تاند- افغان چارواکي او شاهدان وايي چې وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا غځېدلی مزی غوڅ کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت رييس میرویس عالمي رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د بغلان – کندوز پر لویه لار د ډند شهاب الدین په سیمه کې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د توزیع لوی مرکز په بمونو الوزولی دی.
د ښاغلي عالمي په وینا، که سیمه له وسله والو یاغیانو پاکه شي، د برېښنا د توزیع دا مرکز په یوه ورځ کې بېرته ترمیم کېدای شي.
دا په داسي حال کې ده چې د قطر د مرکز دوحې په غونډه کې، چې د پګواش نړیوالې موسسې له لوري روانه اوونۍ د طالبانو د استازو په شمول د بېلابېلو افغان شخصیتونو په ګډون جوړه شوه، طالبانو ژمنه وکړه چې ټولګټو پروژو ته به تاوان نه اړوي.
له بغلان څخه د یوه بل خبر پر اساس امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالي کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد پراخ عملیات پیل کړي دي.
ډنډ غوري د بغلان ولایت اوسني مرکز پلخمري ته نژدې موقعیت لري.
سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې تر ۲ زره زیات افغان امنیتي ځواکونه (پولیس او اردو) ګډون لري.
ولی ملی اردو او فولیس او ار بکیان چی مسلما نان زوره دی چی ری ول فه داغه حال چی ده دی فلا را نو دا غه کار کوی او بل لعنت دی فر هغه چا سی دا غه کار ی کری وی چی ده ملک امنیت نسی تنگه وه لای بیا دی هغه ده دی با دار ران را وه غواری هغه آمریکا یان لعنت ستا سو فر حکومت داری او ستا سو فر داغه فا سید نیظام چر سیان ده ملک محا فیظت نسی کوای ملک عبدالله او غنی نسی سا تی نور
زمونز به وطن كي نور سري نه وو باته زكه يي شيخ فاني له امريكا راوست به زواني كي تري خبل كار واخست به بيري كي ليوني به مونز تاوان كو بل يي ورسره سرتمبه ناكام غبركوني بيدا كو الله خو د دواره زر واخلي جي يو انسان د سري زوي ته لار خلاصه سي
لعنت پر دی خاینانو او د پردیو سپی !! دوی ته نو نور بل کم کار ورپاته دی او د خلګو زورول دی او بس !!
{طالبانو ژمنه وکړه چې ټولګټو پروژو ته به تاوان نه اړوي}
دا په ډاگه شوه چې په قطرکی ناست هسی په نوم مشران د طالبانو واگې په لاس کی نه لرۑ موږخوشبینی به ځایه وه الله(ج) دی په موږ رحم وکری
وسله طالبان چی څه وایی دهغه خلاف عمل کوی څو ورځی وړاندی یی د دوحه په غیر رسمی کنفرانس کی وویل چی مونږ به به عامه المنفعه تاسیسات حملی نه کو تراوسه پرکاغذ ددوی د لاسلیک رنګ وچ شوی ندی چی دادی دبرق پایه په داسی حال په بمو الوځلی چی کابل غریب ښاریان دیخنی له لاسه کړیږی
اول دی لعنت د خدای د آی ایس آی په دی غلامانو وی او الله تعالی د ورته دوزخ په نصیب کړی او دا کار کیدونکی دی انشالله دوهم دا مردودی ډلی دی څوک چی په خپله وعده وفا نکوی منافق او غادر وی او ددی ډلی ځای د محشر په ورځ چیر ی دی او څرنګه جزا ورکول کیږی په ټول مسلمانان پوهیږی بیا هم وایم څوک چی دی وطن په راستی خدمت نکوی هغه که طالب وی او که دا نور تورمخی چارواکی الله یی دی په خپل زور او طاقت سره د خاورو سره خاوری او شرمولی وګرزوی امین
Wow! That is a great humanity act but just for Taliban! lol
لعنت پر خواریجو
داهرڅه دخپل دوه مخي بادار په امر کوی ، دخدای په قهر دې دواړه کـکړشي
شرم دی په خدی دوی باید د خلکو زړونه لاسته راوړی او دوی…….ه
طالبانولعنت د خداې دې وې پر تا سو
الله دي طالبان او د هغو تور لنګي باداران و شرموي
افرین طالبانو ډیر زورور جهاد کوی ګوره چی دا وطن کی څوک دا کافر بندونه جوړ نکړی داسی نه چی زمونږ اسلام او ایمان ته زیان واوړی
طالبان وايي چې پلازمېنې کابل ته د برېشنا غځيدلي مزي په بغلان کې د عسکرو له لوري شلول شوي دي.
تېره ورځ دولتي سرچينو خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو د بغلان په ډنډغوري کې د برېښنا یوه پايه نړولې او پر پلازمېنه کابل يې برېښنا پرې کړې ده.
طالبان وايي چې په ډنډغوري کې دوی له ډېرې مودې راهیسې واکمن و، چې کله يې هم ورته ګام نه دی اخیستی، خو يادې سیمې ته دولتي ځواکونه د عملیاتو په پلمه ورغلي او پورته پېښه يې رامنځته کړې ده .
رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې، طالبان وايي چې عسکرو له لرې فاصلي څخه پر ولسي وګړو، کلیو او نقلیه وسایطو د درنو وسلو ډزې کولې، چې په همدې ډزو کې د برېښنا پايې هم زیانمنې شوې دي او برېښنا پرې شوې ده.
دوی لیکي: «د تعجب ځای دادی چې ماتي خوړلي دښمن د برق دپایو د نړیدو تور په مجاهدینو پورې کړ، په داسې حال چې مجاهدين صرف له دښمن سره په مقاومت بوخت دي او دثقیله وسلو څخه استفاده هم نه کوي، بل خوا د برق د جریان قطع کیدل زموږ جهادی بهیر ته هيڅ ګته نه کوي او د جګړې پورې تړلی موضوع نه ده، نو ولی به مجاهدین په میلیونونو خلکو برق قطع کوي؟»
ياده دې وي دواړو اړخونو په دې جګړه کې د درنو تلفاتو اړولو دعوې کړې دي، طالب ځواکونه وايي چې تر اوسه يې درې ټانګونه او دوه رینجر موټر تخریب کړي او ۲۶ عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.