تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: په غزني ښار کې نامعلومه وسله والو د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو امریت سرپرست نصرالله سیاسي په ډزو وژلی دی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري تاند ته وویل، پېښه نن سهار د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې په ساحه کې هغه مهال شوې ده، چې نصرالله سیاسي له کوره د دفتر په لوري د وتو په حال کې و.
د نوري په خبره، وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې لا هم روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې ترور په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبان په غزني ښار کې په بې غږه تفنګچو د هدفي وژنو له پلوه مشهور دي.