سلما بند

تاند- وسله والو طالبانو نن /یکشنبه/ په هرات کې پر سلما یا د افغانستان او هند د دوستۍ بند په حمله کې لږترلږه ۱۰ افغان سرتېري وژلي دي.

د هرات د امنیه قوماندان ویاند جیلاني فرهاد وویل، په چشت شریف ولسوالي کې، چې سلما بند پکې موقعیت لري، چې د طالبانو په حمله کې ۴ نور امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

ده همداراز وویل چې په دې برید کې ۴ ترهګر هم وژل شوي دي.

د سلما او د افغانستان په لوېدیځ کې له نورو بندونو سره ایران په ښکاره مخالفت کړی دی او د فراه، هرات او نیمروز چارواکو په ځلونو په دغو ولایتونو کې ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *