بدلون

سرليکنه/ د بدلون اوونیزې اداره

د سرطان پر ۱۲- مه د ودان افغانستان ګوند د پکتیا ولایتي کومېټې له خوا په نوموړي ولایت کې د ماشومانو د لوبو لپاره د پلاستیکي وسلو د خرڅلاو پر ضد یو کمپاین وشو؛ کومېټې پکتیاوالو ته په خاص او ټولو افغانانو ته په عام ډول پیام ورکړ چې وسله د تاوتریخوالي و مرګ- ژوبلې شیطاني وسیله ده، زموږ شریف خلک باید هيڅکله او په ځانګړې توګه د اختر په شپو- ورځو کې خپلو کوشنیانو ته پلاستیکي وسلې وانخلي ځکه د دوی نازکې او پاکې ارواوې که له همدغه کوشنیتوبه له وژونکو وسلو سره عادت شي نو بیا په لویوالي کې واقعي وسلې ډېر په آسانه کارولای شي؛ ماشومانو ته باید د لوبو د سامان په صفت د وسلو پر ځای داسې د بازیو شیان واخیستل شي چې پر روحیه یې مثبت اغېز ولري او په ښوونه و روزنه کې یې مؤثر واقع شي.

دا ډېره مهمه او حساسه مسئله ده چې له نېکه مرغه زموږ سوله پال پکتیاوال هیوادوال په ښه توګه ورته متوجه شول او دا د دوی پر ژوره وطندوستۍ و انساندوستۍ، درایت، پوهه او ځیرکتیا دلالت کوي؛ د ودان افغانستان ګوند لپاره د ویاړ خبره ده چې ځوان کدرونه یې د افغانستان د پرمختګ و ښېزارۍ لپاره بېساري احساس او دقیق علمي فکر او هم د خپلې سیاسي- علمي طرحې د تطبیق لپاره د عمل اراده و مېړانه لري.

جالب تصادف دی! ټیک په همدغه ورځ، چې په پکتیا کې د (و.ا.ګ) سوله دوستو غړو د وسلې پر ضد د کرکې اظهار کاوه، نو په سرپل ولایت کې، چې له بده مرغه د ګران هیواد د نورو سیمو غوندې د تروریزم قرباني دی، د دغه ولایت امنیه قومندان رسنیو ته وویل چې په نوموړي ولایت کې د ناامنیو اساسي لامل د یو شمېر حزبونو لکه جمعیت اسلامي، جنبش ملي اسلامي او حزب اسلامي د وسلوالو تر منځ وسلوال مخالفت و رقابت دی.

دغه مسئله یو وار بیا ثابتوي چې په افغانستان کې جهادي تنظیمو او جنګي ډلو، چې د هیواد د ورانۍ او ناتمامو بدمرغیو اصلي عاملین دي، د سیاسي ګوندو او سیاسي فعالیتو اعتبار ته سخت زیان رسولی دی؛ دوی چې اصلاً ملي و قانوني ماهیت نلري، اکثره یې د پردیو په لاسو و اشارو د نورو د ګټو د خوندي کولو او شخصي مفاداتو پاللو لپاره رامنځته شوي، نتېجه یې د خارجیانو بېغمه او پراخو لاسوهنو ته زمينه برابرول، د هیواد ملي بنیادونه له منځه وړل او مسلسل جنګو��ه دي، د دې ادعا یو تازه په تازه ثبوت په پروان ولایت کې د جمعیت اسلامي د یوه قومندان احمد جان پر کور د ایساف ځواکو له خوا هوایي برید او د وسلو د یوه لوی ډېپو له منځه وړل دي چې په مقابل کې یې د دغه اسلامي و جنګي تنظیم د مشرانو، د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رئیس محترم ډاکتر عبدالله په شمول سخت غبرګون وښوول شو خو د ایساف مشرتابه په یوه مطبوعاني اعلامیه کې وویل چې له دغو وسلو څخه د سوله ساتو او افغان ملي ځواکو پر ضد کار اخیستل کېده؛ دغو ترخو واقعیتو ته په کتو سره مو خلکو دا ذهنیت اخیستی چې ګواکي دا د ګوندو او سیاستو وجودي منطق دی چې باید په هیواد کې د جنګ جهنم تر قیامته د مقدس جهاد په نوم ایشېدلی وساتل شي، وطن خرڅ شي، چې نه خرڅېږي نو وران و ویجاړ شي، خلک لوټ و تباه شي، عزتونه لیلام شي، د عظمتو لوړ څلي را ړنګ شي، ملي یووالی له منځه ولاړ شي، جهالت حاکم شي او انسانیت وشړل شي؛ مګر په ژبه پوه، په فکر سمبال او په پوهه پسوللي انسانان اسانه پوهیږي او نور هلک هم باید پوه کړي چې واقعیت د دې سرچپه دی یعنې وسلوال و جګړه مار بانډونه هيڅکله ګوندونه نه شي ګڼل کېدای او نه هم واقعي ګوندونه، لکه (و.ا.ګ)، وسلي ته تمایل ښيي بلکې د هر ډول وسله جوړوني پر ضد نه یوازي په افغانستان آن ټوله نړۍ کې ږغ پورته کوي.

پر علمي اساساتو ولاړ ګوند او پاک سیاست هغه اړتیا ده چې پرمختللې دنیا په هوښیارې سره پوره کړې او موږ هم تر هر چا زیات د آب حیات غوندې ضرورت ورته لرو او (و.ا.ګ) د دغه ضرورت د رفعې له پار د علمي طرحې نوم دی.

موږ په دې باور یو چې د وسلې وجودي منطق دا دی چې انسان باید تباه او انسانیت برباد شي او دا د یوه نارمل او هیومانیست فرد یا کولکټیف لپاره د منلو نه ده چې په یوه یا بله بهانه دې د وسلو جوړولو فابریکې فعالې، په پېخر وسلې دې تولیدېږي او هره ورځ دې د زرګونو مظلومو انسانانو وینې په بهول کېږي.

زموږ لپاره دا ډېره د تعجب وړ او ریشخنده ډکه خبره ده چې د نړۍ لوی وسلوال ځواکونه د وسلو تولید او لا حیرانوونکې و شرموونکې دا چې د اټومې وسلو جوړونه له سوله ییزو هدفو سره تړي، په داسې حال کې چې په دې د کوڅې و بازار سړي سر هم خلاصیږي چې سوله و وسله یو د بل په مقابل کې لکه اور و اوبه دي چې هېڅکله نه شي سره یو ځای کېدای او د یوه شتون د بل زوال دی، پر همدې اساس:

«(و.ا.ګ) د نړیوالو شخړو او لانجو هواری په خبرو- اترو او منطقي استدلال کې لټوي؛ د جګړو، وسله والو سیالیو او وسلو جوړولو د هڅې غندنه کوي او څرګندوي چې: (وسله جوړونه انسان دښمنې ده)»

(کړنلار/ مخ۶۴/ پنځم چاپ)

ښايې د جنګ او وسلې په وړاندې زموږ دریځ او تیورې ځینو بدبینو، بې پروا او بې مسؤلیته کسانو ته یوه تخیلي و ايډیالي مفکوره وایسي مګر موږ ته بېله فرقه ده ځکه هغوی چې د انسان په مرګ- ژوبله، د نړۍ په ورانۍ او بشر ضد کړنو نه شرمېږي، نه ځوريږي او نه یې وجدان لړزیږي نو د دې معنا خو باید دا نه وي چې انسانپرست و بشرپال بهیرونه دې له خپلو هیومانیستي هلو- ځلو لاس واخلي بلکې دوی باید لا د نړۍ ژغورنې او انساني حیثیت ساتنې لپاره فعال، خوځند او په ځغاسته شي؛ دوی باید د بشردوستۍ مبارزې ته لا نورې او نوې لارې پرانیږي؛ دوی باید د انساني پیام رسولو لپاره لا ډېر دریځونه فعال کاندي او شریرو وسلوالو او وسله جوړوونکو ته د مینې و انسانیت آفاقي تبلیغات پیل او متداوم کړي.

دا د رښتینو انسانانو د ژوند هدف و رسالت دی؛ ودان افغانستان ګوند د وسلې پر ضد دغسې یوه انسانپاله تیورې رامنځته کړه، پکتیاوالو یې په تطبیق پیل وکړ او موږ ټول به یې په ګډه تعمیم کړو.

د وسلې جوړونې او وسلې کا��ونې لار د شیطان لار ده، څوک چې د شیطان له نسله دي هغوی پوه شه او خپل یې شیطاني چلونه، سنګرونه او کارونه خو زموږ لار د انسان لار ده، څوک چې ادمزاد دي، په وطن او دنیا کې یې هر کلي ته د عاشقانو په څېر لاس پر نام ولاړ یو او دا مو ایمان دی چې شیطان بالآخره مغلوبېدونکی دی او انسان برلاسی و غالب.

زموږ مبارک دین هم موږ ته زموږ د انسانې و عدم تشدد مفکورې د بریالیتوب ډاډ را کوي:

وقل جاءالحق وذهق الباطل ان الباطل کان ذهوقا.

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۲) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۷\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *