تاند- د کندهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار – ارزوګان د لویې لارې یوه برخه د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې ده.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک د یکشنبې په ورځ وویل، وسله والو طالبانو د کندهار – اروزګان لویه لار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په برخه کې لږترلږه ۱ کیلو د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې څو په دې لاره د تګ راتګ مخه ونیسي.

افغان امنیتي ځواکونه له دوو اوونیو راهیسي هڅه کوي چې د ترینکوټ- کندهار لویه لار، چې وسله والو طالبانو نیولې، خلاصه کړي څو په دغه سړک ترینکوټ ته کومکي ځواک او مهمات ورسوي.

وسله والو طالبانو د ترینکوټ- کندهار د لویې لارې د ویجاړولو په اړه تراوسه څه نه دی ویلي خو دې ډلې تر دې پخوا په ځلونو لویې لارې، پُلونه او پُلچکونه ویجاړ کړي دي.

5 thoughts on “وسله والو طالبانو د اروزګان- کندهار د سړک یوه برخه په تراکتور ویجاړه کړه”
  1. چی عام المنفعه ځایونه ورانوی الله تعالی یی دی دوزخ څای کړی دا خو ټول د پنجابی اولاد دی چی زور یی ونه رسی یا سړک یا پول ، مکتب او شفاخانی ورانوی الله دی دوی هم وران کړی دا ملا هبت لا پسی د ………..زوی دی وایی موږ مجاهدین د مجاهد د د دروازی دی سپی بلا دی دروګرزی

  2. دا دی د طالبانو اصلي جهاد، له سرکونو سره، چې په نورو ځایونو کې يې ډېر پلونه او پلچکونه هم جهنم ته استولي دي

  3. البته غنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم به پکشي کري یا به په بین المللي سټاندارد نه و برابر

  4. غنـــــــــــــــم نه! کــوکنــــــــــــــار پکې کري، ځکه ئې ویجاړه کړئ۰ دوی ته قیر شوې د خیراو بشریت لاره ښه نه ښکاري، دوی ته د کوکنارو له زهرو ډک سره ګلان خوند وکوي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *