تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: تاند ته د برېښنا شرکت مسوولانو ویلي، نن په کابل کې د ښار ۸۰ سلنه برېښنا له دې کبله پرې شوې چې وسله والو د بریښنا یوه ستن په توغندي ویشتلې ده.

د برېښنا شرکت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن طالبانو د ۱۱۰ کیلو ولټه بریښنا لاین په توغندي ویشتلی چې له کبله یې د کابل ښار ۸۰ سلنه برېښنا هم پرې شوې ده.

 برېښنا شرکت وايي، وسله والو د شمال او شمال لویدیځ سب سټېشن په توغندي ویشتی او اوس د دغې ادارې تخنیکي ټیم هڅه کوي چې په عاجل ډول د برېښنا لاین بیرته وصل کړي.

کابل له هغو نړیوالو ښارونو څخه دی چې ثابته برېښنا نه لري او هر وخت یې د باد، باران، توفان، واورو او د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د بریښنا د پرېکېدو امکان وي.

One thought on “وسله والو د کابل ۸۰ سلنه وارداتي برېښنا سب سټېشن په توغندي ویشتلی”
  1. که څوک غواړی چی ځان برتر ثابت کړی نو په زیاتو باروتو،زیاتی وژنی، زیاتو استخباراتی دامونو کی ښکیلیدل، اجرتی زیات قتلونه ، عام المنفعه تاسیسات ورانول، بیت المال او ګمرکات خوړل او نور رذیله فعالیتونه د انسان، لویی او معقولیت نه ثابتوی بلکی د قرآنکریم په ژبه هغه څوک چی په خیر،خدمت او اصلاح کی مسابقه کوی هغه ښه مؤمن او مفید انسان دی .
    خو تخریبی مسابقی تر هر عنوان لاندی چی وی له مجاهد تر طالب او نورو کاذبو مدعیانو پوری ټولی مردودی او د انسانیت سره معکوس تړاو لری او نتیجه یی تباهی او ظلم دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *