ارشیف

تاند- وسله والو طالبانو د تېرو کلونو په پرتله په یو څه ځنډ نن /جمعه/ پسرلني عملیات اعلان کړل.

که څه هم وسله والو طالبانو هیڅکله جګړه نه وه درولې خو د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په ترڅ کې یې ویلي چې سیاسي فعالیتونه هم پیلوي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې طالبان د افغانستان تر نیمايي پر زیاتې خاورې کنټرول لري. مجاهد د خپلې ادعا د ثبوت په توګه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د فبرورۍ د میاشتې راپور ته اشاره کړې ده.

خاص سرمفتش جان سوپکو ویلي و چې د افغانستان حکومت د ټول هیواد پر ۵۷ سلنې کنترول لري، په سلو کې ۱۰ خاوره د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې ده او پاتې برخه لاس په لاس کېږي یا نامنه ده.

طالبانو سږني عملیات د خپل پخواني وژل شوي مشر سید اختر محمد منصور په یاد (منصوري) عملیات نومولي دي.

ملا اختر محمد منصور د تېر کال په مې میاشت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووزل شو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د سولې او د سولې د خبرو یادونه نه ده شوې.

دې ډلې ویلي چې په سیاسي برخه کې به په هغو سیمو کې چې د دې ډلې په کنترول کې دي، عدلي او قضايي تاسیسات جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *