تاند- د فراه امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن /جمعه/ په دغه ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې په برید کې لږترلږه ۹ پولیس او دوه ملکیان وژلي دي.

د فراه امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت مرکز فراه ښار ته نژدې د مساو پر پوستې برید وکړ.

دا برید وروسته له دې وشو چې د فراه ولایتي چارواکو وویل چې د وسله والو طالبانو مړي د ایران خاورې ته وړل کېږي او نه یوازې یې هلته جنازه کېږي بلکې فاتحه هم اخیستل کېږي.

په وروستیو میاشتو کې پر فراه ولایت هغه مهال حملې شدیدې او د ولایت تر مرکزه پوري ورسېدې چې په دغه ولایت کې د بخش اباد بند د جوړېدو هڅې تېزې شوې.

د فراه ولایتي چارواکو په وروستیو څو اوونیو کې د وسله والو مخالفانو د حملو د مخنیوي لپاره د ښار په شاوخوا کې امنیتي کمربندونه جوړ کړل. د مساو پوسته هم یوه له هغو پوستو څخه ده چې د ښار په شپږ کیلومترۍ کې د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.

ویل شوي چې پر دې پوستې له تېرې شپې څخه بریدونه پیل شوي ول او تر سهاره یې دوام وکړ.

راپورونه وايي، پوستې ته کومکي ځواک ډېر ناوخته ورسېد.

One thought on “وسله والو طالبانو په فراه کې ۱۱ تنه پولیس او ملکیان ووژل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *