تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د هلمند د یوې نسبتاً مهمې ولسوالۍ مرکز د دولت وسله والو مخالفانو ته پرې ایښی دی.

چارواکي وايي چې د نوزاد ولسوالۍ مرکز یې درې کیلومتري لېري انتقال کړی ځکه چې د پر له پسې بریدونو له کبله ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتې.

افغان چارواکو د نوزاد ولسوالۍ د مرکز پرېښودل تاکتیکي بللي دي خو راپورونه وايي چې دا ولسوالي له یوې مودې راهیسي د طالبانو له سختو حملو سره مخامخ وه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سږ کال په دوبنیو عملیاتو کې طالبانو د هلمند په شمال او جنوب کې ځیني سیمې نیولي خو له دې سره سره چې بهرني پوځیان وتلي دي، طالبان نه دي توانېدلي چې نیولې سیمې وساتي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د نوزاد ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا کې د خلکو ګڼ کورونه شته او د طالبانو د حملو په لړ کې د خلکو کورونو ته زیان اوښت ځکه د ولسوالۍ مرکز درې کیلومتره لېري یووړل شو.

د هلمند یوه دولتي چارواکي وویل چې د نوزاد ولسوالۍ مرکز وسله والو طالبانو نیولی دی.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې وسله والو طالبانو د دوشنبې د شپې په جګړه کې په زرګونو افغان پولیس او د اردو ځواکونه مجبوره کړل چې له ولسوالۍ ووځي.

ده وویل:«اوس ولسوالي زموږ په لاس کې ده.»

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد اصف رویټرز خبري اژانس ته وویل چې لا هم په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

One thought on “وسله والو طالبانو د هلمند یوه ستراتیژیکه ولسوالي ونیوله”
  1. که رښتیا هم افغان دولتی ځواکونو دا ولسوالی د ملکی خلکو د تلفاتو د مخنیوی لپاره پریښی وی ، یو ښه کار دی . ځکه دولت د ټولو هیوادوالو د ژوند د ساتنی مسوولیت لری. ټالیبان به هیڅکله هم پدی بریالی نشی چی د افغانستان یوه ولسوالی تر ډیرو وساتی. پریږدی چی دا د بی نظیری بچیان لږ سره راټول شی او بیا ټول یوځای په لوی ملا ( جنرال حمیدګل او کرنیل امام ) پسی د اقتدا لپاره جهنم ته ورولیږل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *