تاند- د غزني د والي ویندوی جاوید سالنګي نن /چهارشنبه/ وویل، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۱۲ تنه ووژل.

وسله والو طالبانو د غزني – کابل او غزني – پکتیا پر لویو لارو د سپرلیو له موټرو له برمته کړیو مسافرو څخه ۱۲ تنه پرون ماسپښین د اندړ ولسوالي په کامه وال سیمه کې اعدام کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې باب څه نه دي ویلي خو دې ډلې تر دې پخوا په ځلونو له بسونو سپرلۍ کښته کړي او وژلي یې دي.

تر دې مخکې نن د کندوز چارواکو وویل چې طالبانو د دغه ولایت مرکز کندوز ښار ته نژدې له یوه بس څخه ۴۰ تنه کوز کړي او تښتولي دي.

2 thoughts on “وسله والو طالبانو په غزني کې ۱۲ سپرلۍ ووژلې”
  1. د طالبانو کمال دافغانانو او مسلمانانو وژل دى ځکه ددوى بى له وژلو او وحشت څخه نور څه زده ندى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *