تاند- وسله والو طالبانو پرون /یکشنبه/ په بادغیس ولایت کې یوه ښځه د ګڼو خلکو مخته ووژله.

انټرنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې طالبانو په بادغیس ولایت کې یوه ښځه، چې دوه ماشومان یې لرل، په دې خاطر په عام محضر کې اعدام کړل چې له خپل لومړي مېړه یې طلاق اخیستی او له بل سره یې واده کړی و.

دا پېښه د بادغیس ولایت د آب کمر ولسوالي په میده قُل کلي کې شوې ده او وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې مخکې په تېرو کلونو کې په ځلونو ښځې په ورته تورونو سنګسار کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ښځې خاوند په دې په غوسه و چې ښځې یې ولي بې له دې چې ده ته ووايي بل مېړه کړی دی.

کله چې ښځې بل مېړه کاوه، لومړی مېړه یې په ایران کې و.

تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا ښځې ته د هغې لومړي مېړه طلاق ورکړی و او که یې په خپل سر ځان طلاق کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *