تاند- وسله والو طالبانو د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو حمله کړې او هغه یې نیولي دي.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو، په دې حملې کې، چې تېره شپه درې بجې یې پیل کړه او لا هم روانه ده، د نادعلي ولسوالۍ او یوې دښتې ترمنځ ۴ پوستې نیولي او په لړ کې یې ۱۰ تنه پولیس وژلي دي.
د سیمې اوسېدونکي د طالبانو لپاره د دغو پوستو نیونه مهمه بولي ځکه چې د دوی په وینا دا پوستې د ولسوالۍ د مرکز د دفاع لپاره خورا اهمیت لري.
نادعلي، چې د هلمند یوه ډېره ښېرازه کرنیزه ولسوالي ده، د ولایت مرکز لشکرګاه ته نژدې ده.
د هلمند د والي ویاند په نادعلي کې د طالبانو لاس ته د پوستو لوېدل نه تاییدوي.، وايي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي او د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی.
له بلې خوا راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د غورماچ ولسوالي ونیوله.
غورماچ، چې کله په بادغی ساو کله فاریاب پوري تړلې بلل کېږي، له ډېرو کلونو راهیسي په دې سیمه کې تر ټولو ناامنه ولسوالي ده.