تاند- راپورونه وايي، د خوست د هوايي ډګر په خوله کې له یوې انتحاري حملې وروسته وسله والو ترهګرو د هوايي ډګر له ساتونکو سره وسله واله نښته پیل کړه.
شاهدان وايي، نن ماسپښین یوه انتحاري د هوايي ډګر په خوله کې ځان والوزاوه، ورپسې نورو ډزې پیل کړې.
تراوسه څرګنده نه ده چې وسله وال ترهګر هوايي ډګر ته په ننوتو بریالي شوي او که نه دي.
د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت بیا وايي چې وسله والو یاغیانو پر یوه پوځي مرکز برید کړی دی.
ده سینهوا خبري اژانس ته وویل«یاغیانو نن دوې بجې او ۳۰ دقیقې پر پوځي اډې حمله وکړه.»
ده د حملې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.