی ګیټس لیکي:«ډېرپخوا ترهغې چې ځینې موضوعات لکه:د ملکي خلکو تلفات،د خصوصي امنیتي کمپنیو ستونزې،شپني عملیات او پرسپیو د کورونو پلټل د کرزي او نړیوالو ایتلافیانو ترمنځ د شدید اختلاف سبب شي،ولسمشردا مسلې په خصوصي ډول زموږ له غوږه تېرولې،خو موږ د دغو اشارو د ارزښت په درک او پروړاندې یې خپل مسولیت کې کمزوری عمل وکړ».

 رابرت ګیټس وایي:کرزی په استثنایي ډول د بهرنیانو د هغو اقداماتو او نظریاتو پروړاندې حساس و،چې پکې د افغانستان ملي واکمنۍ او خلکو ته درناوی په پام کې نه نیول کیده،هغه په ځانګړي ډول پرځان او په فساد کې د خپلې کورنۍ د غړو د ښکېلتیا پر ادعاوو او نیوکو سره ډېرحساسیت درلود.

 په څو دغسې برخو کې د امریکا پخوانی دفاع وزیرد ولسمشرکرزي لخوا د توطیې تیورۍ ته اشاره کول یادوي،چې د وخت په تېریدو سره بدترکیږي،ګیټس وایي کرزي د ۲۰۰۷ په یوه ځانګړې ناسته کې ورته ویلي:

 (له شمال ټلوالې سره کارکول هېواد له خطر سره مخ کړی،د پوتین ملګري(شمال ټلواله)اوس د پارلمان غړي او حتی ماشومان وژني.

ګیټس وایي کرزي راته وویل:دا د طالب او القاعدې کارنه دی،زموږ خپل بد خلک داکارونه کوي،د ګیټیس په وینا کرزي زیاته کړه چې افغان حکومت د دغې وضعې د کنټرول لپاره د امریکا مشورې ته اړتیا لري.

د ګیټس په خبره له دې کبله چې د طالبانو زیات فعالیتونه د افغانستان په سویل کې ول،حامدکرزي ورته ویلي وو چې جګړې پښتانه ډېرځپلي او هغه(کرزی)داسې ګڼي چې پښتانه د جګړې هدف ټاکل شوي.

ګیټس لیکي:هغه دا خبره په دې وکړه،چې له پښتنوقبایلو سره د ډېرکاراړتیا ته اشاره وکړي.

ګیټس زیاتوي:دغه شخصیت (کرزی)کلاسیک و،ترحد ډېرهیجان ځپلی خوخبره یې غلطه نه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *