تاند- وسله والو طالبانو نن د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ پر روغتون برید وکړ، دوه سیمه ییز پولیس او یو ماشوم یې وژلي او ۵ ښځې ژوبلې کړي دي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د روغتون په صحن کې پر بېوزلو ښځو خوراکي مواد وېشل کېدل او د موادو د امنیت لپاره یو شمېر سیمه ییز پولیس روغتون ته بلل شوي ول چې د وسله والو طالبانو له لوري پر روغتون برید وشو.

د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځواک وویل چې مخالف وسله وال کلینیک ته ننوتل، په خلکو یې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه سیمه ییز پولیس او یو ماشوم ووژل شول او پنځه ښځې ژوبلې شوې.

د ښاغلي سرحدي په وینا حمله کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

په همدې حال کې وسله والو مخالفانو د الیشنګ ولسوالۍ د سین پر غاړه د هاوان څو ګولۍ ویشتي چې له کبله یې ۵ تنه عام خلک ټپیان شوي دي.

3 thoughts on “وسله والو د لغمان پر یوه روغتون په برید کې ۳ تنه وژلي”
  1. که دا بې ناموسان او وطن پلورونکي ځانته مسلمان وايي په اسلام کې خو داسې څه نشته چې کافر ورته د لوږې څخه د بچ کیدو په خاطر يو ډبئ غوړي يا څو کيلوو ريجي ورکړي او دوی ېې پرې ووژني د خدای لعنت شه او په دوی شه

  2. شاباش دایی ډیر ښکار کړی دی باید په روغتون کښی مریضان هم نجات درڅخه ونه مومی

  3. د ای ایس ای دلالان دی نه په خپلو مینده او خویندو دی او نه د بل په عزت او ابرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *