تاند- نامعلومو وسله والو سختدریځو تېره شپه د لوګر ولایت د محمد اغې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ.
د ښوونځي د سوځېدو په نتیجه کې د محمد اغې د کُتب خېلو د نجونو ښوونځي ۱۰ ټولګي او درسي کتابونه، اداري او تدریسي اسناد، لابراتواري وسایل، مېزونه او چوکۍ له منځه تللي دي.
په سوځېدلیو کتابونو کې قرآنکریمونه او دیني کتابونه هم شامل دي.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
خو د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې حمله کوونکي د هیواد، علم او پوهې دښمنان بللي دي.
په وروستیو څو کلونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ښوونځیو د سوځولو او ویجاړولو پېښې خورا کمې شوې وې خو اوس یو وار بیا د ښوونځیو د سوځولو خبرونه ورکول کېږي.
وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډله د ښوونځیو او ټولګټو پروژو ملاتړ کوي خو اوس چې د طالبانو په دریځ کې لوی تغییر راغلی تر طالبانو څو چنده سختدریځه ډله (داعش) پیدا شوې ده. دې ډلې سږ دوبی په ننګرهار کې په لسګونو ښوونځي بند او ویجاړ کړل.
د پوهنې د وزارت پر اساس د محمد اغې ولسوالي د کُتب خېلو په ښوونځي کې ۵۵۰ نجونې زده کړه کوي.
په دې ولسوالي کې د هلکانو او نجونو ټولټال ۶۴ ښوونځي فعال دي.
دایو ډیر بزدلانه کار دی چی زمونږ د ماشومانو په حق کی کوی خو زه به دا ووایم دلته داخلی او خارجی دشمنان نه غواړی چی ده بیچاره مظلوم ملت د علم او ترقی په ګاڼه سمبال شی الله دی هلاک کړی