تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: د ولسمشر غني د ځانګړو ساتونکو یا پي پي ایس مهم غړی قیام مقصودي تېر ماښام د کابل په پغمان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

تر اوسه ارګ یا رسمي سرچینې په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د قیام مقصودي خپلوانو او ملګرو پر ټولنیزو رسنیو د هغه انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې وسله والو قیام مقصودي په پغمان کې په نښه کړی دی.

قیام مقصودي هغه کس وو چې لندن کې یو هزاره د کنفرانس پر مهال ولسمشر اشرف غني ته سپکاوی وکړ خو د قیام مقصودي لخوا دغه هزاره له تالار څخه په زور وایستل شو.

ګڼو هزاره فیسبوک کاروونکو نن د قیام مقصودي په مرګ خوښي ښودلې او د هغه هزاره فعال جعفر عطايي انځورونه یې د مقصودي له انځور سره یو ځای خپاره کړي دي چې د مقصودي لخوا ښاغلی جعفر عطايي وهل کېږي.

دا په وروستیو شپږو میاشتو کې د ولسمشر غني دویم ساتونکی دی چې وژل کېږي.
تر دې وړاندې د ولسمشرد ساتونکو قومندان هم لومړی په یو برید کې ژوبل او بیا ومړ.

One thought on “وسله والو د ولسمشرغني یو ساتونکی ترور کړی دی”
  1. لکه چې د کابل ښار د بریدونو او ترور لکۍ په لشکر فاطمیون پورې وغزول شوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *