تاند- وسله والو کسانو نن شپه /چهارشنبه/ په کابل کې د ولسي جرګې د یوه استازي پر کور برید وکړ.
د وروستیو راپورونو له مخې، په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي معلم میرولي پر کور د وسله والو په برید کې ۵ تنه وژل شوي دي.
پولیس وايي، ۳ وسله والو انتحاریانو د کابل په خوشالخان مېنه کې د معلم میرولي پر کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې د نوموړي ۳ ساتونکي او دغه راز د کورنۍ ۲ غړي ووژل شول. پولیس وايي، ۳ ساتونکي په لومړۍ انتحاري حمله کې ووژل شول. له چاودنې وروسته دوه نور انتحاریان د میرولي کور ته ننوتل.

ځیني نور راپورونه وايي چې د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و خو دوو یې په لومړیو شېبو کې ځانونه والوزول.
امنیتي سرچینې وايي چې میرولي له حملې روغ وتلی دی.
د ځینو راپورونو له مخې په وژل شویو کسانو کې د ولسي جرګې د یوه بل غړي حفیظ الله بارکزي ۲۵ کلن زوی او دوه لمسیان، چې د میرولي په کور کې مېلمه و، شامل دی.
ویل شوي چې د میرولي په شمول ګڼ نور ژوبل شوي دي. میرولي او مېلمانه یې د شیشو په ټوټو ژوبل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو د حملې د مسلوولیت منلو ترڅنګ ادعا کړې چې د دوی انتحاریانو دا برید د دې لپاره وکړ چې د میرولي په کور کې یوه مهمه امنیتي غونډه ګډه وډه کړي.
له حملې سمدستي وروسته کومانډو ځواک د میرولي کور ته ورسېد او له وسله والو حمله کوونکو سره یې نښته پیل کړه.
باور کېږي چې لا هم جګړه ختمه نه ده او یو یا څو حمله کوونکي مقاومت کوي.
د ۱۳۹۰ لمریز کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې وسله والو طالبانو په کابل کې د اروزګان د خلکو د یوه استازي محمد هاشم وطنوال پر کور په ورته ډول برید وکړ او د ولسمشر له یوه سلاکار سره یې وواژه.
ټالبانو خو دا مهمه غونډه یعنی د یوه بل هیوادوال میلمستیا سخته ګډه وډه کړې ده. دوی ایله د پښتنو وژلو ته ملاتړلې . د کوم عمل چې نتیجه یی هیواد او ولس ته منفې پایلې ولري ، جهالت شمیرل کیږي.